تاند، یکشنبه، د دلوې ۱۳مه: د سولې په چارو كې د دولت وزارت وايي، د سولې لپاره د حكومت په طرحو كې د ملي اجماع د تقويه كولو په هدف يې له افغان سياستوالو سره ليدنې دوام لري.
د ياد وزارت د وياندې ناجيې انوري په وينا، دا ليدنې د تېر په څېر روانې دي، ترڅو د حكومت د طرحو او پروګرامونو لپاره د ملي اجماع د تقويه كولو په هدف او همدارنګه د سولې بهير د ټول شمول والي په خاطر د افغان سياستوالو نظرونه او وړانديزونه ترلاسه شي.
نوموړې ټينګار كوي، چې د سولې په بهير كې د بېلابېلو قشرونو ګډون د دغه بهير د راتلونكې لپاره يوه اړتيا ده.
دا په داسې حال كې ده، چې د سولې په چارو كې د دولت وزير عبدالسلام رحيمي په تېرو څو ورځو كې د پخواني ولسمشر حامد كرزي، ګلبدين حكمتيار، محمد محقق، محمد عمر داودزي او ځينو نورو سياستوالو سره ليدلي او د سولې اړوند مسايلو په تړاو يې ورسره مشورې كړې دي