سیف الرحمن شیرزاد – سټکهلم

د سویډن پارلمان ته یوه طرحه پیشنهاد شوې چی سټکهلم باید د سویډن مرکز نه وي.

د سویډن پارلمان ته دغه وړاندیز د پارلمان وکیل او د مودرات (منځدریځ) ګوند یوه غړي لوتا اولسون کړې ده، لوتا وویل چې د سویډن پایتخت باید له سټهکلم نه واخلي او یو بل ښار ته ورکړل شي.

لوتا په دغه پیشنهاد کې لیکلي دي چې پایتخت باید داسي یو ښار کې وي چې د هیواد ټول وګړي ورته اسانه تګ راتګ کولی شي.

1لوتا اولسون زیاتوي چې د سټکهلم جغرافیایي موقعیت او دغه راز مځکنی او هوايي ترانسپورتي شبکې مناسبې نه دي ځکه دا ښار د دې وړ نه دی چې پلازمېنه وي.

ده همداراز ویلي چې څو نور ښارونه هم شته چی په راتلونکی کی د سویډن د پایتخت نقش ښه او بهتر کړی.

دغه طرحه د هغو ۲۹۰۰ طرحو څخه یوه دا چې د پارلمان غړو پارلمان ته وړاندیز کړي دي.

1خو دغه شان پیشنهادونه په پارلمان کې ډیرې لږې رایې خپلولی شي. د سویډن د راډیو د خبر په څانګه کی له یوې څېړنې داسي حرګنده شوه چې له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۴ کال پوري په ټولو پیشنهاد شوو طرحو کې ډیر لږ یانی په ۱۰۰ کې ۲٪ طرحو مثبتې رایې اخیستي دي.

لوتا والسون د مودرات ګوند او د تیر حکومت د پارلمان غړی دی چې ۸ کاله یې پر سویډن حکومت وکړ. خو د سویډن مودرات ګوند په ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې ونشو کولی چې ۵۲ فیصده رایې واخلي او یو ځل بیا حکومت وکړي.

د سویډن په وروستیو انتخاباتو کې له ۸ کلونو وروسته یو ځل بیا سوسیل دیموکرات ګوند کامیاب شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *