په دې وروستیو کې د سولې په اړه نوې خبرې راپیل سوې دي. په مکه معظمه او مدینه منوره کې د افغانستان د جګړې په اړه فتوا، په اندونزیا او تاشکند کې د افغان سولې په اړه ناستې، په کوچني اختر کې اوربند، د سولې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني قاطع اراده او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار راتګ هغه څه دي چې د سولې په اړه یې نوې هیلې پیدا کړې دي.
د افغان حکومت د ارادې ترڅنګ نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات د افغانستان د سولې په اړه ډېر واضیح دريځ لري چې یو لړ هڅې یې هم پیل کړې دي. په دې وروستیو کې د ښاغلي خلیلزاد ټاکنه د افغانستان په اړه ښه اقدام دی. ښاغلي خلیلزاد تل د افغانستان په سوله کې د پاکستان دوه مخی نیت څرګند کړی دی. نوموړي خپل سفر له پاکستان څخه را پیل او له دې وروسته په اماراتو کې له طالب مشرانو سره یې ناستې هغه څه دي چې د سولې په اړه سړي ته نوې هیلې ورکولای سي.
د دې تر څنګ په دې وروستیو کې روسیې هم له وسلوالو طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې دي. څه موده مخکې د طالبانو په ګدون روسیې اعلان وکړ چې د افغان طالبانو او سولې په اړه به غونډه جوړوي چې په دې سره افغان حکومت غبرګون وښود، خو هغوی په دې اړه بې خبري وښوده. روسیې په غونډه کې د نه ګډون په وجه هغه ناسته وځنډوله. داسې ویل کیږي چې په نږدې ورځو کې به د افغانستان د حکومت د استازو په شمول هلته ناسته کیږي.
حالاتو ته په کتو سره د دوامدارې سولې په اړه یو ډېر لازم فرصت دی. اوس زمونږ حکومت او سیاسي مشرانو ته په کار ده چې له دې فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي. که دا کار ونه کړي، له تاریخي پېغور او بې پروايۍ سره به مخامخ سي.
اصلي خبره مې د ډاکټر صاحب فاروق اعظم کوله. نوموړی د افغانستان په سوله کې ډېر مهم شخصیت دی. هغه په دې برخه کې نړیواله تجربه هم لري. زه پر خپلو مشرانو او حکومت ژغ کوم چې په هېواد کې دې د سولې څو تنه نور خواخوږي هم پیدا او د هغوی له مشورو څخه دې ګټه واخلي.

د سولې شوری ترڅنګ دې د سولې یوه بله ملي اجماع را منځ ته کړي، ځکه چې سوله په هر ډول قربانیو ارزي. ټول افغانان که هغه طالبان دي او که حکومت، دې پایلې ته رسېدلي دي چې جګړه د حل لاره نه ده. په جګړې نه طالبان او نه حکومت موخې ته رسېدلی سي. نړیوالې ټولنې ته هم په کار ده چې د افغانستان سوله بین الافغاني اړخ ته پرېږدي. که په دې سوله کې هر ډول خود غرضي او یا د پردې شاته د هر هېواد ناروا اغراض نغښتي وو، بیا هم سوله نتیجه نه لري.
مخکې مې د نړیوالې ټولنې د نیت خبره وکړه، اوس زمونږ او حکومت هم دې پایلې ته رسېدلی دی چې جګړه د حل لاره نه ده، ځکه چې د افغانستان جګړه د افغانانو تر منځ ده. که جګړه له پردي سره وي، د هغې په وړاندې مبارزه کېدلای سي، خو د افغان پر افغان باندې جګړه هېڅکله پای نه مومي. دا په دې وجه چې دا د دې وطن طبعیت دی. هېڅ یو افغان بل افغان ته سر نه ټیټوي.
بیا هم د هېواد په مشرانو ژغ کوم چې اوسني فرصتونه له لاسه مه ورکوئ. په افغانستان کې د سولې د بریالیتوب لپاره تر ډېرو شیانو تېر سئ. د دې وطن مظلوم ولس هره ورځ د سولې سولې نارې وهي.
په درنښت!
۱۳۰۷/تله/۳
کیدای شی چی داکټر صاحب د صلحی د شوری فعال ،متحرک ،جدی او با تجربه معاون یا مشر په حیث تعیین شی او د خپلو تجربو نه په ګټی سره شوری ته مثبت ورکړی او ددی شوری د معاشاتو د حق د اداء درجه یو څه لوړه او ضایعات یی کم کړی او په نوی ابتکاراتو سره ، حییثیت یی اعاده او موجدیت یی مثبت خوا ته سوق کړی
او د بلی خوا جهادی لیډران او ملګری یی د منافع ملی په محور راټول او د افغانستان د نجات لپاره پر شخصی او تنظیمی ګټو، ملی ګټو ته ترجیح ورکړی
سلام
سولہ او سولہ ایزہ ڑوند مفھوم لری اھمیت او ثبات یی د افغانستان لپارہ یوہ اخلاقی،مدنی، ملی او اسلامی پد یدہ گنل کیزی دڑوندانہ پہ دیرو برخو کی دروغجن سیاست شاتہ پریزدی او دملت پہ معنوی او عرفانی برخو باندی مستقیما آغیزہ لری
سیاست او سیاست لو بغاری باید دملت پرمختگ ،پیاورتیا ، موجودیت او زعامت د سیاست لپارہ قربانی نہ کری لومری د ھیواد شتون اولہ ھغہ وروستہ سیاست، د بیان آزادی خو خہ دول آزادی؟
زموز فرھنگ ، زموز ھویت د او سنی پیری تگلاری باید غورہ کری
دیوہ کور، کلی، شار، جمعیت؟او پہ تولہ کی د ھیواد او تولنے نیک مرغی پہ سولہ کی دہ سولہ پہ سورہ فاتحہ کی د کلیمو د ترکیب ، ترتیل،معنی او مفھوم پہ لحاظ ، ادبی او مڈھبی اخلاق پہ معیار عالی تعریف لری او پہ داگہ دہ چی د انسان مسولیت او رسالت باید د رحمن او رحیم ، د نعبد او نستعین
پہ کلام کی وکتل شی
دغہ کلام کی چل او فریب نشتہ۔ کمزوری او بخل نشتہ غلطہ انسان تہ ما تہ تاتہ او تولو مسلمانو تہ نہ شییی بلکی د مستقیمی لاری لارشوونہ کوی برکت یی ھم دادی چی یو مسلمان یی د ورخی ۳۳ خلی پہ لمونخ کی قرائت کوی
سولہ نیک مرغی دہ او د نیک مرغا خلکو پہ لاس د عملی کیدو سبب گرخی بنا سولہ کی لا سونہ یو اوبل تہ ورکری او داوچتی جھان بینی پہ رنا کی عملی کیدای شی