تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې پر پروسې د خبرو په نیت پرون (دوشنبه) له امریکا څخه د افغانستان او قطر په لور راوخوځېد.
ښاغلی خلیلزاد به د اګست تر لومړۍ نېټې پورې په سیمه کې وي.
ښاغلی خلیلزاد به دا ځل د افغانستان له حکومت سره د سولې په راتلونکو اقداماتو وږغېږوي او په ځانګړي ډول به د سولې په مرکچي پلاوي، چې ټاکل شوې ده په بین الافغاني خبرو کې ګډون وکړي، له افغان چارواکو سره سلامشوره وکړي.
ښاغلی خلیلزاد به له مدني فعالانو، د ښځو د حقونو له مدافعانو او سیاستوالو سره هم خبرې وکړي څو هغوی د سولې په پروسه کې پراخې برخې اخیستو ته وهڅوي.
وروسته به زلمی خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره خبرې وکړي.
مخکې طالبانو ویلي و چې د دواړو خواوو د خبرو اووم پړاو لا بشپړ شوی نه دی.
د جولای په اوومه او اتمه په قطر کې طالبانو له یو شمېر افغان سیاستوالو او فعالانو سره د خبرو په پای کې ځینې ژمنې وکړې خو دواړو خواوو په تېره بیا د ملکي مرګ ژوبلو د پای ته رسولو په اړه خپلې ژمنې پوره نه کړې.