د ۲۰۱۴ میلادي کال د سوچي د ژمنیو المپیک لوبو د سرو زرو لومړنی میډال د امریکا د متحدو ایالتونو لوبغاړي سېج کوتسینبرګ وګاټه.

کوتسینبرګ نن دا میډال د نارینه وو د تختې په وسیله پر واورو د ښویېدو یا (سنو بورډنګ) په لوبه کې خپل کړ.

په دې څانګه کې نارویژي لوبغاړي ستال سندبیخ د سپینو زرو میډال ترلاسه کړ او کاناډايي لوبغاړي مارک مک موریس د ژېړو د میډال په ګټلو بریالی شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *