تاند- دوو تنو ستوکهلم ته نژدې له یوې کلیسا څخه د سویډن د شاهي کورنۍ ګېڼې غلا کړې او په یوه کوچنۍ بېړۍ کې وتښتېدل.
په غلا شویو مرغلرو او نورو قیمتي شیانو کې د سویډن د اوولسمې پېړۍ د نهم کارل او ملکې کریستینا دوه تاجونه شامل دي.
دا جواهرات د سویډن په جنوب ختیځ کې په سترنیس کلیسا کې ساتل کېدل.
دا کلیسا په دوولسمه پېړۍ کې جوړه شوې ده.
د سویډن پولیسو د غلو د نیولو لپاره پراخې هلې ځلې پیل کړي دي.