تاند، شنبه، د دلوې ۵مه: د سولې ولسي حرکت خبرداری ورکړی، د افغان سولې اړوند به هیڅ داسې پرېکړه ونه مني چې له لاسلیک سره یې بیا هم افغانستان کې وینه بهیدنه روانه وي.
د سولې ولسې حرکت مسؤلانو پر ټولو لوریو د سمدستي اوربند او د وینو بندولو غږ کړی دی.
د همدې حرکت غړو نن په کندهار کې د یوه موټریز لاریون پر مهال وویل، افغانان نه تاوتریخوالی پېژني او نه هم داسې پرېکړه مني چې له مخې یې بیا هم افغانان قرباني کېږي.
لاریونوالو د جګړې پر ښکېلو خواو د منل شوي اوربند او سولې غږ وکړ.
د هغوی په وینا، په جګړه کي بهرنیان نه وژل کېږي او نه هم هغوی تر چړې لاندې دي، بلکيې افغان جګړه کې یوازې او یوازې افغانان وژل کېږي.
د یاد حرکت غړو پر ټول ولس غږ وکړ چې نور د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشار راوړي او ځانونه له رواني جګړې څخه په خپل غږ پورته کولو سره وژغوري.
د سولې ولسي حرکت له یو کال راهیسې ولایت په ولایت د سولې له پیغام سره ګرځي چې د خلکو له تود هرکلي او ملاتړ څخه برخمن شوی دی.
کله چی خلیلزاد طالبانو د اوربند شرط مخی ته کیښود نو طالب چارواکی اوربند د مشوری لپاره پاکستان لاړل چی خپلو مشرانو سره ورباندی خبری وکړی
پاکستان تل دا ویلی چی طالب مشران په پاکستان کی نشته دلته سوال دا پیدا کیږی کچیری د پاکستان ادعا سمه وی نو د قطر طالبانو د پاکستان پوځ او استخباراتو سره مشوری لپاره راغلی چی دا افغانستان په سوله او جنګ کی د دوی ښکاره مداخله دی چی افغان دولت باید دا موضوع نړیوالی امنیت شورا ته شکایت په شکل وړاندی کړی چی نړی پوه شی او خپل دریځ له افغان دولت سره شریک کړی
کچیری د پاکستان پورتنی ادعا غلطه وی یعنی چی طالب مشران یی په پاکستان کی نشته نو ددی معنا دا چی طالب مشران په پاکستان کی شته چی همدی پوځ او استخباراتو په کوټه ښار کی د دوی په مشرانو باندی په دینی مدارسو کی انتحاری وکړی چی په تیره حمله کی هیبت الله ورور ووژل شو او اوسنی چاودنه کی زیاتره خپل نظامی او د طالب چارواکو مسولین وژل شوی یعنی دا پردی معنا چی د دوی مشران په پاکستان کی شتون لری