ښایي د نړۍ د بل هیڅ هیواد اوسیدونکي د افغانانو په څیر د سولې تږي نه وي. د افغانستان قومي مشران، ښځې، نارینه او ماشومان ټول د سولې په اړه غږیږي. خو دا سوله ده چې تراوسه پورې افغانانو ته نه ده راغلې. افغانان وایي چې نور نو له جکړې ستړي شوي دي او نور باید خلک د سولې د نه شتون له کبله خپل ژوند له لاسه ور نه کړي. سولې سره ولې دوښمني کیږي، دا دوښمني څوک او په کومو لاروکوي او بلاخره د سولې دوښمنان څوک دی؟
کېدای شي په سلو کې سل افغانان په دې خبره هم نظره وي چې طالبان د سولې په لار کې لوی خنډ دی او که نور عوامل لري؟
د پخواني ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال د سولې د ټينګښت لپاره ځينې سمبوليک ګامونه اوچت شول او د سولې عالي شورا هم د کرزي د واکمنۍ پرمهال رامنځته شوه او ددې شورا کړنې هم سمبولیکې وي او له لګښتونو پرته هیڅ لاسته راوړنه نه لري. د کرزې د حکومت پرمهال هم ډېری داسې کسان په واک کې وو، چې د سولې په راتګ کې يې ګټې له خطر سره مخ کېدې او اوس هم هماغه کړۍ چې د اوسني وضعيت او جګړې په دوام کې خپلې ګټې ويني، تر بېلابېلو نومونو لاندې د سولې د پروسې پر وړاندې خنډونه جوړوي او پر حکومت فشارونه راوړي تر څو د سولې پروسې ته زیان ورسوي.
د دې ترڅنګ له ځينې هېوادونو سره تړلې کړۍ هم د سولې لپاره روانې هلې ځلې تخريبوي او هڅه کوي، چې دا بهیر که لمنځه يې نه شي وړۍ، مخه خو به یې ډب کړي او یا یې بدنامه کړي. جنګسالاران، زورواکي او هغه کسان چې له جګړې یې ګټې تامینيږي او یا هم د سولې په راتګ سره له پخلا کېدونکو سره خپلې ګټې په ټکر کې ګوري
احمد ضیا مسعود چې د جمعیت ګوند د پخواني قومندان احمدشاه مسعود ورور او د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کې داشرف غني ځانګړی استازی دی د خپل ګوند قوماندانانو ته وویل چې (صلح صلح نیست) او د جګړو لپاره چمتوشئ.
احمد ضیا مسعود په تخار، کندز او بدخشان ولایتونو کې د دوی پخوانیو قوماندانانو ته وویل چې سولې ته امیدوار ونه اوسي اوږدو جګړو ته چمتوالی ونیسي. هغه د جمعیت ګوند قوماندانانو ته وویل چې طالبان به په راتلونکي پسرلي کې د تخار، بدخشان او کندوز ولایتونو د نیولو لپاره پراخې حملې وکړي نو د هغوی د حملو د شنډولو لپاره دې تیاري ونیسي او دې ته تمه ونه لري چې سوله به کېږي. مسعود خبرداری ورکړ چې که سیمه ییز قوماناندان اود ده په وینا مجاهدین!! بشپړې جګړې ته تیاري ونه نیسي، د شمال ختیځ درې ولایتونه به د طالبانو لاس ته ورشي.
دیو رسمي حکومت ، دفاع او کورنیو چارو دوزارتونو او دملي امنیت دریاست په شتون کې تنظیمي قوماماندانو ته د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کې دولسمشر د ځانګړي استازي داډول قومنده او څرګندونې پخپله داڅرګندوي چې داحکومت څومره شړېدلی او بې باوره دی ان چې همدې نظام مهمې څهرې یې هم نه مني او د جنګ لپاره شخصي ملیشې چمتوکوي .
د احمد ضیا مسعود په څېر ډیری داسې کسان شته چې د سولې بهیر پر وړاندې خنډون پیدا کوي او نه غواړي چې په هيواد کې سرتاسري سوله تامین شي. کله چې د سولې د ښمنانو د سولې په خبرو کې پرمختګونه وویني نو وارخطا شي او د دغه بهیر د ټکني کولو لپاره بېلابېلې پلمې رامخې ته کړي او د افغانانو د ذهنیت د خرابولو او د سولې بهیر په هکله د دوی د شکونو د راپارولو لپاره خپلې ناړه هڅې پیل کړې. دغه ظالم عناصر چي يو د بل په مرسته په دغسي حالت کي خپلي ګټي، ژوند او بقا ويني، نو په هيواد کي سولي او کرارۍ ته څه اړتيا لري؟ په سوله کي خو دوى دا هرڅه امتيازونه چي دوى خپل کړي دي، له لاسه ورکوي، بلکي د خپلو ناوړو کړنو او تر سره کړو جنايتونو له امله به د محاکمې سره مخامخ کيږي.
نو تر دې وړاندې چې ولسمشر محمد اشرف غني مخالفین په دې وګواښي چې یا د خپل ملت سره یوځای شي او یا دې هم له مخالفینو سره خپل شتون روښانه کړي. په داسې حال کې چې د ولسمشر د حکومت شریکان د سولې د پروسې د بریالي کیدو مخالف دي. ولسمشر باید خپل ملګري په دې قانع کړي چې هيواد کې د سولې ټینګښت د ټول افغانستان په ګټه ده او په دې باید قانع کړي چې د سولې د خبرو پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي. تر څو چې ولسمشر د سولې پر وړاندې کورنۍ ننګونې حل نه کړي په افغانستان کې د سولې ټینګښت ناشونی دی.
په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په هیله.
ژوندي دې وي افغانان
تل دې وي لوی افغانستان
مړه او سپیره دې وي د افغان ملت دښمنان