تاند- د سویډن حکومت له خپل هیواده د ۸۰ زره پناه غوښتونکوپر ایستلو غور کوي. ویل شوي چې د دغو کسانو د پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي.
د سویډن د کورنیو چارو وزیر اندرس یګمان له قوله سویډڼۍ ورځپاڼې داګینس اندستري لیکلي:«فکر کوم د دغو کسانو شمېر شپېته زره دی خو کېدای شي شمېر یې ۸۰ زره تنو ته ورسېږي.»
د یګمان له خولې همداراز لیکل شوي:«موږ لویه ستونزه په مخکې لرو. پولیسو او د مهاجرت د ادارې چارواکو ته امر شوی چې د دغو کسانو ایستلو ته تیاري ونیسي.»
په ۲۰۱۵ م کال شاوخوا یولکو ۶۰ زره تنو له سویډن څخه د پناه غوښتنه کړې ده چې د هغو په منځ کې ۴۵ فیصده رد شوي دي.
د سویډن د کورنیو چارو وزیر وايي چې حکومت یې هغو پناه غوښتونکو ته، چې په خپله خوښه خپل هیواد ته لاړ شي، د تګ امکانات برابروي خو که څوک په خپله خوښه بېرته تګ ته حاضر نه شي، دوی به یې په زور وباسي.
سویډني رسنۍ وايي چې په داسي یو حالت کې وېره شته چې ډېر پناه غوښتونکي ځانونه پټ کړي.
د سویډن حکومت د افغانستان او مراکش له حکومتونو سره د دغو هیوادونو د اتباعو د بېرته ورستنولو په اړه له مخکې څخه خبرې پیل کړي دي.
تېر کال سویډن ته په ورغلیو کډوالو کې اکثره د سوریې او افغانستان وګړي دي. ورپسې سویډن ته زیات ورغلي کډوال د عراق اتباع دي.