د ۱۳۹۵ کال د تلې ۱۰مه
بسم الله الرحمن الرحيم
والصلح خير
ویاړمن افغانستان او مظلوم، خو باشهامته افغان ولس له درې لسیزو زیات د جګړو په اور کې سوزېږي. د ماشومانو، ښځو، لویانو او ځوانانو وینه یې په بیرحمۍ تویېږی او خاوره یې د لویو لوبو ښکارشوې ده.
د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې له سلګونو افغانانو چې پوهان، علمي او فرهنګي شخصیتونه ، قومي مشران او د ښځو او ځوانانو استازي پکې شامل وو، د سلا او مشورو په نتیجه کې د سولې په حیاتي اړتیا او له جګړې څخه په کرکه او مخالفت هوکړې ته ورسېدل او لاندې پرېکړه لیک یې صادر کړ:
- د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د حزب اسلامي افغانستان تر منځ د سولې تړون لاسلیکول تايیدو او ملاتړ یې کوو. هیله لرو د یاد تړون ټول بندونه عملي شي چې د یو پراخ بین الافغاني او تمام شموله سولې پروسې پیلامه وګرځي.
- پر افغانستان او افغانانو تپل شوې جګړه دې ډېره ژر ودرول شي، ځکه جګړه د هیڅ ستونزې حل نه ده، بلکې پخپله تر ټولو لویه ستونزه ده او د هېڅ لوري په ګټه نه ده . له ټولو خواوو غواړو چې مذاکره، مصالحه او سوله د ټولو افغانانو د غوښتنې په توګه تایید کړي.
- له افغان دولت نه غوښتنه کوو؛ خپل لومړنی مسوولیت چې ولس ته د سولې او امنیت ټینګښت دی، عملي کړي. د سولې هڅې دې ګړندۍ کړي، عملي او فعال شکل دې ورکړي، د سولې عالي شورا او ورته هڅې دې پوره فعالې او اغیزناکې کړي. همداراز د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې تر انتقاد اوچت عملي ګامونه واخلي.
- له افغان دولت او نړیوال ایتلاف نه غوښتنه کوو چې د افغانستان په دننه کې د وسله والو مخالفینو د یو ادرس له جوړېدو سره دې مرسته وکړي چې د سولې مذاکرات ممکن او اسان شي.
- د سولې پروسه باید د ادغام او تسلیمېدو په مفهوم و نه کارول شي، بلکې د پخلاینې او مفاهمې په محتوا کې باید مطرح شي.
- د دولت له وسله والو مخالفینو هم کلکه غوښتنه کوو چې د سولې د هر معقول حرکت ملاتړ وکړي، ولس ته د سولې ډاډ ورکړي، د ښوونځیو، روغتونونو او عامه تاسیساتو د تخریب مخنیوی وکړي او که ریښتیا دوی د دغو ورانیو مخالف وي، خپله بېزاري دې ترې اعلان کړي. همداراز د ملکي کارکوونکو، ښوونکو، علماوو او قومي مشرانو د وژنو مخنیوی دې وکړي.
- له افغان سیاسي، دیني او ټولنیزو مشرانو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د خپلو نیکونو په څیر دې په اخلاص او صداقت بین الافغاني خبرو اترو ته کېني، د انحصار او بې باورۍ فضاء دې ماته کړي او نړۍ ته دې ثبوت کړي چی افغانان د خپلو ستونزو د تشخیص او حل دواړو استعداد لري.
- له نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د سولې لپاره د افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي. د ړندو بمباریو، د ملکي خلکو د وژنو او دشپې له خوا د کورونو د تلاشۍ په بندولو او د بېګناه بندیانو په خوشې کولو کې دې مرسته و کړي. د افغانانو کلتور، دین او ارزښتونو ته دې درناوی وکړي. ابرومنده روغه جوړه دې تر ټولو لوړ لومړیتوب و ګڼي. د جنګي مجرمینو، انحصارغوښتونکو او دسولې له مخالفینو دې ملاتړ نه کوي او دوی ته دې امتیاز او شناخت نه ورکوي.
- له ملګرو ملتونو څخه په کلکه هیله کوو چې ټولې دخیلې خواوې دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرسته او ملاتړ وکړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېست څخه دې د شاملو افغانانو نومونه وباسي او د خپل سرنوشت په ټاکلو کې د ټولو افغانانو د حق په اعاده کې دې همکاري وکړي.
- له ګاونډیو هیوادونو کلکه غوښتنه کېږي چې د خپلو ولسونو او هیوادونو د ساتلو او له افغانانو سره د ښه ګاونډیتوب په خاطر دې خپلې ټولې هڅې په افغانستان او سیمه کې د سولې راوستلو ته متمرکزې کړي او په خپلو پالیسیو او پروګرامونو دې داسې بیا کتنه وکړي چې مثبتو بدلونونو ته لار هواره کړي.
- له ټول افغان ولس څخه هیله کېږي چی په هر ځای، هر موقف او هر حالت کې د سولې له مفهوم، پروسې او عملي کېدو څخه ملاتړ وکړي. د سولې له مخالفانو څخه هم په ټینګه غواړو چې د سولې په وړاندې ونه دریږي او پدې ډول له افغان نجیب ملت سره خپل تړون او اړیکې وساتي.
- د رسنیو په ګډون له ټولو مدنی بنسټونو څخه غواړو چې د سولې د فرهنګ د عامولو لپاره کار وکړي، دا ډول غوښتنو ته دوام ورکړي او دخپل کور او ولس پر سر د لګېدلي اور په مړ کولو کې په هره ممکنه لاره خپله دنده او مسوولیت اداء کړي.
والسلام
د افغان کلتوري ټولنو ګډه