تاند نیوز ډیسک: د سوډان واک ته رسېدلې انتقالي نظامي شورا ومنله چې د حکومت ضد اعتراضونو په ځپلو کې یې ځینې تېروتنې کړې دي.
د سوډان نظامي حکومت دغه راز اعتراف وکړ چې پوځ ته یې د مظاهره چیانو د خورولو او له پرلت څخه د پاڅولو امر کړی و.
سوډان کې دوه میاشتې وشوې چې پوځ دیکتاتور ولسمشر له واکه ایسته کړی خو خپله یې په هر څه قبضه کړې ده.
له دې کبله خلک غوسه شوي او لاریونونو ته راووتل چې تر دې دمه دغو د حکومت ضد اعتراضونو کې له سلو زیات کسان وژل شوي دي.
په همدې حال کې د سوډان پوځي حکومت له واکه ایسته کړی ولسمشر عمرالبشیر هم څارنوالۍ ته د فساد په تور معرفي کړی دی.
