تاند، چهار شنبه، د جدي ۴مه: د سولې ولسي خوځښت وايي، په ۶ موټرو کې سپاره ۲۷ غړي یې لا هم له طالبانو سره برمته دي او راخوشې کړي یې نه دي.

د سولې د ولسي خوځښت ویاند بسم الله وطندوست تاند ته په یو استولي ویډیوي کلیپ کې ادعا کړې چې طالبانو ته یې پرله پسې د خپل حرکت په تړاو قناعت ورکړی خو دا څلورم ځل دی چې طالب وسله وال یې فعالان غړي برمته کوي او له ځان سره یې بیايي.

نوموړی وايي، په وروستي ځل تېر ماښام پنځه بجې د دغه حرکت د موټریز کاروان ۲۷ غړي د فراه ولایت په مربوطاتو کې له ځان سره بیولي دي: (( موږ له طالب مشرانو سره په تماسونو کې یوو، خو تر اوسه مود خپلو فعالانو په اړه حتی معلومات نه دي ترلاسه کړي چې چیرته دي؟))

د سولې ولسي حرکت د موټریز کاروان په مرسته په ټول هېواد کې د ګرځېدو کمپاین دوه اوونۍ وړاندې پيل کړ او له هلمند څخه د هرات پر لور وخوځېده.

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست په دې اړه وايي، پلان یې درلود چې له هرات څخه به بادغیس او غور ولایتونو ته ځي، خو د واورو ورېدو او لارو بندېدو له کبله یې فراه ولایت د سولې د پيغام رسولو لپاره وټاکه، تر څو پر ښکیلو غاړو د سولې او اوربند غږ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *