رسنۍ په يوه هېواد کې تر هرې ادارې مهم رول لرلاى شي، خو که رسنۍ ريښتينې و اوسي او خپل کار په بشپړ جديت او مسووليت سره تر سره کړي. له هغه مهاله راهيسې چي علامه محمود طرزي په کابل کې د (سراج الاخبار) په پيلولو سره په دې خاوره کې د ژورناليزم نوى بوټى کښېښوو، ورسره سم ملي مبارز خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي هم په کوټه کې (استقلال) اخبار پيل کړ او په دې توګه د پښتنو د ستونځو انعکاس ته په يو نه يو ډول لاره هواره شوه. تر هغه را وروسته بيا له ږوبه تر کندهاره په دې سيمه کې ګڼ شمېر پښتو ورځپاڼې او مجلې راوتلې دي چي اکثرو د چلوونکيو په شخصي لګښت خپرونې کړي دي، له همدې امله يې خپرونې تر محدود وخته غزېدلي او بيا يا د مالي ستونځو له امله او يا د وخت د واکمنو نظامونو له خوا د هغوى په خلاف د تبليغاتو په تور تړل شوې دي.

په اوسني وخت کې چي د چاپي رسنيو تر څنګ برېښنايي رسنيو ډېر پرمختګ کړى او خلک د پخوا په پرتله- چي د يوې سيمې خلک به په بله سيمه کې له يوې پېښې يوه ورځ وروسته يا لږ تر لږه لس ساعته وروسته خبرېدل- نن سبا په څو مينټو او حتى څو ثانيو کې خبرېږي، دغه رسنۍ چي راډيو، ټلويزون، انټرنيټ او په ځانګړې توګه د فېسبوک او ټويټر په نامه ټولنيزې رسنۍ دي چي شېبه په شېبه د نړۍ د هر کونج د پېښو او هر ډول علمي بدلونونو په اړه پکې خبرتياوې او ليکنې خپرېږي، آيا زموږ دغه د پښتنو جنوبي سيمه هم هغومره ځنې برخمنه ده څومره چي د دې هېواد نورې سيمې استفاده ځنې کوي او آيا په دغو رسنيو کې له محدودو خبرونو پرته د پښتنو نورو ټولنيزو، سياسي، کلتوري او علمي مسايلو ته هم ځاى ورکول کېږي که نه؟ په دې برخه کې دوو اړخونو ته کتنه کوو، يو دا چي د دغو رسنيو چلوونکي څومره له دې سره لېوالتيا لري او په ګټه يې تمامېږي چي زموږ د دې پښتني سيمو ستونځو ته په خپلو خپرونو کې ځاى ورکړي او بل دا چي په دغو رسنيو کې کارکوونکي- په ځانګړې توګه پښتانه- څومره واک، صلاحيت او احساس لري چي د خپلو سيمو له هر ډول مسايلو دي په بشپړه توګه خبر وي او د خپل مسلکي مسووليت تر څنګ دي دا خپله ملي فريضه وګڼي چي د خپلې ټولنې او ولس د هر ډول رنځونو او درپدريو درملنه د همدې رسنيو په وسيله وکړي.

لومړى; پښتو ورځپاڼې:

په چاپي رسنيو کې تر ټولو مهمه وسيله ورځپاڼه يا اخبار دى چي د ژوند له هرې برخې سره تړلي لوستي خلک ورسره سر و کار لري او زموږ په هره سيمه کې زرګونه خلک اوس هم د ورځپاڼو له لوستلو سره ډېره مينه او لېوالتيا لري، خو له بده مرغه يو دا چي- ژبه مو په دې هېواد کې غلامه ده- فقط دوې پښتو ورځپاڼې لرو، هغه هم لا تر کلونو کلونو خپرونو وروسته د معيار پوړيو ته پورته نه شوې او د منځ په پاڼو کې د ليکوالو د چاپ کتابونو او مجلو د ليکنو له بې اجازې او تکرار چاپ پرته د خبرونو په برخه کې له اردو ورځپاڼو سره چندان توپير نه لري او څومره چي سترګې ور اوړي او هيله ورته کېږي، هغومره پکې د پښتنو پر سياسي، ټولنيزو او علمي مسايلو پکې نه ليکوالان ليکنې کوي او نه يې ښايي ادارې په دې برخه کې دومره لېوالتيا او جديت لري چي نه يواځې د اشتهارونو او اعلانونو پيسې تر لاسه کړي او نور نو د ورځپاڼې په وسيله د خپلې ژبې، ولس او خاورې د ستونځو د را اخيستلو فکر د مادياتو په تور کفن کې و نغاړي.

دلته چي کومې اردو ورځپاڼې د حکومتي اشتهارونو په پيسو چاپېږي، هغوى يا خو د حکومت له ډاره زموږ د سيمو سياسي، کلتوري او ادبي مسايلو ته ځاى نه ورکوي او ګومان کوي چي په داسې کار سره به يې ورځپاڼه وتړل شي او د دې له هره پلوه ځپلي ولس له مسايلو سره لېوالتيا به ورته د دې هېواد د نظام د را پرځوونکي او قانون ماتوونکي بغاوت ورته تمامه شي، ځکه نو له خبرونو يې را نيولې تر سياست، ادب، مذهب، کلتور او د لوبو تر ميدانه پورې په هر څه کې زموږ د پښتني سيمو ډېر تت او د بيان د ازادۍ خلاف سانسور شوى انځور وړاندې کېږي، خو د ولس اکثريت مو بيا هم د دغو ورځپاڼو له لوستلو نه زړه توري کېږي او نه يې له لوستلو ډډه کوي، مګر دا به يې زړه څنګه نه غواړي چي که په پردۍ ژبه وي هم، خو چي سيمو ته ورتلونکې ورځپاڼې دي د دوى د کلي، ولس او خاورې هر ډول مسايل هم پخپلو پاڼو کې ولري، افسوس چي خپله ټولنه يې له بېشمېره بدمرغيو ډکه ده، خو دوى په پردۍ ژبه د پرديو د ستونځو له خبرېدو سره داسې روږد او تړل شوي دي چي د خپلو سيمو هغو پښتنو ژورناليستانو ته- چي له دغو ورځپاڼو سره کار کوي- هم نه شي ويلاى چي ولې يې قلمونه د خپلو سيمو د مسايلو په را برسېره کولو پڅ او زنګ وهلي دي.

دويم; پښتو مجلې:

په سوهېلي پښتونخوا کې د پښتو مجلو بنسټ ډاکټر خدايداد او کمال خان ولسمل شېراني د (پښتو) په نامه مجلې په پيلولو سره په ١٩٥٢م کال کې ايښى او په دې شپېته کلنه موده کې له کوټې، بوري او پښين سيمو څخه وخت پر وخت پښتو مجلې خپرې شوې دي چي د ټولو شمېر ښايي پينځلسو ته و رسېږي، خو هغه مجلې پکې د ګوتو په شمېر دي چي تش د پښتو او پښتنو د خدمت په نامه را وتلې او له خپل وخت سره سم يې علمي معيار ته لږ و ډېر پام شوى دى، مګر دغه مجلې هم اکثره ادبي ليکنو او شعرونو ته ځانګړې وې، د دې سيمې نور سياسي، کلتوري، ټولنيز مسايل او په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځمنو لپاره په دغو مجلو کې هيڅ هم نه دي خپاره شوي او نه ورته ځانګړې توجه شوې ده. ادبي مجلو مو هم د ادب د روان بهير غوندې له مصلحتونو ډک مواد خپاره کړي او تر عام ولس د خواصو، خصوصاً د شاعرانو شخصي خيالاتو او عشقي تمايلاتو ته پکې زيات ځاى ورکړل شوى دى، چي له بده مرغه دا ډول ادبياتو مو نه هغه وخت ولس ته چندان ګټه رسولې او نه يې اوس رسوي، ځکه چي ولس دغه ادبيات د دوى د سياسي، ټولنيزو او اقتصادي رنځونو او دردونو دوا نه بولي.

په جنوبي پښتونخوا کې چي له لويه سره پښتو ژورناليزم ډېر ناوخته پيل شوى، يو علت يې د شلمې مېلادي پېړۍ په لومړيو لسيزو کې د انګرېزانو استعماري نظام وو چي نه يې غوښتل په دې سيمه کې په علمي بنسټوڼو د ملي او سياسي مبارزو بوټى را زرغون شي او بل علت يې د پاکستان تر جوړېدو را وروسته د انګرېزانو پر تګلاره د دې سيمې د خلکو علم، سياسي واک او ملي ادبي هلو ځلو ته ور اچول شوې زولنې وې چي نه يې پخپله ژبه د زدکړې حق تر لاسه کړ او نه يې ټولنې په اقتصادي، سياسي او علمي لحاظ پرمختګ وکړ، ځکه نو دلته په پښتو ژبه د داسې مجلو خپرولو احساس هم د چا په سر کې نه دى را ټوکېدلى چي د خپلې ټولنې هر ډول ستونځې او ناروغۍ له هر ډول فشار او بنديز پرته پکې خپرې کړي او درملنې ته يې لاره هواره کړي.

