د افغانستان حکومت او متحده ایالاتو له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو سره د سولې لپاره هلې ځلې پیل کړي د سولی عالي شوری یې رامنځته کړي د سولې پروسې د پروګرام تر چتر لاندې یې ددې بهیر سره د یو ځای کیدونکو جنګیالیو لپاره رنګارنګ امتیازات اعلان کړي که څه هم کله ناکله ددې پروسې له لارې ځینې جنګیالې خپلې وسلې پر ځمکه ایږدي او د سولې له پروسې سره یو ځای کیږي خوبیا هم اغیزمن پروګرام نه دي .
افغان دولت اومتحده ایالاتو له پاکستان، سعودی عربستان، قطر او نورو اغیزمنو هیوادونو او اړخونو وغوښتل چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته او همکارې وکړي او خپل اثر او رسوخ وکاروي ددې هلو ځلو په پایله کې طالبانو په دوحه کې خپل دفتر هم پرانیست اوخپل ډیپلوماټان یې ورولیږل د طالبانو سیاسې دفتر غیر له دې چې یو څو ورځې د رسنیو د سر خبر و نور هیڅ د پام وړ پرمختګ ونشو په پیل کې ددفتر پرانیستو نوی هیلې او امیدونه وزیږول او داسې وانګیرل شوه چې ګواکې د سولې پر لور یو ګام واخیستل شو د طالبانو سیاسې دفتر یو څو ورځې پرانیستي و خو د لوحې د نصبولواو د طالبانود بیرغ د راځړولو قرباني شو په پای کې پسې وتړل شو.
له بل لورې دپاکستان له زندانونود طالب بندیانو د ازادئ لړئ دوام لري او په وروستې پرمختګ کښې پاکستان د طالبانو د رژیم لوړپوړې چارواکي او د ملا محمد عمر مرستیال ملا عبدالغني برادر د سولې د بهیر سره دمرستې او همکارۍ په موخه خوشي کړ تر دي د مخه هم ګڼ شمیر طالب چارواکې د سولي د بهیر سره د همکارئ په تړاو خوشي شوي څو میاشتي وړاندي د سولی د عالی شوری په غوښتنه پاکستان یو شمیر لوړپوړي طالب مشران له زندانونو پریښودل چې د سولې په بهیر کې مرسته وکړي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د منځګړو رول ادا کړي ټول دغه بندیان نادرکه او تر دا دمه یې هیڅ سرنوشت نه دی مالوم نه تري څوک خبر دي چې چیرته اوسیږي ډیري یې بیرته د جنګ ډګر ته ستانه شوي.
ډیري افغان نظامي شناندې او د سیاسې چاروکارپوهان په دي باور دي چې له بنده ازادشوې طالبان بیرته د جنګ لیکو ته ستانه شوې او یو ځل بیا یې ددولت په وړاندې د مقاومت سنګرونه تاوده ساتلي..
هندوستان ،پاکستان ، روسیه،ایران او نور سیمه یز قدرتونه د داسې سولې غوښتونکې دي چې ددوئ ګټې په کې باید خوندې وي کوم چې تر ډیره بریده یو نا ممکن کار دي ددولت دننه هم یو شمیر کړئ د سولې سره مخالفت کوي.
د موضوع اصل اړخ امریکا، ملګری ملتونه ،افغان دولت بیابیا همدا غوښتنې کوي چې طالبان باید د افغانستان اساسي قانون ومني د میرمنو د حقونو ملاتړ وکړي د القاعده له ملاتړ نه لاس واخلي وسله پر ځمګه وغورځوې دا هغه غوښتنې او شرایط دي چې طالبانو ته د منلو نه دي. د طالبانو په ځینو کړیو کښې داسې ګونګوسې خپاره دي چې ګواګې امریکا د ماتې او نسکوریدو په درشل کې ده له همدې امله یې سولي ته غاړه ایښي دوئ داسې انګیري چې د افغان دولت او امریکا له متحده ایالاتو سره باید بیخي خبري اتري ونشي ځکه چې امریکا پر دي ډول پخپلې ماتې پرده اچوي او په پت او عزت له افغانستانه وتل غواړي او په دی ترتیب د طالبانو دولس کلنې قربانئ تر پښو لاندي کیږي تقریبا ورته هغه حالات دې چې د روسانو له وتلو وروسته د ډاکټر نجیب الله حکومت د مجاهدینو سره د سولې او خبرو اترو غوښتنې کولي مجاهدینو ځکه نه منلې چې کومو موخو لپاره هغوئ جنګیدل هغه څه د مجاهدینو په اند نه و ترلاسه شوې که څه هم په هغه وخت کښې د سولې لپاره ورته اقدامات شوي و پورته یادو ستونزو په نظر کښې نیولو سره دا د سولې ګرمي ډنډورې دي چې تش په نامه شعارونه دي او په عمل کښې هیڅ داسې نه تر سترګو کېږي چې د خبرو اترو له لارې د یو باثباته پرمختللې سرلوړې او ودان افغانستان د رامنځته کیدو ضمانت وکړي
ډیره مننه شه لیکنه وه
بایدټول خلګ په دی پوسی چی طالبان دا۱۲کاله دسه لپاره جنګیدل کی داشرایطوته غاړه ایشوی اوله ورزبی ایشی وای نی په زرونه په زوریوهم نه وه منل بایدباحساسه افغانان خپل زان په خپله پوه کړی