لېډينګ سټوري – اداره
سوله د افغان ولس هغه ورکه ده چې دا وخت یې پیدا کول ور ته تر هر څه زیات اهمیت لري ځکه همدا د سولې نشتوالی او د جنګ و خشونت شتون دی چې له افغانانو څخه یې د ژوند ټولې اسانتیاوې، کار و روزګار، خوشحالۍ او رنګینۍ تښتولې دي؛ چې سوله نه وي ژوند نشته او هیڅ نشته خو د سولې په شتون کې د هرې ستونزې بلا تر ستوني نیول کېدای شي.
پر همدې بنسټ د سولې خبرو وروستي بیا پیل ته د ټول ولس په زړه کې د هیلو غوټۍ ګل شوي دي او دا چې دا پروسه د افغانستان د ملي وحدت حکومت له خوا په جديت را شروع شوې، په دې باب یې سیمه ییزه او نړیواله اجماع را منځته کړې، د نړۍ دوه لوی اقتصادي- نظامي ځواکونه (امریکا او چین) پکښې دخیل دي او طالب اړخ هم ور ته متمایل ښکاري نو د امیدوارۍ لپاره دلایل نور هم ور سره قوي کيږي.
هسې خو ټول ملت د سولې تږی او پر جنګ لعنت وايي مګر هلمندی ولس تر هر بل چا زیات د سولې د بیا پیل پروسې ته ډېر هر کلی وايي ځکه زموږ حلک د جګړې په بې عزتي او زیان ډېر زیات پوهېږي، هغه هم په دې خاطر چې د تاوتریخوالي اور مخامخ د دوی هستۍ ور سوځولې دي؛ د هلمند د نورو ډېرو بحراني سیمو تر څنګ سنګین ولسوالي پر بدترین انساني ناورین اوښتې ده، خلک له خپل کور و اور څخه بېل، د ژمې په زمرین کې په سرو دښتو او کنډوالو کې وږی- تږی ژوند تېروي؛ د دغو جنګ ځپلو لپاره دا وخت تر بل هر څه سوله اولین لوی ضرورت دی، که د سنګین کاڼي او بوټي په سرو زرو بدل شي چې د جنګ بلا پر نازله وي د چا په کار نه دي؛ د خټو خړ کورونه، شلومبې و ډوډۍ دي وي خو د خلکو سرونه او عزتونه دې خوندي وي، څوک دی غرض نه ور باندې لري، بس دوی په دغسې یوه سولییزه انساني فضا تر پاچهي خوښ و خندان دي.
د جدي پر ۲۱- مه دوشنبه د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین له خوا د سولې په باب تر څلور اړخیزي غونډې وروسته د جدي پر۲۲- مه په کابل کې د افغانستان د بهرینو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې، سوله یوه اوږدمهاله پروسه ده خو په دوو میاشتو کې باید په دې برخه کې بدلون ولیدل شي، ده زیاته کړه چې دوی په څلور اړخیزه غونډه کې د کاري چوکاټ پر جوړولو بحث وکړ او د خبرو په دوهم پړاو کې به د کار پر میکانیزم خبرې وشي چې مدیریت به یې په کابل کې د جدي پر ۲۸- مه د افغانستان د بهرینو چارو وزارت پر غاړه وي.
ټول افغان ملت د سولې د دغې پروسې د حمایت لپاره یوې ملي اجماع ته رسېدلی او ټول په یوه ږغ دغه بهیر ته د امیدوارۍ ږغ پورته کوي او همدارنګه پر افغان حکومت ږغ کوي چې باید د سولې د جریان په باب له خپل جدیت څخه پر شا نه شي ځکه په جنګ کې یوازې غل، غاصب، قاتل، خاین، فاسد، جنایتکار، قاچاقبر او پردیپال ګټه کوي خو په سوله کې د ولس منافع نغښتې دي او دا هغه واقعیت دی چې ولسمشر اشرف غني هم ور ته متوجه دی او څنګه چې نوموړي په خپل ژوندلیک کې د فسق و فساد، قتل و قتال او خیانت و جنایت پاراګراف نلري او نه له غلو سره د جوال خوله نیسي نو دغه واقعیت د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره د هیلو رڼاګانې نوري هم ډېروي او خپروي.