د يوويشتمې مېلادي پېړۍ له پيله بيا تر اوسه پورې په پښتو مجلو کې د ادبي موادو تر څنګ د پښتنو هر ډول مسايلو ته په څه نه څه شکل د ځاى ورکولو پدل مات شوى دى او ځينو داسې کسانو چي خپل ملت او خاوره يې تر بل هر څه لومړي بللي او فکرونه يې په دې هېواد کې د موجود سياسي جمود په بګاره (دايره) کې ښکېل نه دي پاته شوي، په شخصي توګه يې د داسې پښتو مجلو خپرولو ته لستوڼي را نغښتي چي نه خپلو خلکو پټکى ورتړلى او نه يې د نظامونو له خطره د ارام ساه اخيستې، خو بيا يې هم د خپلې خاورې او ولس د ستونځو په را برسېره کولو کې د پښتو ژورناليزم په برخه کې د خپل زيار څراغ بل ساتلى. په دغو مجلو کې پالنه، ښکلا، لمبه او حسنى د ځانګړې يادونې وړ دي. د دغو څلورو واړو مجلو د خپرونو زمانه تېره لس کلنه دوره ده او په دې موده کې دلته نه يواځې په ادبي ډګر کې، بلکې په سياسي او کلتوري ډګر کې هم تر پخوا ډېر فکري بدلون راغلى او هغه څوک چي په زړونو کې يې د افغانستان له نامه څخه هم د کرکې زړي کرل شوي وو، نن د کوټې او کندهار تر منځ د تاريخي اړيکو بيا ټينګښت ته ارزښت ورکوي او له ږوبه تر کندهاره د پرتو ولسونو پر هر ډول ستونځو او دردونو يې زړونه دردېږي. دا چي اوس په يادو مجلو کې (پالنې او ښکلا) سر لګولى او (لمبه او حسنى) لا هم خپرېږي، خو په ټولنه کې موجودې ګڼ شمېر بدمرغۍ مو تش دا دوې مجلې نه شي دوا کولاى او پکار دى چي خپلو سندرو ته خپلې شپېلۍ ولرو.

درېيم; پښتو راډيوګانې:

پښتو راډيوګانې سرليک دا مانا ورکوي چي يانې د پښتنو راډيوګانې، خو له بده مرغه خلک مو د تاريخ په اوږدو کې په پېړيو- پېړيو په داسې کورنيو او بهرنيو جګړو اخته کړاى شوي دي چي دوښمنانو مو خپل هېوادونه جوړ کړي، علمونه او ايجادات يې کړي، خو موږ لا نه يواځې علمي پرمختګ او ايجادات نه دي کړي، بلکې د پرمختللې نړۍ د راتلونکيو ايجاداتو او نوې ټيکنالوژۍ د کارولو پر سر هم په يوه بل نامه تر خپل منځ د تربورګلويو، بديو او مرګونو شومه کېږو، نو خپلو راډيوګانو او په هغوى کې سل په سلو کې د خپلو مسايلو د خپرولو ارمان او احساس به له کومه شي.

څه دپاسه پينځوس کاله مخکې په کوټه کې حکومتي راډيو په خپرونو پيل کړى چي د ايف- ايم او اې- ايم په څپو خپرونې کوي او په دې څلوېښت کلنه موده کې يې د راډيويي ډرامو تر څنګ ګڼ شمېر مذهبي، ادبي، ټولنيز او د سندرو پروګرامونه خپاره کړي دي او په يو نه يو ډول يې د دې سيمې خلک له خپلې ژبې سره تړلي دي، خو بيا هم لکه مخکې مو چي يادونه وکړه په دې راډيو کې هم د دې سيمې پرمهمو سياسي، کلتوري او تاريخي مسايلو نه يواځې خپرونې نه دي شوي، بلکې تر اوسه پورې پکې داسې تګلاره خپله کړاى شوې ده چي د دې راډيو له مايک څخه په هيڅ ډول هم د پښتنو د سياسي واک، پښتونستان يا د پښتنو د تاريخي وجود افغانستان يادونه نه وشي او په دې راډيو کې له لومړي سره تر اوسه پورې کارکوونکيو پښتنو مامورينو هم د ادارې تر پاليسۍ زيات پر ځان لازمه کړې ده چي په دې راډيو کې د خپل ولس، خاورې او ژبې د ريښتينو ستونځو په را برسېره کولو سره د خپلو بچو روزي په اوبو لاهو نه کړي.

په ١٣٥٨ل کال کې چي په افغانستان کې انقلاب راغى او د کورنيو اختلافونو له امله روسي پوځونه افغانستان ته راغلل، نو امريکا هم د روسي پوځونو په خلاف د جګړې په نيت د تبليغاتو لپاره د امريکا ږغ راډيو- چي لا له وړاندې يې په انګليسي او نورو ګڼ شمېر ژبو خپرونې کولې- پښتو څانګه پرانيستله او بيا تر هغه وروسته انګليستان (بي بي سي پښتو) او د نړۍ نورو هېوادونو هم يو په بل پسې د خپلو هېوادونو په راډيوګانو کې د پښتو څانګې پرانيستلې او لا تر ننه هم خپرونې کوي. په ٢٠٠١م کال کې چي د امريکا په مرسته په افغانستان کې نوى حکومت جوړ شو، ورسره سم امريکا د چيک جمهوريت په پايتخت پراګ کې (ازادۍ راډيو) پرانيستله، په ٢٠٠٣م کال کې يې د ډيورنډ کرښې دې خواته مېشتو ولسونو لپاره (ډېوه راډيو) او د ٢٠١٠م کال په جنورۍ کې يې بيا هم د دې غاړې د خلکو لپاره (مشال راډيو) پرانيستله چي دا ټولې راډيوګانې شپه ورځ خپرونې کوي، موږ به له موضوع سره سم په دغو راډيوګانو کې د جنوبي پښتونخوا مسايلو ته ځير شو چي پکې څومره ځاى ورکول کېږي او د دغو راډيوګانو خپرونو دلته د خلکو د ژوند د حالت په بدلون کې څومره مثبت رول لرلى دى.

په مجموع کې دغو راډيوګانو د خپلو سياسي تبليغاتو تر څنګ په لر او بر کې پښتنو ته د هراړخيزو مالوماتو په لېږدولو او څه نا څه د هغوى د ذهني روښانتيا په برخه کې هم کار کړى دى. که څه هم چي د جنوبي پښتونخوا په ټولو سيمو کې له پخوا راهيسې اکثر لوستي خلک که راډيو اوري نو د يادو راډيوګانو د اردو څانګو خپرونې اوري، خو دا چي په سيمو کې مو په تېره په کليوالو سيمو کې مو لا هم د تعليم فيصدي ډېره ټيټه ده، ډېرى خلک دغه پښتو راډيوګانې اوري، خو بي بي سي پښتو او امريکا ږغ راډيو له پيله راهيسې تر اوسه پورې د جنوبي پښتونخوا له روانو سياسي حالاتو او خبرونو پرته د دې سيمې نور مسايل هيڅکله نه دي څېړلي، هو له هغو خپرونو يې انکار نه شي کېداى چي تعليمي، اصلاحي او تفريحي خپرونې دي او په مجموع کې هر څوک ورڅخه ګټه اخيستلاى شي، خو دلته له لسګونو کلونو راهيسې موجودې سياسي، ټولنيزې، اقتصادي او کلتوري ستونځې او په دغو سيمو کې د بېسوادۍ له امله د استخباراتو په دسيسو موجودې قبيلوي بدۍ، د ښځو تعليم او بشري حقوق په دغو راډيوګانو کې هيڅکله نه څېړل شوي او نه يې ورته ځانګړې توجه کړې ده، ځکه چي جنوبي پښتونخوا د دغو راډيوګانو د پوښښ (کورېج) په ساحه کې شامله نه ده.

ازادۍ راډيو چي د خپرونو يې دوولس کاله کېږي خو لومړي شپږ کلونه يې په جنوبي پښتونخوا کې کوم خبريال نه وو او له تېرو شپږو کلونو راهيسې د ازادۍ راډيو له څپو نه يواځې د دې سيمې هر ډول خبرونه ورکول کېږي، بلکې څه نا څه د دې ځاى سياسي، تعليمي، کرنيزو، کلتوري او ادبي مسايلو ته هم ځاى ورکوي او تر ډېره يې د دې سيمې خلک په فکري او سياسي توګه بيرته له خپل تاريخي هېواد افغانستان سره وتړل.

