عبدالقدوس ستانکزی

تاند- په سویډن کې یوه افغان یو سویډنی هغه مهال له مرګه وژغوره چې رېلګاډی پرې راروان و.

د سویډني رسنیو د اپور له مخې، د جمعې په ورځ /اګست ۱۱/ ماسپښین مهال یو سړی د (Nässjö) د اورګاډي پر پټلۍ بې سده پروت و، ښايي ۳۰ یا ۴۰ ثانیې به پاتې وې، چې رېلګاډی پرې راشي او لاندې یې کړي چې یوه افغان زلمکي ورمنډه کړه او ټېل یې واهه.

شاهدان او د رېلګاډي سپرلۍ وايي چې دا پېښه په ناسیو (Nässjö) تمځی کې وشوه.

۱۷ کلن افغان عبدالقدوس مقدس ستانکزي وايي«زه له پټلۍ واوښتم چې هلته لوېدلي سړي ته ځان ورسوم. فکر کوم که ما ژر اقدام نه وای کړی، ممکن اورګاډي دواړه وژلي وای.»

قدوس د دوو نورو کسانو په مرسته دغه سړی، چې سترګې یې رڼې وې، پورته کړ.»

قدوس تاند ته وویل چې د سویډن رسنیو او خلکو د ده دا کار ستایلی دی او دی په دې ویاړي چې په دې وسیله یې په دغه سکانډنیاوي هیواد کې د افغانانو د شهرت له ښه کېدو سره څه نا څه مرسته کړې ده.

ده په دې اړه تاند ته وویل «د سويډن مطبوعاتو ځکه دا کار ډیر وستایه چې په عیني وخت کې دواړه طرفونه ټرینونه را روان ول او هیچا د مرستې هڅه ونکړه. حال دا چې په تمځای کی ډیر خلک ولاړ ول. چا چې ولیدم وروسته یی زما زیاته ستاینه او مننه وکړه.»

یوه شاهد سټېفن تونیل وویل«که قدوس ژر ورټوپ کړي نه وای، رېلګاډی به پر دغه سړي تېر شوی وای. خو قدوس ژر لاړ او له دې سره سره چې ده یو انسان له مرګه وژغوره، څوک پوی نه شو چې هغه څوک و.»

قدوس وروسته وویل«زه تل له خلکو سره مرسته کوم. مهمه نه ده چې له چا سره مرسته کوم، د کوم ځای دی.»

قدوس ستانکری یو کال او ۸ میاشتې پخوا سویدن ته پناه وړې ده.

قدوس ستانکزی له تاند سره هم همکاري کړې او ځینې لیکنې یې په تاند ویبپاڼه کې خپرې شوي دي.

د ده وروستۍ لیکنه تېره اوونۍ خپره شوه.

One thought on “د سویډن په رسنیو کې د یوه افغان له لوري د یوه سویډني د ژغورنې پراخ انعکاس”
  1. Dear Brothers AsalamuAlaikum,
    I want to send you my articles which I have written in Pashto. I do not know how to send it to you for publication. waiting for your reply.
    Wasalam
    Dr Abdullah Wardak

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *