دا رښتیا خبره ده چې ټينګ عظم او کلک هوډ هر ناشونی کار شونی کولای سي. شپږ میاشتې مخکې چا ویل چې داسې یو حرکت به پیلیږي چې هغه به له هلمند څخه تر کابل پورې په پښو مزل کوي، په کابل کې به تر ولسمشر پورې ځان رسوي، د ملګرو ملتونو په شمول به د اکثره سفارتونو مخې ته د تحصن خېمې لګوي او بیا به په ډېره معصومه لهجه له نړیوالو څخه سوله غواړي. همدا رنګه تر مزار شریف پورې د دوی د لوڅو پښو د مزل تصور هم چا نه کاوه.
په دې کاروان کې بوډا، ماشوم، معیوب او ځوان ټول په یوه خوله دا الفاظ وایي: (ژوند چې مو بدرنګ دی، جنګ دی جنګ دی)
په دې وطن کې دومره بې انصافه خلک هم شته چې په دې حرکت کې د ځينو کسانو سره شخصي ستونزه لري او ټول حرکت ته د شک په سترګه ګوري. د اسلام مبارک دین هم وایي چې تاسې د څراغ د رڼا څخه ګټه پورته کړئ. دې ته مه ګورئ چې څراغ د چا په لاس کې دی. دې ټینګ عظمه او د سولې اتلانو یو ډېر تاریخي کار وکړ. په دې وطن کې خو د سولې خبره چا نه سوه کولای. داسې خبرې کول ګناه ګڼل کېده.
په تېرو (۱۷) کلونو کې که به کوم ښوونکي په محراب او کوم قومي مشر په سټېج د سولې خبره وکړه، بله ورځ به یې سر وخوړ. یعنې دا یو حقیقت دی چې دې زړورو انسانانو هغه وېره او ډار له منځه یووړ. په ټول وطن کې د سولې، سولې بحثونه شروع سول. زمونږ یوه لویه بدبختي دا ده چې همېشه يو ښه کار او ابتکار په خپله نسو کولای او که بل څوک ابتکار وکړي، مونږ ورسره مخالفت کوو.
زه د سولې اتلانو ته دا زېری ورکوم چې ستاسې کړنې به د تاریخ یوه برخه ګرځي. هغه اداره چې په نړۍ کې د یو لوړ ابتکار لپاره د نوبل جایزه ورکوي، زه په دې باوري یم چې دغه د سولې اتلان یې حقداره دي. د سولې اتلانو ته مې دا مشوره ده چې اوس په کار داده چې تاسې د سولې یو علمي او تحقیقي مرکز جوړ کړئ او نور د رسنیو له لارې خپله مبارزه دوامداره وساتئ.
درنښت
په ګران هېواد کې د تل پاتې سولې په هیله
One thought on “د سولې ولسي حرکت؛ د نوبل جایزه | سردار محمد همدرد”
  1. سلامونه
    ورور سردار م. همدرد صاب او د افغانستان د سولې پلیو اتلانو ته په دواړو لاسونو احترام،نېکې هيلې،مڼې
    په رښتیا هم د صلحې د نوبل جایزې ټاکونکي که په ناحقه نوموړې جایزه ځینو امریکايي،اسرايلي، انګریز، ا.د.ن. سیاستچیانو ته ورکولای شي؛ وړانده خو به نه وي چې د افغان غمیزې او ۴۰ کلن جګړې پر ضد د حقيقي سولې لارویانو هلې ځلې ،د پښو تڼاکې نه ويني؟؟.،
    په روژتي خولو او سل خطرونو سره سره ، دصلحې غږونه تر هر مقامه رسونکوغږ نه اوري؟،
    لومړی خو پخپله افغاني خواوې د دوی د داعيې قدرداني وکړي او په م.م.م. ؛اوروپايي اتحادیه او نړیوالو سازمانونو کې صلحدوسته انسانان په وخت کې ېې د نوبل جایزه دویته ډالۍ کړي.
    (و من احیا ها فکانما احیا الناس جميعََا ). صدق الله العظيم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *