تاند، جمعه، د سنبلې ۲۲مه: د سولې د ولسي حرکت تنکی زلمی غړی محمد طاهر بشریار د ماشومانو د حقونو دمبارزې له کبله د ماشومانو د سولې نړیوالې جایزې ته نومول شوی دی.
طاهر بشریار چې ۱۷ کاله عمر لري د زابل اوسېدونکی او له کندهار څخه کابل ته د سولې له ولسي کاروان سره پیاده کابل ته راغی او د ګڼو نړیوالو ادارو مخې ته یې په پرلتونو کې برخه واخیسته او له دې ځایه بیا شمال ته پیاده بلخ ولایت ته ولاړ.
سږ کال د ماشومانو د سولې نړیوالې جایزې ته له ۵۷ هېوادونو څخه ۱۳۶ هغه هلکان او نجونې نوماند دي.
د ماشومانو نوبل جایزه به د روانې سپټمر میاشتې په ۳۰مه له دغو ماشومانو څخه یو ته ورکړل شي.