د سولې خبرې تودې دي، ستړي او جنګځپلي هېوادوال ورته په تنده په تمه دي او شېبې شماري. خو د سولې په اړه دا څلور مطلقې او باوري خبرې له شکه لرې دي:

۱ـ امریکایان نه وځي. یوازې خپل حضور د هغې اړتیا له مخې بدلوي، د کوم هدف لپاره چې دوی افغانستان ته راغلي دي.

۲ـ د سولې لپاره بېړه او ډراماتیک بدلونونه د امریکا په متحده ایالاتو کې له راروانو انتخاباتو سره مخامخ اړیکي لري او د ټرامپ د بیا ګټنې لپاره یو تکتیکي حرکت دی.

۳ـ په دوحه کې مذاکرات د دوو دوښمنو لوریو ترمنځ نه دي شوي، بلکې د دوو ډلو ترمنځ د وخت وژنې په پار خبرې شوي، چې د دواړو مشري په مخامخ یا نامخامخ توګه له امریکا سره ده او د پاکستان مشورې هم په کې ځای لري.
۴ـ طالب نه دی بدل شوی، هماغه دی، چې و.
درې لیدلوري، درې احتمالات :

بدبین لیدلوری:

امریکایان یوازې له طالبانو سره اوربند کوي او خپل حضور ورټولوي ( پای ته یې نه رسوي، بلکې ځانګړیو بېسونو ته یې ور محدودوي ) . طالبان کټ مټ د جهادي تنظیمونو په شان ځانونه د جګړې فاتحان ګڼي او د امریکا ماتوونکي بریښي، بیا نو په ظاهره د امریکا له ملاتړه بې برخې شوي حکومت سره د مذاکرې پیل ته کوم ضرورت نه شته. ملي امنیتي ځواکونه د بودجې او امکاناتو د نشت له امله کمزوری کیږي او طالبان حکومت نیسي او یا هم په بین الافغاني مذاکراتو کې د فاتح دریځ په ورخپلولو سره حکومت د ځان ګڼي، په سوله ییزه بڼه او د پاکستان تر مخامخ قوماندې او اوامرو لاندې ملی امنیتي ځواکونه منحلوي. ( هغه ډول چې یوځل ملاستانکزي ویلي وو) طالبان د بشپړ شرعي نظام بیا ټینګښت غواړي، له لوستیو او ملي فکره افغانانو سره یې عقده زیاته وي او له بلې خوا پاکستان هم له هغو افغانانو څخه د کسات تږی دی، چې په تېرو شلو کلونو کې ورڅخه ځورېدلی دی. طالب له پاکستانه لیستونه له ځانه سر ه راوړي او وژنې، ترور، تبعید، اعدامونه او شکنجې پیلیږي. پاکستان غواړي ټولو ملي فکره افغانانو ته تاریخي سبق ورکړي.

شمال ټلواله بېرته سره منسجمه کیږي، هندوستان، ایران، روسیه او ځينې نورهېوادونه ورته دانه اچوي او په شمال کې د اوزبېکو، تاجیکو، هزاره وو او لوستیو پښتنو مقاومت پیلیږي. د دې کیسې پای د هېواد تر وېش او کورنۍ اوږدمهالې جګړې پورې په تیارو کې ورک دی.

خوشبین لیدلوری:

امریکا او نړۍ مذاکرات تر پایه څاري. د سولې په لومړیو ورځو شپو کې طالبان په هوښیارۍ او چټکۍ ځان د پاکستان له یرغمله خلاصوي او خپلې کورنۍ د پاکستاني پوځ له تېغه ژغوري. امریکا طالبانو ته قومانده ورکوي، چې په اورکم پسې اوربند وکړي، د دواړو لوریو زندانیان خلاصیږي او تر اعتماد رامنځته کېدو وروسته طالبان د حزب اسلامي په شان له حکومت سره سوله کوي، ځینې څوکۍ ورخپلوي، په ملي امنیتي ځواکونو کې یې صفوف ورګډیږي. طالبان د اساسي قانونو تعدیل غواړي، خو له سیاسي لارې، یعنې د لویې جرګې په غوښتنه. وروسته د یوه سیاسي جریان په توګه ځان ځواک ورخپلولو ته چمتو کوي . په دې صورت کې طالبان له تاریخي پلوه دوه امتیازه ورخپلوي:

لومړی : ریښتیا هم د امریکایانو د حضور د محدودولو کرېډيت ورخپلوي او په سیاسي مهارت د خپلواکۍ غوښتونکي متشدد خوځښت هویت ورخپلولای شي.

دوهم: په راتلونکیو دیموکراتیکو سیالیو کې به په تېره بیا په کلیو کې د رایو د بانک حیثیت ورخپل کړي او هر لوری چې غواړی بریالی شي، طالبانو ته به سیاسي امتیازات مني، ځکه دوی به د جهادي تنظیمونو تاریخي تېروتنه نه وي کړې او د خپل تور نوم په سپینولو به یې خواري کړې وي او په کلیو کې به نیم و نیم کله درناوی ولري.
درېیم ډول لیدلوری :

