له هغې ورځې چې پاکستان د طالبانو په ژبه د افغان حکومت پر ځای د سولې د مذاکراتو د پاره امریکا وټاکل تقریباً ممکنه مذاکرات تر ناممکن لوري یوړل ځکه امریکا چې د نړۍ یو زبر ځواک دی د طالبانو غوندي یوې اجرې ډلې سره خبرې یې د ځان سپکاوی ګاڼه خو د بلې خوا د امریکا د تاریخ اوږدې جګړې کورنی فشارونه او په افغانستان کې جګړې د نامعلوم حالت دوام امریکا دې ته و هڅول چې د طالبانو سره خبره یوې خوا ته کړي.
خو د بلي خوا یې د طالبانو سره مستقیم مذاکرات د افغانستان د استقلایت او د افغانستان سره د اتحاد پر ضد هم یو ګام باله او تل یې د مذاکراتو لوری افغان حکومت معرفي کاوه ځکه افغان دولت د طالبانو سره د ټولو هغو مذاکراتو سخت مخالف کاوه چې دوی په پکې دخیل نه وي.

خو دا چې پاکستان د طالب په مټ ځان پر افغان دولت لوړ ګاڼه او د هغو امتیازاتو هیله یې هم نه ځینې لرل چې د امریکا یې لرلې.
خو په دې ورستیو کې د ترهګرۍ پر خلاف د ولسمشر ټرمپ جدیت او پر پاکستان سیاسي او اقتصادي فشارونو که څه هم پاکستان له ستونزو سره لاس وګریبان کړ خو د ترهګر پاللو د بهرنۍ پالیسۍ په توګه د ترهګرو له استعمالولو ونه شو ګرزولای. خو د خپل غرور سره سره امریکا د افغان حکومت په سلا په ورستیو کې زړه ښه کړ چې د طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي خو د روان کال د وږی پر ۱۴ د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپیو زلمی خلیزاد د افغان سولې په تړاو ددغه وزارت د مشاور په توګه وټاکه او په ورته وخت کې مایک پمپیو د افغان سولې ته د رسېدو تر تیر وخت ډېر هیلمندي وښوده او ظاهراً یي خلیلزاد د سیمي وضعیت او سیاست سره دده بلدتیا یاده کړه.
خو داسې ښکاري چې امریکا د سولې په تړاو د خلیلزاد اهمیت د دده د نژاد په اساس بشپړ درک کړی دی چې هم یو افغان دی هم امریکایي ، هم به د سولې په تړاو د امریکا استاذیتوب وکړي او هم افغان حکومت ته د یو افغان امریکایي په صفت اعتمادي شخصیت وي ، دی که د امریکا تر څنګ د افغان حکومت غیرمستقیم استاذیتوب کوي ښایي افغان حکومت پرې اعتراض هم ونه لري ځکه د پاکستان پر ضد د خلیلزاد سخت دریز به د افغان حکومت هغه اندېښنې تر ډېره لیري هم کړي چې د خلیلزاد په استثنا به یې د بل امریکایي چارواکي د پاکستان سره د سولې په باب لرلې.
خو شک نشته چې پاکستان به د امریکا د خارجه وزارته د خلیلزاد پر ټاګنه خوښ نه وي ځکه دوی چې کمي هیلې لرلې د خلیلزاد یې توقع نه شي کولای خو له اعلان شوی مذاکراتو له کولو پرته به پاکستان ته بل سم انتخاب پاته هم نه وي.
بصیر عاصم