افغان حکومت سولې ته قوي او جدي اراده لري چې د افغانانو د کلونه دا ارمان پوره کړي چې سوله کې ژوند وکړي، خو په دې برخه کې لوی خنډ طالبان دي چې د بهرنیو استخباراتو په غوښتنه نه غواړي چې د سولې پروسه بریالۍ شي.

افغان حکومت د کابل کنفرانس کې د سولې تګلاره واضح کړه او طالبانو ته یې د بې قیده شرطه خبرو وړانديز وکړ چې په ټولو مسایلو بحث وشي، بهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي، اوربند وشي او دایمي سوله وشي چې د جګړې نوم ورسره ورک شي.

له دې وروسته یوه میاشت وړاندې حکومت لویه مشورتي جرګه راوبلله او د سولې په تړاو یې ترې مشورې واخیستې، دا جرګه د ټول افغانستان د استازو وه چې حکومت ته یې سولې ته د رسیدو لپاره مشورې ورکړې او ولسمشر د چهارشنبې په ورځ ارګ کې له خلیلزاد سره لیدنه کې ډاډ وښود چې دا مشورې به تعقیبوي.

ولسمشر غني سولې ته ځکه قوي اراده لري چې امریکا ته یې واک ورکړ چې څنګه کیدای شي طالبان د سولې میز ته راکش کړي او دا جګړه چې په جګړه نه ګټل کیږي، د سولې پروسه یې پای ته ورسوي.

تازه ولسمشر غني المان هېواد څخه هم غوښتنه کړې چې دې پروسه کې د اسانچاري رول لوبوي او له خلیلزاد یې غوښتي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کینوي.

سوله د افغانانو او افغان حکومت لومړیتوب دی، ځکه پرې ټینګار کوي او بې قیده شرطه طالبانو سره حاضر دي چې خبرو ته کیني او دا پروسه بریالۍ کړي.

طالبان چې تراوسه د سولې او مخامخ خبرو لپاره شین چراغ نه دی ښودلی، افغانان باور لري چې دا ډله د جګړې لپاره راپورته شوې او هیڅکله نه غواړي چې سوله وکړي، یواځې غواړي چې طالبان یو ځل بیا واکمن شي او هغه بنسټونه چې کلونه قربانیو باندې جوړ شوي یو ځل بیا له منځه یوسي.

اجرایه ریاست چې د چهارشنبې په ورځ یې د مور نړیواله ورځ کې خبرې کولې، طالبان پلمه کوونکي یاد کړل چې د سولې لپاره اراده نه لري او په یوه او بله پلمه د سولې له خبرو تیښته کوي.

عبدالله عبدالله خبرداری ورکړ چې افغانان به هیڅکله بیا جهنم ته و نه ګرځي او بیا به د طالبانو نظام هيڅکله و نه زغمي چې خلک پکې له ټولو حقوقو بې برخې و او تر ظلم لاندې یې شپې ورځې تیرولې، لکه جهنم کې چې ژوند کوي.

افغان حکومت پوهیږي چې د طالبانو جګړه د ترهګرو لپاره بستر برابر کړی او دا جګړه یواځې له طالبانو سره په سوله نه حل کیږي، حکومت کار کوي چې د سولې په خبرو سره ټولې ترهګرې ډلې یا له منځه یوسي او یا یې له جګړې لاس اخیستو ته مجبور کړي.

اوس اندیښنې دا دي که طالبان سوله وکړي، نورې ترهګرې ډلې به جګړې ته دوام ورکړي او د طالبانو ځينې سیمه ییز قومندانان به له نورو ترهګرو ډلو سره یو ځای شي، دا ځکه چې د طالبانو سیمه ییز قومندانان د نشه يي توکو قاچاق او باج ګیریو کې لاس لري او نه پریږدي چې په سوله کې یې دا ګټې زیانمنې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *