تاند، یکشنبه، د قوس ۱۷مه: د سولې ولسي حرکت تر یوې مودې ځنډ وروسته یو وار بیا له هلمند څخه د موټریز کاروان په مرسته په ټولو ولایتونو د ګرځېدلو هوډ کړی دی.
د سولې ولسي کاروان نن په هلمند کې تر یو خبري کنفرانس وروسته د یو موټریز کاروان په ترڅ کې خپل حرکت پیل کړ او مسوولانو یې هوډ وښود چې په ټولو ولایتونو به د سولې پيغام وویشي او بېرته به هلمند ته راستون شي.
دغه کاروان کې چې د ګڼو ولایتونو خلکو برخه اخیستې ده، وايي، غوښتنه یې دا ده چې په ټول افغانستان کې لومړی اوربند وشي او بیا بین الافغاني مذاکرات پيل شي.
د ننګرهار اوسېدونکی ناصر خان ناصر چې د دغه کاروان د ملګرتیا لپاره هلمند ته رسېدلی، وايي دا ځل به بیا هم په ټولو ولایتونو ګرځي او پر ښکیلو لوریو به د اوربند غږ کوي.
د سولې ولسي حرکت تر دې وړاندې په کابل کې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو مخې ته د پرلتونو د لړۍ تر ختمولو وروسته شمال ته شپږ سوه کیلو متره لار په لوڅو پښو ګز و ګام کړې وه، همدا راز دغه کاروان کابل ته له هلمنده په پیاده ډول راغلی و او پر ټولو لوریو یې د سولې غږ کاوه.
د سولې د کاروان هلې ځلې یو نېک اقدام دی چې د الله تعالی له دې ارشاد سره مطابقت لري :
{وَإِنِ امْرَأَةٌ خَافَتْ مِنْ بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَنْ يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًا وَالصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ الْأَنْفُسُ الشُّحَّ وَإِنْ تُحْسِنُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا}.
لَا خَيْرَ فِى كَثِيرٍ مِنْ نَجْوَاهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلَاحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَنْفَالِ قُلِ الْأَنْفَالُ لِلَّهِ وَالرَّسُولِ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِين
اما د دوی له مخاطبینو نه یو جهت له افغانانو او سولې سره چندان خوښ ندی ، هیله ده داځل په خپل تبلیغاتي او منطقي برخه باندې ډېر کار وکړي.