د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ دسولې پرله پسې ناستې او په دوحه کې د مذاکراتو دوام د سولې پروسې جدیت په ګوته کوي. که څه هم ددې مذاکراتو جزئیات لا تر اوسه نه دي روښانه شوي، خو په هېواد کې اغېزمن سیاسي احزاب ددې لپاره چې سوله یوه اړینه اړتیا بولې اصولآ له هر هغه اقدام څخه چې په هېواد کې د سولې پروسې په ګټه تمام شي د افغانستان خلک او سیاسي بهیرونه ترې په کلکه ملاتړ کوي. څرګنده ده چې د سولې په تړاو خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې دي، چې په دو برخو ویشل شوي. یو ېې بهرنی اړخ او بل یې کورنی اړخ دی. په دې ټول پوهیږو چې بهرنی اړخ یې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې دي خو کورنی اړخ یې اساسي برخه ده. د امریکا او طالبانو ترمنځ روان مذاکرات کولای شي د مخالفو اړخونو لپاره دخبرو ښه پلمه وي چې عملآ د دواړو خواو ترمنځ پیل شي. د اغېزمنو سیاسي احزابو باور دادی چې اوس له هر وخت څخه زیات د بین الافغاني مذاکراتو د پیل احتمال شته. نو له همدې امله اړتیا لیدل کیږي چې یو ملي، د باور وړ ، د جوړښت له اړخه مناسب او ټولو خواو ته مننونکی هئیت رامنځته شي چې په اړه یې لاندې موارد اعلانیږي:
1. ډیر دلیلونه شته چې ښیې حکومت تر دا مهاله د سولې په اړه، خپله ریښتينولي او قاطع هوډ نه دې ثابت کړي. هغه هئیت چې طالبانو سره د خبرو لپاره مخکې جوړ شوی وه له مشورې او د اغېزمنو سیاسي احزابو پرته د حکومت کم تجربه مامورین په کې ځای پر ځای شوي وه چې دا خپله ددې ښکارندویي کوي چې جمهور رئيس د سولې په برخه کې جدي نه دی. اغېزمن سیاسي بهیرونه باور لري که بین الافغاني مذاکرات پیل کیږي باید یو ملي هئيت چې د اغېزمنو سیاسي احزابو او حکومت با صلاحیته استازي په کې شامل وي رامنځته شي.
2. زموږ باور دا دی چې حکومت د یو ملي او د قضیې په ټولو خواو کې دخیلو اړخونو څخه ګډ هئيت په نه جوړولو هڅه کوي په لوی لاس د سولې خبرې له خنډ سره مخامخ کړي. سیاسي احزاب چې دسولې په خبرو کې یو اغېزمن رکن ګنل کیږي بیا بیا یې اعلان کړی چې په دې ملي پروسه کې یې ونډه او مشورې په نظر کې ونیول شي که ونه نیول شي پرته له سیاسي بهیرونو سوله ناممکن او شعارونه یې د خلکو په سترګو کې خاورې شېندل دي.
3. اغېزمن ساسي احزاب د سولې لمړیتوب او اړتیا ته په کتو سره له افغان حکومت څخه غواړي چې په دې برخه کې خپله ریښتینولي ثابته کړي او دکمپایني شعارونو او ناستو پرځای چې کله یې د میرمنو اجماع او کله یې د ځوانانو اجماع په نامه جوړه وي او خلک راغواړي، د سیاسي احزابو او بهیرونو ترمنځ د سولې خبرو لپاره یو چوکاټ او دې خبرو اترو ته د یو ملي هئیت د جوړېدو په برخه کې لمړیتوب ورکړي. د نورو هېوادونو تجربو دا ښودلې چې دسیاسي رهبرانو، سیاسي بهیرونو او نور مهمو اړوندو سیاسي سازمانونو د همغږۍ او مشارکت پرته هیڅ ډول اجماع نشي جوړېدای او شونې همه نه ده. نو په همدې اساس د یو ملي هئیت چې په کې ټول سیاسي احزاب او بهیرونه شامل وي د اوس لپاره باید دحکومت لمړیتوب شي.
4. که حکومت د ملي هئیت په جوړولو کې د احتمال په صورت کې غیر مسئولانه برخورد وکړي، هغه څه چې راپیښېږي پړه به یې د حکومت په غاړه وي. واضح خبره ده چې په اوسنیو شرایطو کې، احزاب او اغېزمن سیاسي جریانونه د هېواد ملي ګټو د ساتنې او د حکومت د بې تفاوتۍ له امله د جګړې د دوام سیل بینان نشي پاتې کېدای باید اقدام وکړي.
5. اغېزمن سیاسي احزاب همداراز له نړېوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا له متحده ایالاتو څخه چې د سولې پروسې ملاتړې ده غواړي د یو ملي هئيت چې اغېزمن سیاسي احزاب هم په کې شامل وي پر جوړېدو یې تاکید وکړي او باید چاته اجازه ورنه کړي چې سوله د شخصي ګټو قرباني شي.
6. اغېزمن سیاسي احزاب همدا راز د لویې مشورتي جرګې په اړه چې ۱۳۹۸ کال د غویي (ثور) په میاشت کې جوړیږي شک لري. ددې مشورتي جرګې د جوړېدو په اړه هیڅ ډول مشوره تر دامهاله نده شوې او له حکومت څخه مو هیله ده چې دغه لويه مشورتي جرګه د سولې پروسې د تقویت لپاره جوړه کړي نه د شخصي ګټو لپاره. مشورتي لویه جرګه که د کمپاین او د فکرونو ګډوډېدا لپاره ترسره کیږي غلط کار دی او د سولې پروسه د نامعلوم مسیر خواته بیایي چې د شک پرته په ملي کچه به ستونزې جوړې کړي. اغېزمن سیاسي احزاب دغه ډول د جرګې جوړېدل د ملت په ګټه نه بولي او له حکومت څخه غواړي چې د هېواد په کچه په ملي مسایلو کې مسئولانه برخورد وکړي.
7. د اغېزمنو سیاسي احزابو غوښتنه دا ده چې حکومت د لویې جرګې د اړتیا، موخې، آجنډا، شمېر، جوړښت او غړو ټاکل کېدو په اړه ملت ته پوره وضاحت ورکړي. په دې برخه کې زیاتې پوښتنې ناځوابه پاتې دي او که ځواب نشي نو اغېزمن سیاسي احزاب به ددې جرګې پر تحریم فکر وکړي.
و من الله توفیق
د اغېزمنو سیاسي احزابو ګډه کميټه
کابل- 21/12/1397