کومه څېړنه چې په افغانانو شوېده، دوی په هر څه کې تر یوه بریده کامیاب راوتلي ، خو یو ډالرته یې نشې ټنګولای. دا غم لړلې یې ډیرې زیاتې خوښېږي او په مقابل کې یې له هر څه نه تېر دي. دا تباه کوونکې جګړه که یو څه خارجي عوامل لري، نو داخلي عوامل یې هم د بحث وړ دي. دا مهال چې د سولې کومه هنګامه روانه ده دا هنګامه نشي کولای واقعي سوله چې د افغان ولس اړتیا او د کلونو غوښتنه ده راولي، بل طرف ته د نړیوالو ځواکونو، افغان دولت او افغان ولس ترمنځ چې کومه د بې همغږۍ او بې باورۍ فضا حاکمه ده سوله یې سخته ټکنۍ کړې ده او دا امکان شته چې په کلونو کلونو دلته نوره هم جګړه ګرمه وساتل شي او د تل په شان یې افغانان او په  ځانګړې توګه پښتانه قرباني شي.

د طالبان لوړ پوړوي قومندانان او د هغوی کورنۍ فعلاً په قطر کې په ډېرې هوساینې او دبدبې ژوند کوي، د ژوند هر ډول امکانات ورته برابر دي، خو په کلیو او بانډو کې بیا بې وزګاره ځوانان د بل په لمسون جنګېږی او ختمېږي، د جنګ دواړو خواوو ته افغانان لاس په ماشه دي ورور، ورور ته په کمین دی، د افغان دولت او د سولې عالي شورا غړي، خو په عالي ژوند کې هېڅ کمی نه ویني او ځکه خو غږ هم نه وباسي،  بیا یې دا امکانات هم له لاسه وځي. خوار، خو عام افغان ولس دی، چې هم یې تپل شوې جکړه تباه کوي او هم یې غریبي او بې روزګاري  وژني، سوله د سختو شرطونو په وړاندې کولو نه راځي، پاکو زړونو، قوي ارادو او آسانه شرطونو ته اړتیا لري.

د جنګ دواړو خواوو ته یو واقعي منځګری پکار دی، چې واقعاً په افغانانو یې زړه وخوږېږي او دې تپل شوې جګړې ته نور د پای ټکی کېږدي، د زیات شمېر ولایتونو والیان او امنیه قومندانان د سولې په نامه ښې واره ناکې پروژې پلې کوي، په تکراري ډول څو ګروپونو ته چپنې او لونګۍ ور واغوندي او قران شریفونه پرې ښکل کوي، موږ وینو چې هره ورځ په مختلفو ولایتونو کې ډلې ډلې ځوانان له سولې عالی شورا سره یو ځای کېږي او د محلي ادارو کلک ملاتړ اعلانوي، خو سوال دادی چې بیا هم ولې پدغو سیمو کې جګړه نه کمزورې کېږي او ښاغلی والي صیب  له خپل دفتر څخه هم بیرون نشي راوتلی؟ له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د لېږد پروسه هم تر ډېره بریده ناکامه ده، اکثره سیمې چې نړیوالو ځواکونو پرېښې دي دا مهال هلته د نظام مخالفین چکر وهي، ټولې رغنیزې پروژې په ټپه ولاړې دي او ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د رسنیو او عامه پوهاوي تمرکز دا مهال په کابل او د هر ولایت تر مرکز پورې محدود شوی دی، په تلویزیونو او راډیوګانو کې چې کومې پیسې د سولې په اعلانونو مصرفېږی که دا د ورځې، هفتې، میاشتې او کال محاسبه شي پایلې یې بې له شکه منفي دي، چې کولای شي سلګونو ځوانانو ته د کار زمینه مساعده او په مټ یې بنیادي کارونه تر سره شي. يوه میاشت مخکې مې په انیس ورځپاټه کې د سولې عالي شورا غړو ته د پېنځلسو لوکسو نویو ګاډود خریداري اعلان ولیده، دوی تر اوسه د سولې پروسې ته څه کړېدي، چېرته یې سوله راوستې ده او کوم ولایت با امنه شوی دی؟ دا ښاغلي او آغلي خو له کابله یوه لوشت هم نشي وتلای، نو کومه سوله؟ په کابل ښار کې مسلح تاوېږي، له کورونو یې زندانونه جوړ کړي او حتی له سوالګر او خیراتګرو نه هم بیرېږي، نو په داسې حال کې به سوله راشي؟

جنګ په کابل هم په زابل دی

تاسې د سولې په شورا کې ورته ناست یې غوړ بریتونه

قسم په خدای ځواب به ورکړئ

دا ولسونه په څو قسمه باندې مرینه

د سر سړي راپاتې نشول

دغه جګړه به مو له بیخه ورکوینه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *