سوله د هر افغان ارمان دی او ټول غواړي چې تلپاتې سولې ته ورسېږي، اما داسې کسان، ډلې او ګروپونه شته چې د سولې مخالفتونه هم کوي.
سیاسي مخالفین
د بن په اول کنفرانس کې د طالبانو او حزب اسلامي د نمایندګانو نشتون د دې باعث شو چې یوه لویه کتله له واک څخه لرې پاتې شي او پر ځای یې یوه کوچنۍ ډله (شمالي ټلواله) واک ته ورسيږي. دغه ډله چې په تیرو وختونو کې یې له محرومیته ډک ژوند تیر کړی و او یوځل د هر څه خاوند شول، په اسانۍ سره دېته حاضره نده چې لاسته راغلی، قدرت، واک، صلاحیتونه او پیسې دې له نورو سره و وېشي. دا چې د سولې په نتیجه کې د دې وطن نورو بچیانو ته هم دا حق ورکول کېږي چې په سیاسي قدرت کې شریک شي، واک ولري، نو واضح ده چې د دغو ګروپونو له واک څخه به کمېږي. له همدې امله مخالفتونه دوام لري، چې سرچینه او عامل یې سیاسي قدرت او اقتصادي مسایل دي.
بهرنۍ حلقې
د ګاونډیو هیوادونو چارواکو تل دا یادونه کړې چې د سیمې ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی دی، خو هېڅ یوه یې هم په افغانستان کې د ثبات او سولې ټينګښت لپاره کوټلي ګامونه ندي پورته کړي. د مخدره توکو لوی کاروبار، افغانستان ته د افراطیانو راشړل او ځان ترې بېغمه کول، سیمه ییز رقابتونه، له لویو قدرتونو سره ټکر، نیابتي جګړې، د ګټو تضمین او … هغه موارد دي چې بهرنۍ حلقې یې دې ته واداره کړي څو د افغانستان ثبات لپاره کار ونه کړي. پدغو حلقو کې استخبارات دخیل دي. چې د پاکستان له آی اس آی څخه نیولې بیا د ایران تر سپاه قدس او همداراز د چین، روسیې او هند استخبارات، هر یو د خپلو ګټو تأمین لپاره کار کوي. ګواکې د افغانستان ناامني د دوی په خیر ده.
کورنۍ حلقې
له سیاسي مخالفینو باوجود په کور دننه داسې کړۍ شته چې سوله نه غواړي. د دغې حلقې په رأس کې چې کوم افراد دي، دوه هدفه تعقیبوي:
مشري:
د دې لپاره چې د ټولنې د لویې پرګنې مشري ترلاسه کړي نو غوښتنه یې دا ده چې ټول پښتانه تر یوه چتر لاندې راټول او خپل راج پرې وچلوي. چې د پخواني حکومت سردمداران یې په رأس کې دي. پخواني حکومت د همدغو سیاستونو له امله د سولې په راوستلو کې پاتې راغی. کنه خو طالبان لا له پخوا څخه حاضر و چې سوله وکړي، البته په شرایطو سره. او دا هم واضح ده چې د سولې لپاره باید شرایط موجود وي، خو هغه مهال داسې شرایط وړاندې شوي وو، چې د بن کنفرانس کې بهرنیو په زور او ځواک راغلیو کسانو ځانونه د ملي مشرانو په توګه وړاندې کول. په داسې حال کې چې د همدغو کسانو پر ضد طالبان جنګېدل، نو څنګه ممکنه ده چې د بهرنیو په زور او ځواک راغلي کسان/کس د ملي مشر په توګه ومني. له همدې امله د سولې خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې.
دښمني:
پخواني ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته ۲۱ سفرونه درلودل، اما یوه سفر هم مثبته لاسته راوړنه نه درلوده. د لاسته راوړنې نشتون د دې باعث شو چې عقده مند شي او له پاکستان سره خپلې ټولې راشې درشې د دښمنۍ له عینکو وګوري. د پخواني حکومت لوړپوړي امنیتي مامورین پدې نظر و چې له پاکستان سره له جګړې پرته بل کار نشي کېدای. خو دوی نه د جګړې لپاره سړي درلودل او نه هم امکانات، بلکې د امریکا په مرسته یې پوځ جوړ شو، د امریکا په مرسته دوی واکمن شول او د امریکا په مرسته د آرګاه او بارګاه خاوندان شول. دوی اوس هم پدې نظر دي چې پاکستان ته باید نږدې نشو، بلکې د دښمنۍ له لارې ورسره مخته لاړ شو. خو دا واقعیت یې له پامه غورځېدلای چې په یوه سیمه کې داسې پراته ګاونډیان چې یو یې اتومي وسلې لري او بل یې د خپل پوځ لګښت نه لري په هېڅ حالت کې سره برابر نه دي او له دې پرته چې نااعلان شوی جنګ د هېواد د بربادۍ باعث شي بله نتیجه له ځانه سره نه لري.
همدغه دوه واقعیتونه اوس هم موجود دي. لا هم د مشرۍ ادعا موجوده ده او لا هم دښمني پالل کېږي. اما دا ځل یې رنګ بدل شوی دی.
ځکه د پخواني حکومت د چارواکو مشري له زوال سره مخ ده. په حکومت کې حضور نه لري څو خپل سیاستونه دوامداره کړي.
دوی سوله ځکه نشي زغملی چې دوی پکې ناکام شول. د سولې د خبرو شروع کېدل د دوی په ناکامۍ د صحت مهر لګوي. دوی په داسې حال کې د سولې په راتګ کې ناکام شول چې پریمانه پیسې ورسره وې، د امنیت تأمین د بهرنیو په لاس کې و، په کور دننه ستونزې کمې وې او … خو کله به دوکاندار د طالب نماینده په توګه ترې پیسې وتښتولې او کله به ځانمرګي د سولې شورا او ملي امنیت پر رئیسانو وربرابر شول.
اوس وخت کې د هېواد ټول امور د دوی په لاس کې ندي خو بیا هم مخالفتونو ته دوام ورکوي. اما د مخالفتونو رنګ بدل شوی. که پخوا د دولت په توګه مخالفت کېده، اوس د سیاسي مخالفینو په جامه کې مخالفت کوي. رسنۍ په اختیار کې لري، په پارلمان کې کسان لري، په حکومت او امنیتي ادارو کې خپل کسان لري چې هر یو پخپل وار سره د سولې په مخالفت کې خپل رول لوبوي. خو ډيره تکیه یې پر رواني جنګ ده. د رواني جنګ لپاره توجیهات او شایعات په کار دي. د دوی رسنۍ له شایعاتو ډکې دي. اجتماعي رسنۍ یي هم پر شایعاتو ډکي کړي.
خو توجیهات به څنګه جوړوي؟
د توجیهاتو لپاره مصنوعي حوادث مهم دي. دوی له خپل نفوذ، تورو پيسو، افرادو او شبکو په ذریعه مصنوعي حوادث جوړوي او د تبلیغاتو لپاره ترې استفاده کوي. پدغو حوادثو کې د اسنادو افشا کول او د بریدونو ترسره کول شامل دي او د ټولو موضوعاتو په سر کې ځای لري. وروستي حوادث د همدغو توجیهاتو لپاره دي.