د امريکا ږغ (ډېوه راډيو) او د ازادۍ راډيو بله پښتو څانګه (مشال راډيو) دواړه د ډيورنډ د ناولې کرښې دې غاړې ته پرتو ولسونو لپاره خپرونې کوي، خو سره له دې چي د دغو دواړو راډيوګانو څپې شپه ورځ مصروفه وي او تقريباً پر هره موضوع ژوندۍ او اوونيزې خپرونې کوي، خو بيا هم د خيبرپښتونخوا او منځنۍ پښتونخوا (قبايلو) په اړه دغه راډيوګانې هم ډېر څه خپروي او هم يې په دغو سيمو کې خبريالان ډېر او فعال دي، خو په جنوبي پښتونخوا کې دغه دواړه راډيوګانې يواځې شپږ خبريالان لري، چي اکثره يې د روانو چارو په اړه خبرونه ورکوي او د دغو راډيوګانو د مرکزي دفترونو له خوا ورته په دې سيمه کې د موجودو سياسي، اقتصادي، تعليمي، بشري، کلتوري او نورو ګڼ شمېر ټولنيزو ستونځو په اړه ځانګړې پروژې نه ورکول کېږي چي ورباندې کار وشي او د امريکا له خوا له دغو پيل شويو راډيوګانو څخه په استفادې سره په دې سيمه کې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

د نوې ټيکنالوژۍ په دې پرمختللې زمانه کې د راډيو ټيکنالوژي هم تر پخوانۍ هغې ډېره اسانه او ډېره کوچنۍ شوې ده او په دې وروستيو کې خو په افغانستان، خيبرپښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کې په لسګونو ايف- ايم راډيوګانې پيل شوې دي، چي اکثره يې تفريحي او د سندرو خپرونې کوي او جدي مسايلو ته پکې ډېر لږ ځاى ورکول کېږي. په کوټه کې هم ايف- ايم راډيو شته خو پښتو خپرونې يې نه يواځې د خلکو ستونځې نه هواروي، بلکې پکې ويل کېدونکې ژبه هم د اردو او انګرېزي په رنګ لړلې او له نويو ځوانانو سره د پښتو زدکړې په برخه کې د مرستې پر ځاى، له هغوى خپله کورنۍ او مورنۍ پښتو هم هېروي.

څلورم; پښتو ټلويزونونه:

د برېښنايي رسنيو په دې چټکه او پرمختللې زمانه کې ټلويزون هغه رسنۍ ده چي د نورې نړۍ په پرتله زموږ په وطن کې ډېره ناوخته دود شوې او لا هم د خاړپوڅو په حالت کې ده. د کوټې حکومتي ټلويزون (پي ټي وي) چي شاوخوا څلوېښت کاله پخوا يې په پښتو خپرونو پيل کړى، تر بل هر څه يې د ډرامو په برخه کې ډېر کار کړى، خو د دې تر څنګ يې موسيقۍ ته هم کار کړى، مشاعرې، څه ناڅه ادبي او په محدود چوکاټ کې سياسي مذاکرې يې هم جوړې کړي، خو دا چي د حکومتي راډيو غوندې پر حکومتي ټلويزون هم د سانسور خپسې منګولې ښخې کړې وې او د بيان ازادۍ له حکومتي چوکاټه دباندې پښې نه شواى غزولاى نو نه يې له کوټې دباندې د جنوبي پښتونخوا نورو سيمو ته خپرونې وغزېدلې او نه يې پکې د دغو پښتني سيمو د هراړخيزو ستونځو حل ته مستقلې خپرونې ځانګړې کړې، له همدې امله دلته له حکومتي ټلويزونه خلک په بشپړه توګه ناهيلي دي.

کله چي په پاکستان کې د نورې نړۍ غوندې شخصي رسنيو ته توجه واوښته او د ځينو ورځپاڼو ادارو په اردو ژبه شخصي ټلويزونونه پيل کړل، نو ورسره سم د دې هېواد نورو قومونو هم په خپلو- خپلو ژبو د شخصي ټلويزونونو پيلولو ته ملا وتړله. پښتانه د چاپي رسنيو او راډيوګانو غوندې په دې برخه کې هم د خپل شخصي ټلويزون په پيلولو کې لاس تر زنې ناست وو، خو يو داسې کس- چي پښتو يې مورنۍ ژبه نه وه- د (خيبر) په نامه ټلويزون يې پيل کړ چي اوس يې د خپرونو لس کاله پوره کېږي، سره له دې چي د دې ټلويزون ادارې به هم خپلې اقتصادي او سياسي ګټې په پام کې نيولې وې، خو په پښتو ژبه د کوم ټلويزون د نشتوالي له امله پښتنو دا ټلويزون هم ډېر غنيمت وباله او ډېر ژر يې په لر او بر کې مينه وال پيدا کړل.

دا چي د (خيبر) ټلويزون مرکزي دفتر په اسلام اباد کې دى، نو په پيل کې يې ډېره توجه پېښور او شاوخوا سيمو ته وه، خو وروسته يې په کوټه کې هم خپل مستقل دفتر پرانيست. خيبر ټلويزون په دې هېواد کې يواځينى پښتو شخصي ټلويزون دى، ځکه نو بايد د دې ځاى د پښتنو ستونځو ته ډېره توجه وکړي، خو دا ټلويزون له پيله تر اوسه پورې د ډرامو او موسيقۍ په برخه کې ډېر کار کوي او په نورو محدودو خپرونو کې د دې سيمې خصوصاً د جنوبي پښتونخوا مسايلو ته ځاى ورکوي. يو خو دا چي دغه ټلويزون د پاکستان د نورو اردو ژبو ټلويزونونو غوندې په هره سيمه کې پرمختللي وسايل او کاري ډله نه لري، بل دا چي د محدودې بوديجې له امله- چي خبريالان يې بايد په سيمو کې د خلکو مسايل په مستيم ډول را برسېره کړي- پخپله په اسلام اباد کې ناست کسان يې په ساعتونو- ساعتونو وخت په داسې خپرونو لګوي چي يو خو د خلکو په مالوماتو او علم کې زياتونه نه کوي، بل دا چي د دغو خپرونو کوربانه په داسې ژبه دغه خپرونې وړاندې کوي، چي نه د ولس ژبه ورته ويل کېداى شي او نه د کتاب او پر سياسي مسايلو بحثونه يې هم په ژوندۍ بڼه د خپرېدو پر ځاى مخکې له مخکې ثبتېږي او په ازاده توګه د پښتنو پر هره ستونځه پکې نه چندان بحثونه کېږي او نه ورته په سياسي مسايلو بشپړ واکمن او پوه کسان را بلل کېږي خو د (خيبر) ټلويزون د کوټې څانګه يواځينۍ هغه څانګه ده چي د خپلې ټاکلې بوديجې په مد کې يې د جنوبي پښتونخوا مسايل پخپلو پروګرامونو کې را اخيستي دي.

په افغانستان کې د ولسمشر حامد کرزي د حکومت تر جوړېدو وروسته چي هلته هم د برېښنايي رسنيو بازار تود شو، نو په کابل کې د (شمشاد) او (لمر) په نومونو شخصي ټلويزونونو په خپرونو پيل وکړ چي خپرونې يې د کېبل او ډيجيټل په وسيله د جنوبي پښتونخوا په اکثرو سيمو کې هم ليدل کېږي. دغه دواړه ټلويزونونه شپه ورځ خپرونې کوي او تر ډېره پکې د افغانستان او سيمې پر سياسي مسايلو هم بحثونه پکې کېږي، خو تفريحي او د موسيقۍ خپرونې هم لري او د دې تر څنګ هندي او ايراني سريالونه او ډرامې هم را ژباړي او خپروي يې، خو د (شمشاد) له څو په شمېر خپرونو پرته- چي د جنوبي پښتونخوا په اړه يې جوړې کړې وې-  نور له بده مرغه په دغو ټلويزونونو او په کابل کې په نورو پيل شويو پښتو ټلويزونونو کې هم د جنوبي پښتونخوا هيڅ ډول مسايل نه خپرېږي او نه ښايي د اقتصادي ګټو په پام کې نيولو سره د دې ځاى په اړه خپرونې کول ورته څه ګټه لري چي د سيمې ستونځې مو بيا هم پر ځاى پاتېږي او د پښتو ټلويزونونو غوندې د پاکستان د اردو ژبو ټلويزونونه هم ورسره د تعصب تر حده د ميرې مور چلند ورسره کوي.

پينځم; پښتو انټرنيټي ويبپاڼې:

په تېرو لسو کلونو کې چي انټرنيټي ويبپاڼو ته زياته توجه اوښتې، په سلګونو پښتو ويبپاڼې او شخصي ويبلاګونه جوړ شول چي زيات يې د روانو چارو په اړه د ليکنو تر څنګ ادبي مطالب خپروي، خو ځينې ويبپاڼې مذهبي، اقتصادي، سياسي او ټولنيزو مسايلو ته هم ځانګړې شوې دي، دغه اکثره ويبپاڼې په بهرنيو هېوادونو کې مېشت پښتانه افغانان چلوي او تر ډېره په افغانستان او نوره نړۍ کې مېشت افغانان پکې ليکنې کوي. جنوبي پښتونخوا چي څه ډول په تعليمي لحاظ پخپله د دې هېواد له نورو ايالتونو هم ډېره وروسته پاتې ده، نو انټرنيټ ته مو هم په تېرو لسو کلونو کې ډېرو لږو خلکو لاسرسى لرلى دى، خو کومو خلکو چي انټرنيټ کاراوه هغوى اکثره يا د حکومتي دفترونو يا د کورنيو او بهرنيو انجوګانو کارکوونکي وو او په سلو کې يو تن به يې ښايي داسې وو چي يواځې يوه- نيمه پښتو ويبپاڼه به يې کله پرانيستې وي، نور نو دغو پښتو ويبپاڼو په دې سيمه کې دايمي لوستونکي لا نه دي پيدا کړي، ليکوالان خو يې بېخي نه دي موندلي.