په بین الافغاني مذاکراتو کې طالبان سره ویشل کیږي، منځمهالي او معقول مشران یې سوله کوي او ځان د پاکستان له یرغمله ژغوري، څه څوکۍ ورخپلوي او له حکومت سره منحلیږي، خو جګړه پای ته نه رسیږي. د طالبانو جنګي ډلې، چې لا هم د پاکستان تر یرغمل لاندې دي، سپین بیرغونه غورځوي او تور راپورته کوي، د داعش صفوف پیاوړي کیږي. د طالبانو وجودي فلسفه له منځه ځي خو نوی دوښمن په لا نور قساوت او خونړۍ تنده ډګر ته راځي. امریکایان خپلو هډو ته ورمحدودیږي، خو سعودي، امارات او نور هېوادونه د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړتیا په غاړه اخلي، د داعش او نورو تکفیري ډلو مخه له افغانستانه و نورو هېوادونو ته اوړي او قضیه نوره هم پېچلې کیږي. افغانستان ورو ورو د عراق او سوریې په برخلیک اخته کیږي. دلته لا د چین سینکیانګ، د روسيې لپاره د منځنۍ اسیا حوزه او ایران تر مخامخ تیر رس لاندې دي.
۲۰۲۰ کال ۱۹۹۵ کال نه دی

که طالبان دا ځلې په یوازې سر دحکومت کولو شوق ولري، نو باید پوه شي، چې اسانه نه ده، تېر ځل خلک له تنظیمي وحشته تر سپږمو راغلي ول او طالبان یې سم نه پېژندل.

هغه مهال خلکو ته د طالبانو او پاکستان ترمنځ د بادار او غلام اړیکه نه وه معلومه.

په وړاندې عقده عمومي او ملي نه وه. یوازې یوشمېر لوستیو، چپیانو، روښانفکرو او له سیاستونو باخبره افغانانو له پاکستانه کرکه کوله، نورو عامو خلکو پاکستان ته د یوه اسلامي ګاونډي په سترګه کتل. خو په ۲۰۲۰ کې وضعیت کورټ سرچپه دی، ټول ملت د پاکستان ضد عقدې پر سر اخیستی او طالبانو ته هم د پاکستان یرغمل شوي ایډیولوژیک لښکر په سترګه ګوري، دا ځل د پاکستان خواخوږي په هغه شمېر کې دي، لکه په ۱۹۹۵ کې چې یې دوښمنان ول.

هغه مهال د باسواده افغانانو شمېر له یو میلیونو څخه نه اوښت، مکتب لوستي یې تر څو سوو زرو او لېسانسه ګان یې تر پینځه ویشت زرو ډېر نه ول. روښانفکره افغانان له هېواد وتلي یا وژل شوي وو. په ټول هېواد کې یوازې شریعت غږ راډیو وه او ځینو خلکو به بي بي سي اورېده، چې هغه هم د انګریزي پالیسۍ له مخې د طالب په ګټه غږېده.

اوس یوازې ۱۲ میلیونه افغانانو ښوونځي ته ځي او عصري علوم لولي، تر نیمايي اوښتی نفوس باسواده دی او د لېسانسه ګانو شمېر تر میلیون پورې رسیږي، د ماسترۍ او ډکتورا خاوندان هم له شمېره وتي دي. خلکو د ښاري او عصري ژوند خوند لیدلی دی. پانګې دوران کړی او برېښنا و پوخ سړک تجربه شوي دي. د هر افغان په جیب کې د رسنیو یوه بشپړه مجموعه پرته ده او له ټولې نړۍ سره اړیکي لري. افغانانو د خپل غږ پورته کولو خوند لیدلی دی او له نیوکو، انتقادونو، خپل غږ پورته کولو او ( نه یې منم !) سره عادت شوي دي.

دیني استبداد نور نه شي زېږېدلی مګر دا چې نیمايي نفوس ووژل شي او څلورمه برخه له هېواده وتښتي او طالبي فکر یوازې پر ۲۵ سلنه کلیوال نفوس حکومت وکړلای شي.

که څه هم د پاکستان تاریخي عقدې ښايي همدې ته هم چمتو وي.
نو که طالب په دې فکر کې وي، چې بیا به راشي، خلک به ورته ترانې وايي، په غاړو کې به یې پلاستیکي ګلان ور اچوي او یا به یې ریښتیا د اسلام لښکر بولي، دا بیخي ناممکنه ده.

By Editor2

2 thoughts on “د سولې په اړه دری ليدلوري او را روان حالات | علي محمدزی”
  1. ویل کیږی چی د سولی نتایج هم منفی خواته روان دی ځکه دوستم په جوزجان کی د طالبانو پر ضد د جګړی اعلان وکړ او همدارنګه کیدای شی په همدی حساس وخت کی د ټاکنو کمیسیون خپلی پریکړه اعلان کړی کچیری د ګلبدین تحلیل او نظر ته وکتل شی نو داسی معلومیږی چی ټاکنی دوهم رونډ ته ځی کچیری د دولت جوړونی ټیم غړو نظرونو ته وکتل شی داسی ښکاری چی اشرف غنی بریالی اعلان نو اشرف غنی بریا لپاره عبدالله ټیم د ۲۰۱۴ کال د ټاکنی په څیر دوستم موازی حکومت اعلان وکړ چی لدی سره سم د عبدالله نږدی کسان یعنی معنوی او کریم خلیلی او د ربانی ځوی د خپل ګوند له ادرسه دا بریا د ځان ناکامی ګڼی نو لدی ښکاری چی امریکا پدی خاوره داسی موازی دولتونه یا نظامونه جوړول غواړی چی افغان ولس تر دایم پوری خپل داخلی جنګونه کی ښکیل شی مګر باید وویل شی په سر کی امریکا کچیری طالبان په بن اولنی کنفرانس کی دعوت کړی وای نو نن به زموږ هیواد دا ډول ناخوالی شاهد نه وو نو نن به دومره بمبار او انتحار په افغانستان کی نه وو

    تر پرونه به پاکستان ملابرادر نه بندی کیده
    ملا منصور او ملاعمر به په پاکستان کی نه وژل کیدل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *