تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۱۳ مه: د حکومت یوې مؤثقې سرچینې تاند ته ویلي، د سولې د نهايي هوکړې پر سر د ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد تر منځ سخت اختلافات راغلي چې له کبله یې کېدای شي امریکایان هڅه وکړي د هوکړې لاسلیک ته اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله رامخکې کړي.
زلمي خلیلزاد په خپله تازه مرکه کې ویلي، افغان حکومتي مشرانو ته یې د سولې نهايي متن فقط د لوستلو لپاره ورکړی او بېرته یې ترې اخیستی دی.
سرچینه وايي، ولسمشر غني نه غواړي چې له طالبانو سره هوکړه د اسلامي امارت په نوم لاسلیک شي، دغه راز خلیلزاد د سولې له هوکړې سره په خوا کې ورته نوې پاڼه هم مخته ایښې ده چې په هغې کې به ټاکنې ځنډېږي او انتقالي حکومت به راځي، خو سرچینه وايي، ولسمشر خلیلزاد ته ویلي چې ستاسې د مذاکراتو پروسې چې تر اوسه نتیجه ور نه کړه نو نه شي کېدای چې افغانان د طالبانو د راتګ لپاره لومړی جمهوریت سقوط کړي او بیا چې د طالبانو څه خوښه وي همغسې نظام راشي.
سرچینه وايي، خلیلزاد ولسمشر غني ته ویلي، چې هوکړه ورسره ومني ګني دوی لپاره بل انتخاب هم شته او هغه عبدالله عبدالله دی چې له امریکا سره یې ښې اړیکې پاللې دي.
پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي هم تاند سره په خبرو کې دا له امکانه وتلې ونه بلله چې ګواکې ولسمشر غني او خلیلزاد د سولې په هوکړه د اختلافاتو ښکار شوي دي: (( لوی اختلاف خو همدا دی چې امریکا ټاکنې ځنډول غواړي مګر ولسمشر غني پر ټاکنو ټینګار کوي.))
نوموړی وايي، امریکا غواړي چې له یو نه تر لس ځلونو پورې هم که ممکن وي ټاکنې وځنډېږي.
نوموړی وايي، ولسمشر غني به تر یو وخته پورې په خپل ضد ودرېږي، خو د امریکا له لاسه مجبور دی چې تسلیم شي.
بلخوا د ارګ ویاند صدیق صدیقي دا نه وايي چې د ولسمشر او خلیلزاد تر منځ څه تېر شوي، خو نوموړی وايي، هوکړه باندې افغان حکومت امریکا ته خپل ملاحظات وړاندې کوي.
صدیقي وايي، تر اوسه نه شي ویلي چې حکومت به د دې هوکړې هرکلی وکړي که نه.