د سولې عالي شورا غړو له وسله والو طالبانو سره له هېواده بهر د دغې شورا د ځنډیدلو مذاکراتو د بیا پیلولو خبر ورکړی دی.

د دغې شورا غړی او د نړیوالو اړیکو د برخې مشاور محمد اسماعیل قاسمیار رسنیو ته ویلي،چې دغه خبرې به د وسله والو طالبانو او سولې شورا د دوه اړخیزې هوکړې مطابق نیږدې مهال په دوبۍ کې پیل شي.

د پوښتنې وړ مسله

د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د سولې په نوم د خبرو د پیل اعلان له مختلفو اړخونو څخه د پوښتنې او بحث وړ مسله ده.

په دې اړه په خپرو شویو مطبوعاتي راپورونو کې د دغو پلان شویو خبرو پوره جزیات نه دي روښانه شوي،خو دا اعلان به د افغانستان په خورا مصروفه سیاسي ماحول کې خلک له یوې بلې سرګردانۍ سره مخ کړي. بیا به د رسنیو څه برخه او شنونکي پردې بوخت وي،چې د دې خبروڅرنګوالی،اړتیا،ستونزې او احتمالي پایلې تحلیلوي،خلک به هم شېبې شماري چې دا ځل به د سولې اساسي او اوږدمهالی ارمان یې پوره شي کنه؟

د سولې خبرو د پیل مسله که په ټوله کې هروخت افغانانو ته یو ښه خبروي،ورسره خلک په زیاتو دلایلو د دغو خبرو په اړه زیاتې پوښتنې لري.

اوس هم داسې شکونه او اندیښنې شته،چې کیدای شي بهرنیانو په خاص ډول ګاونډي پاکستان د پخوانیو تجربو له تکرار سره د سولې په نوم کومه نوې لوبه پیل کړې وي.

پرافغان حکومت،سولې شورا او وسله والو طالبانو هم د ځینو پټو هدفونو لپاره د دغسې خبرو او هڅو د اوازه اچولو شک کیدای شي.

یوازې تشې خبرې

له نیږدې څلویښتو کلونو څخه چې افغانان له کومې پدیدې څخه ډېرځوریږي،جګړه نومیږي.

په دومره موده کې څومره چې له جګړې څخه شکایت شوی،هغومره سوله ضرور ګڼل شوې. په جګړه کې ښکېلو پیاوړو،کمزورو،ګرمو او ناګرمو غاړو هریوه همدا ویلي،چې سوله غواړي،په دې برخه کې قربانۍ ته تیاردي او هرډول هڅې کوي.

دا موقف ګیرۍ تقریباً هروخت  ترخبرو او سیاسي شعارونو محدود پاتې دي،خو په عمل کې نه دي لیدل شوي چې یوه اړخ هم په جدي ډول د سولې د تحقق لپاره کومه عملي قرباني ورکړې وي.

د افغانستان د سولې زیاتې پروسې تر روانې اوسنۍ پروسې پورې په دې تورنې دي،چې د سولې په اړه واقعي اخلاص پکې نه دی موجود.

هرځل د جګړې یوه لوري بل اړخ سولې ته په نه اخلاص تورن کړی،په عین حال کې یو هم نه دی چمتو شوی چې له خپله اړخه د خپل دغه اخلاص د لرلو د زبات په خاطر له خپلو غوښتنو او شرطونو څخه په ځانګړي ډول په واک کې د شراکت له غوښتنې تېرشي.

دوی هریو د جګړې ماشین چالان ساتلی او د وینې بهولو مبهمه لوبه جاري پاتې ده.

دې ترخو واقعیتونو ته په کتو سره ویلای شوو، چې په افغانستان کې د نورو زیاتو اړتیاوو په شان سوله هم یوازې یو خیالي ارمان ساتل شوی.

دلته تراوسه هغه معیارونه ټاکل شوي او ټولو غاړو منلي نه دي،چې له مخې یې سوله،د سولې د راوستو لارې چارې،د سولې لپاره منځګړی ادرس او نور اصول تعریف او عملي کارورته وشي.

 د افغانستان په اوسنیو حساسو او له خورا نورو تاریخي مسولیتونو څخه په ډکو سیاسي شرایطو کې د سولې د سمبولیکو او بې پایلو هڅورامیدان ته کول په پورتنیو دلایلو مناسب کارنه ښکاري.

د سولې په اړه ډېرنورڅه چې مخکې یې د ځينو یادونه وشوه،لومړنۍ اړتیاوې دي،د لومړیتوبونو له پوره کولو او د سولې د ادرس له اصلاح کولو وروسته باید د عملي اقداماتو خبره مطرح کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *