تاند، پنجشنبه، د دلوې ۳مه: د سولې په چارو کې ددولت وزارت وايي، د ولسمشر غني د فرمان له مخې یې د افغان سولې له پروسې څخه د ملاتړ نړیوالې ډلې جوړولو لپاره په کابل کې له بهرنیو دپلوماتانو سره خبرې اترې پيل کړې دي.
د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري تاند ته وايي، په دې کار سره به د افغان سولې په رابطه نړیوال ملاتړ زیات او واحد نظر رامنځته شي.
اغلې انوري وايي، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي همدې اصل ته په پام په کابل کې د یو شمیر هیوادونو له سفیرانو سره لیدنې پیل کړې دي او تر اوسه یې د روسیې، اسپانیا، ترکمنستان، انډونیزیا او سعودي عربستان له سفیرانو سره د افغان سولې د ملاتړ خبره شریکه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې امریکا دغسې هلې ځلې پیل کړې وې چې وروسته یې استازي زلمي خلیلزاد وویل، د افغان سولې په رابطه یې له متحدینو او رقیبانو سره همغږي ډیره شوې ده.
خلیلزاد مخکی لدی رسانیو کی ویل چی پاکستان د افغانستان په چارو کی لاسوهنه کوی مګر کله چی د سولی چارو کی ځانګړی استازی شوی نو تل د پاکستان غوښتنو ته غوږ نیسی نو معلومه نشوه چی څنګ خلیلزاد بیا ځان افغان هم ګڼی او بل دلته دا سوال پیدا کیږی چی افغان سوله کی پاکستان څه کار او یوځانګړی استازی پکار ده چی یو ګاونډی هیواد ته پدی چارو کی د لاسوهنی لپاره فرصت زمینه برابره کړی
مشکل په ولس کی ده چی تل له جنګی ډلو ملاتړ کوی چی کله قدرت او لوړ مقام ته ورسیږی بیا پدی ولس باندی ملنډی وهی