ناجیه انوري

تاند، پنجشنبه، د حمل ۷مه: د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د افغانستان د مرکچي پلاوي په نوم خپور شوی لیست دقیق نه دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري تاند ته وویل، د ملي تلویزون لخوا خپور شوی ۲۰ کسیز لیست دقیق نه دی.

نوموړې ویلي، دقیق لیست به د وزارت لخوا چې د سولې اصلي او مرجع اورګان دی خپرېږي او له خلکو سره به شریکېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ملي تلویزیون د مذاکراتي پلاوي په نوم یو شل کسیز لیست خپور کړ چې معصوم ستانکزی یې مشر بلل شوی و.


دا دویم ځل دی چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مذاکراتي پلاوي په نوم خپور شوی لیست ردوي، خو لا یې خپله کوم لیست اعلان کړی نه دی.

ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبرې د حوت په شلمه د افغانستان د ولسمشر د لوړې له مراسمو سره په یو وخت له طالبانو سره خبرې پیل کړي خو طالبان تر دې دمه د سولې مخامخ خبرو ته د دې لپاره حاضر نه دي چې له امریکا سره د دې ډلې د موافقې پر اساس ۵ زره طالب بندیان  خوشي شوي نه دي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین نن ویلي چې د روان مارچ له یو دېرشمې (د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې ورځ) څخه به د دوی د بندیانو خلاصون پیل شي او یو طالب پلاوی به ژر بګرام محبس ته لاړ شي چې خپل بندیان تصدیق کړي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا ویلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د لومړني تماس ګروپ د ویدیوکنفرانس په اړه په خبرپاڼه کې ویلي، په دې ویدیو کنفرانس کې پرېکړه وشوه چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان مطابق د زندانیانو سن، روغتیایي حالت او د کورونا وایرس پر وړاندي د بندیانو کمزورتیا ته په کتو، د مارچ تر ۳۱مي نېټې پوري سل تنه طالب بندیان د بشري خواخوږۍ له مخې په دې شرط خوشي شي چې طالبان تضمین وکړي چې دا کسان به بیا د جګړې جبهو ته نه ځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *