تاند- د سومالیا د پرونۍ تروریستي حملو د قربانیانو شمېر تر ۳۰۰ تنو وواوښت.
په لومړنیو راپورونو کې، چې د یکشنبې په ورځ خپاره شول، په موګادیشو کې د دوو بمي بریدونو تلفات نژدې ۳۰ تنه ښودل شوي ول، خو اوس د دغه هیواد د سناجرګې رييس وايي چې په پلازمېنه کې د شنبې د ورځې په دوو بمي بریدونو کې نر ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
د سومالیا د مشرانو جرګې مرستیال ابشر محمد احمد همداراز وویل چې په دغو تروریستي بریدونو کې تر ۲۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.
تراوسه هیڅ تروریستي ډلې د دغو حملو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو ټول وايي چې دا بریدونه الشباب تروریستي ډلې کړي دي.
الشباب، چې یو وخت یې موګادیشو په کنترول کې لرله، د اسلام په نوم جګړه کوي او په لسګونو زره سومالیایان یې په تروریستي حملو کې وژلي دي.
دا ډله له القاعده سره نژدې اړیکې لري.
د سومالیا ولسمشر محمد عبدالله فرماجو نن /یکشنبه/ د شنبې د ورځې د تروریستي حملو د قربانیانو له خپلوانو سره د غمرازۍ لپاره درې ورځې ملي ویر اعلان کړ.