په دغو پښتو ويبپاڼو کې څو يې د ځانګړې يادونې وړ دي، لکه تاند، بېنوا، لر او بر، ټول افغان او روهي ويبپاڼه چي هره يوه يې زرګونه لوستونکي لري، خو سره له دې چي دغه ويبپاڼې د هر څومره زياتو ليکنو خپرولو ظرفيت لري او هر چاته پکې د بيان له ازادۍ څخه په استفادې سره د خپلو هر ډول مسايلو په اړه د ليکنو زمينه برابره ده، خو له بده مرغه د جنوبي پښتونخوا له ځينو ادبي او سياسي خبرونو او يا زما په شمول د يو- نيم ليکوال له ليکنې پرته نور قلموال مو پکې ليکنې نه کوي، چي يو علت يې زه دلته زموږ له هر ډول ستونځو سره په حساس ډول د لېوالتيا نشتوالى بولم او بل دا چي له بده مرغه په ټوله جنوبي پښتونخوا کې به مو ښايي د ګوتو په شمېر څو کسان وي چي په دايمي توګه انټرنيټ کاروي او يا د انټرنيټ له لارې د خپلو افکارو او مسايلو په اړه د ليکنو خپرولو او ښې نتيجې ورکولو له ارزښته خبر وي.

شپږم; ټولنيزې رسنۍ:

د انټرنيټ په دونيا کې نن سبا ټولنيزو رسنيو، خصوصاً ټويټر او فېسبوک هم زښت زيات ارزښت موندلى، چي د نړۍ په کونج کونج کې مېشت خلک پکې يو له بل سره اړيکي ټينګولاى شي، يو بل ته خپل افکار او مالومات تبادله کولاى شي او تر ټوله غوره يې دا چي په ازادانه توګه پکې هر څوک د خپل نظر څرګندونه کولاى شي او په تېرو څو کلونو کې خو دغو ټولنيزو رسنيو په ټوله نړۍ کې پر هر ډول بشري ستونځو باندې په ازاده توګه ږغېدلو سره د بيان د ازادۍ او نويو افکارو د تبادلې يو ډول انقلاب راوست، خو په عمومي ډول زموږ ټول وطن، په خصوصي ډول جنوبي پښتونخوا ته د دغو ټولنيزو رسنيو ډېره کمه ګټه رسېږي. که څه هم اوس تر تېرو کلونو د انټرنيټ لرلو ستونځه ډېره نه شته او تر پخوا مو د انټرنيټ کاروونکيو فيصدي هم پورته شوې ده، خو ډېر لږ کسان مو شته چي په ټويټر او فېسبوک کې دي د دې سيمې پر مهمو مسايلو په بحثونو کې برخه واخلي، يا دي ورباندې ليکنې وکړي او يا دي ځوانانو ته د خپل دې جنتي خو جنګ، جهل او بدمرغيو ځپلي وطن لپاره د کار کولو توصيه وکړي.

فېسبوک چي د ټولنيزو رسنيو په لړ کې يې نن سبا ډېر شهرت موندلى او داسې به ډېر لږ خلک وي چي فېسبوک اکاونټ ونه لري. په فېسبوک کې د هر ډول مسايلو د څېړلو لپاره ځانګړي ګروپونه او ځانګړې پاڼې جوړې شوې دي او هر فېسبوک کاروونکى کولاى شي څلور زره کسان پخپل ليسټ کې ولري، چي که څوک پر خپله پاڼه يو څه ليکي، نو د هغه څلور زره ملګري او له هغوى سره وصل ټول ملګري يې لوستلاى شي او په دې توګه يوه ليکنه په بېخي لږ وخت کې تر سلګونه زره خلکو رسېداى شي او له دې لارې په ټولنه کې د ځوانانو په وسيله يوه علمي انقلاب او فکري بدلون ته لاره هوارېداى شي، خو د عامو فېسبوک کاروونکيو به څه وايو چي يواځې او يواځې عکسونه خپروي، هغه هم اکثر داسې عکسونه چي اخلاقي جواز نه لري او لا دغو عکسونو ته په بې ګټې نظر ليکلو سره خپل سره زر وخت په اوبو لاهو کوي، له بده مرغه په ادبي، سياسي، اقتصادي او مذهبي چارو کې ډېر پېژندلي کسان زه د خپل فېسبوک په ليسټ کې ملګري لرم، چي که څه هم د فېسبوک پاڼه يې لکه د کتاب لومړى مخ ښه رنګيني لري، خو نور د خپلو کاري تجربو او علم په روڼا کې د دې خپلې رنځېدلې ټولنې د درملنې په نيت نه څه ليکي، نه د نورو پر ليکنو نظر ورکوي او کله- کله خو به ښايي د نورو پر ليکنو هم د کمپيوټر مخ ته خاندي چي محمدخيره ستا يې له خيره او همدا زموږ تر ټولو لويه غميزه ده چي هر څوک وايي که مي د څنګلوري کاله کور سوځي، زما يې په څه، خو منطقي خبره دا ده چي دا اور به ضرور زما کور ته هم را غزېږي.

اووم; د خپلو رسنيو اړتيا:

اوس نو په داسې حال کې چي د لسګونو چاپي او برېښنايي رسنيو بازار تود دى، خو بيا هم زموږ ږغ پکې نه خپرېږي او پر ټولنه مو د بېسوادۍ، غربت، سياسي بېواکۍ او د جنګ جګړو سيورى غوړېدلى دى، نو ولې بايد خپلې شخصي ملي رسنۍ ونه لرو. خپلې شخصي رسنۍ مو چي پرون نه درلودلې، نن يې نه لرو، سبا ته به يې څنګه ولرو او څوک بايد دې زړه ستړي کار ته اوږه ورکړي، دا هغه پوښتنه ده چي له کلونو راهيسې دلته د هر پر خاوره او ولس مين بااحساسه انسان په زړه او ذهن کې ور ګرځي، خو جواب ته که يې حالات ډېر نه دي جوړ، جواب ورکوونکيو سياستوالو، ليکوالو او شتمنو پښتنو هم ورباندې خوله پټه کړې ده.

زموږ هغه خلک چي شتمني لري، خو د رسنيو او ژورناليزم له ارزښته خبر نه دي، څنګه به پخپل سر دې ته زړه ښه کړي چي لسګونه ميليونه کلدارې د چټکې ګټې پر ځاى، تر څو کلونو ځنډ وروسه ګټې په نيت د يوۀ ټلويزون، راډيو يا ورځپاڼې پر پيلولو ولګوي، ځکه هغوى چا په دې پوه کړي نه دي چي که خپله رسنۍ ولرو، خاورې او ولس ته به مو يې په هره مانا ګټه وي او هر ډول سياسي، اقتصادي، ټولنيزو، کلتوري او ادبي ستونځو ته به مو د همدغو رسنيو په وسيله د حل لاره لټول کېږي، خو دا چي لا تر اوسه دا کار نه دى شوى او نه يې په نيژدې راتلونکي کې کوم څرک تر سترګو کېږي، نو آيا په دې کې زموږ هغه ټول سياستوال او نور د قلم خاوندان ملامت نه دي چي زموږ شتمن خلک يې د خپلو شخصي ټلويزونونو جوړولو ته نه دي هڅولي؟ او په دې کې تر بل هر چا زيات مسووليت زموږ د ملتپالو ګوندونو دى چي بايد خپلې ورځپاڼې، مجلې، ويبپاڼې او ټلويزونونه ولري او په ټولنيزو رسنيو کې ځانګړې پاڼې او ګروپونه ولري او په دغو رسنيو کې د هرې موضوع لپاره داسې په کار پوه خلک په دنده وګومارل شي چي له هره پلوه پاته ټولنه مو د خپلو هڅو او مبارزو په نتيجه کې له دايمي بدبختيو را وباسي.

که خپلې رسنۍ ولرو، ږغ به د نړۍ تر کونج- کونج پورې رسېږي او په هر څه کې په رسېدلي يو، خو که د نورو پر رسنيو تکيه کوو او ورته هيله من يو چي په ستوني کې بند ږغ به مو را پورته کړي او درد به مو دوا کړي، وخت به تېر وي او موږ به لا همداسې د مستبدو نظامونو تر درنو ګامونو لاندې د فقر، بېسوادۍ، بدبختۍ او جګړو په منګولو کې مرګونى ژوند تېروو.

پاى

By Quetta

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *