تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /سې شنبه/ د سولې د کاروان د هرکلی لپاره د کابل حضوري چمن ته لاړ.

له هلمنده د سولې کاروان له څو سوه کیلومتره پلې مزل، لوږې، تندې او سختې ګرمۍ وروسته پرون /دوشنبه/ کابل ته ورسېد.

د افغانستان ولسمشر د سولې د کاروان غړیو ته په وینا کې وویل چې د دوی د دې بې ساري – مدني حرکت قدر کوي.

ده وویل«سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده او زه حاضر یم هر چېرې چې تاسې وایاست، د سولې لپاره ولاړ شم. ستاسې مدني حرکت نړۍ ته وښوده چې د افغانستان ملت یو مدني ملت دی، جنګ، د چاودنو غږ او انتحار ته “نه” وایي.»

د سولې په کاروان کې یو هم (پاس) زهیر احمد زنداني دی چې ولسمشر غني لاس ورکړی. ۲۷ کلن زنداني څو کاله پخوا د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې له سترګو بې برخې شوی دی.

سوله غوښتونکو مدني فعالانو د مارچ په ۲۳ (حمل) د لشکرګاه پر غازي ایوب خان لوبغالي له تروریستي حملې وروسته د ملکي وګړو د وژل کېدو خلاف او د جګړې د بندېدو لپاره د هلمند په مرکز کې د پرلت خیمه ودروله، هڅه یې وکړه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته په لاریون لاړ شي او ورڅخه د اوربند غوښتنه وکړي خو طالبانو اجازه ورنه کړه.

دوی نن /سې شنبه/ له ولسمشر غني څخه ۴ غوښتنې وکړې؛ د طالبانو او حکومت ترمنځ اوربند، د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرې، د حکومت او طالبانو له خوا په ګډه د قانون حاکمیت او د بهرنیو پوځیانو وتل.

د سولې د کاروان مشر اقبال خیبر الجزیرې تلویزیون ته وویل«موږ اشرف غني ته وویل چې زموږ غوښتنو ته عملي ځواب ووايي. ده راته وویل چې زموږ غوښتنې به ومنل شي خو که طالبان پر موږ حملې کوي، موږ مجبوره یوو چې د ځان دفاع وکړو.»

د سولې د کاروان غړیو طالبانو ته ۳ ورځې وخت ورکړ چې د دوی غوښتنو ته ځواب ووايي.

د افغانستان ولسمشر طالبانو ته د اعلان کړي اوربند تر پای ته رسېدو مخکې اوربند لس ورځې نور اوږد کړ او ویې ویل چې که طالبانو اوربند اوږد کړ، حاضر دی چې اوربند یو کال ته وغځوي.

له هلمند څخه د کابل په لور راوان شوي ځوانان، چې شمېر یې ۹ تنه و، کابل ته د رسېدو لپاره په څلورو خورا جنګ ځپلیو ولایتونو راتېر شول؛ سره له دې چې روژه او ګرمي وه، په لاره ډېرو خلکو ورته هرکلی ووایه. د دې حرکت غړي وايي چې حتي طالبانو هم ورسره ښه چلند وکړ او عامو خلکو ورته د هرکلي په دود ترانې وویلې.

One thought on “د سولې کاروان له ولسمشره ۴ غوښتنې وکړې”
  1. محترم ولسمشره ! ستاسودغه مسلسل اقدامات د صلحی په مورد کی د تحسین وړ دی او تاسو خپل اخلاص او جرآت په دی لار کی قدم په قدم ثابتوی . یوازی نه یاست ، قدیرالله (ج) او ټول ملت د صلحی تا ئید او حمایت کوی . ملت منتظر ؤ چه تاسو د هلمند نه د صلحی د پیاده راغلی کاروان د لیدلواو هرکلی دپاره څومره چمتو یاستی ، خو د نیکه مرغه تاسود دی آزمویښت نه هم کامیابه راووتلاست ، ځکه ثابتیږی چه ستاسو سره د صلحی راوستلو د پاره اخلاص او جرآت موجوددی ، او دا اخلاص او جرآت تاسو په هغه دریو مسلسلو وړاندیزونو سره هم ثابت کړ کوم چه تاسوطالبانو ته وړاندی کړل : د سیاسی اقتدارد پاره سیاسی لاره نه د وژنو لار، اوربند ، او مستقیمی خبری . دادی څلورم قدم مو هم په درنښت سره پورته کړ هغه دا چه د ملت د صلحی د کاروان د فریاد سره مو خپل فریاد شریک کړ، همدغسی مخکښ او بریالی اوسی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *