تاند- افغان امنیتي مقاماتو په کابل کې د یوه سویډني خبریال له وژل کېدو وروسته دوه تنه د هغه په قتل کې د لاس لرلو په شک نیولي دي.

یو پنځوس کلن نیلس هارنر، چې همزمانه یې د بریتانیا تابعیت هم درلود، له ۲۰۰۱ څخه د سویډن د ایس آر راډیو د بهرني خبریال په توګه کار کاوه او عموماً به د افغانستان او بنګله دېش په شمول په اسیا او منځني ختیځ کې اوسېده.

ده په ۲۰۰۱ میلادي کال، کله چې د طالبانو رژیم د امریکا له لوري وپرزول شو، له افغانستانه د سویډن ایس آر راډیو ته راپورونه ورکول. همداراز په ۲۰۰۳ میلادي کال، چطې امریکايي پوځیانو پر عراق وبلوسل، هارنر په عراق کې و او له هماغه ځایه یې د وروستیو انکشافاتو راپورونو ورکول.

په ۲۰۰۴ میلادي کال د څونامي په مهال په تایلنډ او په ۲۰۱۱ میلادي کال د فوکوشیما د اتومي پېښې په وخت په جاپان کې و.

افغان پولیس وايي چې دوی څېړنې کوي چې ایا هارنر د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري وژل شوی او که د شخصي لانجو په اثر وژل شوی دی.

د طالبانو یوه ویندوی په دې برید کې، چې د کابل په وزیراکبرخان مېنه کې شوی، د خپلو کسانو لاس لرل رد کړل.

دوې میاشتې پخوا د کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې وسله والو طالبانو پر یوه لبناني رستوران برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۱۳ ملکي بهرنیان او ۸ عام افغانان ووژل شول.

د هغه کور مخامخ، چې سویډنی ژورنالیست پکې نن شاوخوا ۱۱ نیمې بجې ووژل شو، د یوه رستوران ساتونکي وویل چې دوه ځوانان شاوخوا یوولس بجې داسي مهال راغلل چې ده (هارنر) له خپل ترجمان سره د سړک پر غاړه خبرې کولې.

دغه ساتونکي، چې محمد زبیر نومېږي، وویل:« یوه سړي تومانچه راوایسته او هارنر یې پر سر وویشت چې په نتیجه کې یې دی ولوېده، ډېرې وینې یې وبهېدې.»

د ده په وینا صرف همدا یو ډز یې پرې وکړ او مرمۍ پر نژدې مرسدیس بینز موټر هم ولګېده، هلته یې هم سوری جوړ کړی دی.

د رستوران دغه افغان ساتونکي وویل چې ده او نورو ملګرو یې په نژدې پوسته کې پولیسو ته خبر ورکړ، هغوی ټوله سیمه بنده کړه.

په کابل کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې رييس سید ګل اغا هاشمي وویل چې پولیس د تحقیقاتو په لړ کې د هارنر له موټر چلوونکي او ترجمان څخه پوښتنې کوي.

د ده په وینا هارنر په روغتون کې د درملنې په مهال ساه ورکړه.

د سویډنۍ راډیو ایس آر عمومي رييسې سیلا بینکو وویل:« نیلس هارنر یو خورا ښه او تر ټولو زیات تجربه کار خبریال و او څه چې ده ته نن پېښ شول وحشتناک دي. موږ تر وسه وسه هڅه کوو چې د پېښې زیات تفصیل ترلاسه کړو.»

د سویډن صدراعظم فریدریک رینفیلت (Fredrik Reinfeldt) په یوه خبري غونډه کې د هارر پر وژل کېدا خپګان څرګند کړ:«غواړم چې د نیلس هارنر له خپلوانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړم. موږ هارنر د یوه پوه، کار ته لېوال او تجربه کار ژورنالیست په توګه پېژنو. اکثره سویډنیانو د ده ږغ، چې نور چوپ دی، اورېدلی دی.»

د ژورنالیستانو د ساتنې د کمېټې په وینا له ۱۹۹۲ څخه تراوسه پوري په افغانستان کې لږ ترلږه ۲۹ خبریالان وژل شوي دي. اکثره په ۲۰۰۱ کال، چې د امریکا پوځ په افغانستان کې د طالبانو رژیم پرزاوه وژل شوي دي.

د ژورنالیستانو د ساتنې د کمېټې مرکز په نیویارک کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *