په افغانستان کې نه ختمیدونکې جګړه او نه راتلونکې سوله.ولې سوله نه راځي؟
جیوپولیټیک او طبیعي موقعیت، د مشرانو نه اراده او د ولس ویده حالت، که د بهرنیانو هر اړخیز حضور او لاسوهنه؟
په ۲۰۰۸ ز کال کې بارک اوباما د امریکا ولسمشر وټاکل شو، له ټاکل کېدو سره سم یې اعلان وکړ چې په افغانستان کې به امریکایي تګلاره (ستراتیژي) بدلوي، له جګړهییزې تګلارې به سولهییزې تګلارې ته مخه کړي، چې په ترڅ کې یې هممهاله په کور دننه افغانستان کې هم یو لړ ګامونه پورته شول، له وسلهوالو طالبانو سره مستقیمې او غیر مستقیمې اړیکې ټینګې شوې او وروسته بیا په ۲۰۱۱ز کال کې د سولې په موخه د سولې عالي شورا جوړه شوه.
د سولې عالي شورا، افغان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو په کور دننه او بهر له وسلهوالو مخالفینو سره ډېرې ناستې او مرکې وکړې او ډول – ډول طرحې او د عمل تګلارې یې ورته وړاندې کړې؛ خو د مخالفو وسلهوالو تر ټولو ستر او اساسي شرط د بهرنیانو حضور و او ویل یې چې د امریکایي پوځیانو په شتون کې سوله او مذاکرات بې معنی خبرې دي. د وسلهوالو طالبانو استدلال دا دی، چې د امریکا نظامي حضور د سولې په اړه د مذاکراتو لومړی شرط دی.
د سولې هڅې په تېرو نهو کلونو کې له ډېرو لوړو او ژورو سره مخ وې، کله کله به ډېرې تودې او کله به سړې شوې. بالاخره افغان حکومت وکولای شول چې د سولې په برخه کې ظاهراْ یوه لاسته راوړنه ولري او د وسله والو مخالفینو له یوې ډلې (د ګلب الدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب) سره یې د ۱/۷/۱۳۹۵نېټه د سولې تړون لاسلیک کړ او دغه ډله یې د جګړې له کتاره وایستله. که څه هم نوموړې ډله د جګړې په ډګر کې دومره اغېزمنه نه وه او په راتګ سره یې د جګړې په ډګر کې کوم محسوس کمی او بدلون را نه وست؛ خو په رواني او سیاسي لحاظ یې خپل تاثیر درلود.
په امریکا کې د ۲۰۱۶ ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالد ټرمپ قدرت ته ورسېد او د څو میاشتو په اوږدو کې یې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه، چې په ټوله کې جګړه ییزه او نظامي تګلاره وه. د دې تګلارې په پايله کې څه باندې ۵۰۰۰ نور امریکایي سرتېرې افغانستان ته را واستول شول، چې د رپوټونو له مخې اوسنی شمېر یې ۱۵۰۰۰ تنو ته رسیږي. نوو او زړو سرتیرو عملاٌ په جګړه کې برخه واخیسته، هوایي بمبارۍ یې څو ځله ډیرې کړې او همداشان د دوی نظامي او عملیاتي واکونه څو برابره زیات شول.
ولسمشر غني د دې تګلارې ستاینه وکړه او هغه یې د افغانستان او سیمې د هېوادونو لپاره کارنده تګلاره وبلله. د دې تګلارې په اډانه کې پر وسله والو طالبانو او عامو وګړو فشارونه او بمبارۍ ډيرې شوې، چې بېساري ځاني او مالي تلفات یې له ځان سره لرل. د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ز کال د راپور له مخې په دغه کال کې شاوخوا ۱۰ زره ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دی. له دې سره جوخت، افغان حکومت د سولې هڅو ته دوام ور کړ او د کابل بهیر په ناسته کې چې د روان ۱۳۹۶ کال د کب په ۹مه د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون په کابل کې جوړه شوې وه، وسلهوالو طالبانو ته د سولې وړاندیز د یوې کڅوړې په توګه وړاندې کړ، چې د ولسشمر غني په خبره هېڅ ډول مخشرط نه لري.
طالبان د دغه وړاندیز پر وړاندې چوپ پاتې شول او لا تر اوسه یې هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی. وسلهوال طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه دي او وایي چې دوی له امریکا سره خبرې کوي، نه له افغان حکومت سره، ځکه چې افغان حکومت د سولې او جګړې واک نه لري.
د سولې او جګړې له ظاهري هڅو سره سره، په ټول افغانستان کې په خرپ سره جګړه روانه ده او هره ورځ په سلګونو کسان قرباني اخلي. ولسمشر غني د کابل بهیر له ناستې وروسته څو ځله په خپلو خبرو کې ویلي چې، د سولې هڅې د جګړې د پای په معنا نه دي. د رپوټونو پر اساس همدا تېره اونۍ د کندوز په دشتي ارچې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې چې د یوې مدرسې څخه د قرآن کریم د حافظانو په فراغتغونډه یې وکړه، تر ۱۰۰ کسانو زیات عام وګړي او ماشومان مړه او تر ۲۰۰ زیات نور یې ټپیان کړل.
غوڅ اکثریت افغانانو ته دا پوښتنه ده، چې هغه دولت چېرته دی چې زموږ د سر، مال، ناموس، خاورې او عقایدو ساتنه وکړي؟ هغه دولت چېرته دی چې تر ټولو لومړۍ او اساسي دنده یې د خپلو وګړو ساتنه ده، نه وژنه؟ اوس هر افغان دغه شعار زمزمه کوي چې “زما دولت چېرته دی؟ زما ساتونکی چېرته دی؟”
که له واقعیت څخه تېر نه شو، اوس د دې وخت را رسیدلی چې افغان رهبران د اوسني نظام د بدیل په لټه کې شي، ځکه اوسنی نظام او سیسټم د دې وړتیا او توان نه لري چې د افغانانو د سر او مال ساتنه وکړي او د بهرنیو حضور او خپلسریو ته د پای ټکی کېږدي. افغانان نور د غربي او شرقي ښکېلاک د ګټو او اهدافو قرباني نه شي، امریکایان افغان ولس او خاوره، د خپلو سیمهییزو موخو لپاره کاروي او د سیمې هیوادونه د امریکا د دغه پلان پر وړاندې مقابله او مبارزه کوي، چې په پایله کې افغانستان د لویو قدرتونو د ټکر پر ټکي بدل شوی او قرباني زموږ مظلوم او بې دفاع ولس ورکوي. که اوسنی نظم او جوړښت بدل نه شي، دغه کړکېچ او ناخوالې به زموږ د ورځني ژوند تلپاتې برخه وګرځي.