محمد یار یار

خلک هغه وسیله و بهانه ده چې همېشه زموږ د سیاستوالو، خاصتاً سیاسي سوداګرو د معاملو رنګ و رونق جوړوي.
ښایي یو وکیل هم پیدا نکړای شئ چې د زرګونو پاکو رایو ادعا ونکړي او دا تور و نه لګوي چې دا خو نور دي چې د خلکو د ګټو غله او د درغلیو پهلوانان دي.

رئیس جمهور خو به بېخې ټول ملت په ځان پسې ولاړ بولي او هم به ځان د ولس له غمه مړ ګڼي.

سیاسي ډلې- ټپلې خو بیا سل سلنه ځانونه له خلکو عبارت ثابتوي.

کمونیستانو د خلکو لپاره (کور، کالي، ډوډۍ) غوښته، ارګ یې د خلکو کور ګاڼه او ګوند خو یې د تاریخ مشهور ترین (خلق) دی مګر آیا اوس شک شته چې خپل انساني ترین شعار یې په عمل کې په (ګور، کفن، خاورو) سره ثابت کړ ان په ډېرو مواردو کې، ګور و کفن خو څه کوي، چې د خلکو د جسد درک هم و نه لګېد؛ ارګ نه یوازې د خلکو بلکې خپله د خلکو د خدمتګارانو(!) په نه مړېدونکي و نه ډکېدونکي قبر بدل شو.

اسلامي تنظیمونه هم د خپل برحق جهاد (!) په سلسله کې نه یوازې د افغانانو بلکې ټول مسلمه امت له غمه زاره چاودې ول اما دوی هم د عمل پر ډګر د خلکو په وړاندې د خپل رسالت داسې ننداره وړاندې کړه چې د خلکو پر سرو، مالو، حیثیتو، ناموسو او مادي- معنوي هستیو یې داسې چپه غوبل جوړ کړ چې هر افراطیت و جنایت ګوته په غاښ ور ته پاته شو او ډېري نورې بېلګې، کیسې او داسې واقعیتونه چې ممکن په اول نظر یوه افسانه وایسي.

هر څوک، شعار د خلکو ورکوي خو د عمل په ساحه کې یې، هغه یوازنۍ پدیده، چې حضور نلري، هغه خلک وي.
هغوی چې ډېر د خلکو له غمه مړه دي، خلک یې ډېر پر غم اړولي دي.

هغوی چې ډېر د خلکو د مینې چېغې وهي، خلک ډېر نفرت ځنې کوي، ناړې پر توکي، که وس یې بر شي نو پر مردارو څاهانو کې به یې ښخ کړي.

هغوی چې ډېر د خلکو د خدمت نارې وهي، ډېر خلک یې په خپل خدمت کې ګمارلي وي.

هغوی چې ډېر زیات د خلکو د حقوقو مدافعین دي، زښت زیات یې په وړاندې خلک مظلومین دي.

زه پر خلکو ږغ کوم!

د تاریخ لیرو زمانو ته مو نه لېږم، یوازې د تېرو درې نیمو لسیزو د تاریخ پاڼې مو مخ ته غوړوم، وګورئ چې چا خلکو ته څه ویل او له خلکو سره یې څه وکړل؟ ډېره ژوره مطالعه هم نه غواړي، په سطحې لوست سره مو په هر څه سر خلاصیږي.

د تاریخ هیڅ استاد ته مه ورځئ! هیڅ خواخوږي ته مو غوږ مه نیسئ! د هیچا پر علم ایمان مه راوړئ!

دغه لنډکی ټولنیز تاریخ خپله ولولئ، له هیچا څخه یې تفسیر مه غواړئ! تاسو به خپله په هر څه پوه شئ!

تاسو به اتومات پوه شئ، همدا نن چې افغانستان په بدترین اقتصادي بحران کې پروت دی؛ چې د ناتمام جنګ جهنم یې دوهم نوم دی، چې کار- روزګار نشته، چې خلک بهر ته په تېښته خپل ټول آل و عیال، خپله هستي و نېستي د مرګ د بلا په خوله ور کوي خو دلته یوه شېبه هم تنفس نه غواړي، چې په نړیواله کچه اوله فاسده اداره لرو، چې تر ۹۵٪ پورې د دنیا مخدر مواد تولیدوو، چې بشري، په تېره بیا د ښځو حقونه مو پایمال دي، چې د تروریزم و افراطیت تور وژونکی توپان چلیږي، چې جهالت پر علمیت فوقیت لري، چې تعلیم و تربیه د کفر مترادفه پدیده ده او… دا ټول زموږ د دغه ۳۸- کلن زمانې واټن د سیاستمدارانو، چې خلک یې د سیاستلوبو وسایل و مسایل ول، د پالیسیو او مبارزو نتایج دي، که داسې نه ده؟

او دغه ټول نژدې څلوېښت کلن سیاستونه، شعارونه، تبلیغات، وعظونه، جهادونه، کمونیزم او اخوانیزم، یووار زموږ د کرکټ او فوټبال لوبو سره مقایسه کړئ!

پر دې سم سوچ وکړئ چې آیا زموږ ورزشکارانو، آیا د خلکو پر اوږو ځانونه د نړیوالو بریاوو لوړو مدارجو ته ورسول؟
آیا زموږ کرکټرانو د خلکو غولوونکي شعارونه ور کول چې د زمبابوې غوندې په نړیوالو لوبو کې ایشېدلي او د کرکټ نړیوالي شورا (icc) بشپړ غړیتوب لرونکي ټیمونه له مخه لیري کولای شي؟ هغه هم په حیرانوونکي لوی توپیر.

بیا چې کله د نړیوال لېول بریاوو افتخارات د افغانستان حیثیت ته په جهاني کچه درنښت بخښي نو دا خلک څوک دیکته کوي چې په ساراوو او ښارو کې په ډُول و آتڼ، مستۍ و خوښۍ را وزي، د افغانستان ملي بیرغ ته په ملي او بین المللي معیار څپې ور کوي، ساندې په سندرو بدلیږي، تروریزم د هیومانیزم تر پښو لاندې کيږي؛ ټرایبلیزم، سکټاریزم، فاشيزم او بل هر ناانساني (ایزم) له سرتاسري او انساني افغانیزم څخه تښتي او ملي مینه نمایش ته وړاندې کيږي؟

کله چې استاد سیاف او ملا صبور ویناوې کولي نو په لارو- کوڅو کې یې د حمایت مظاهرې خو نه وي چې نه وي بلکې فیسبوک یې په وړاندې په مخالفت او لعنت ډک وو خو کرکټران او فوټبالران چې مو بریاوې ګټي نو پلي او سورلۍ مو له خوشحالیو، ناز او ویاړه په هوا ځي، ټولیزې رسنۍ مو په معجزیې ډول د مبارکیو، خوښیو او ورور ولیو له ولولو او رنګینیو ډکې وي.

دا ډېر زبردست فورمول او معیار دی؛ د زړو سیاستوالو خو مو دا فورمول نه دی په کار ځکه هغوی وایي جې نور وخت تېر دی، چې تر اوسه سړي نه شوو تر دې وروسته هم ضرور نه ده بلکې د فساد، خیانت، جنایت، خپل ځپنې او پردیپالنې پالیسۍ ته به زور پسې ور کوو؛ دوی د خپل دغه سیاست لپاره د رحمان بابا په دغه بیت خورا منطقې استناد کوي:

لکه بېخ د زړې ونې چنجی وخوري
په دا تېر عمر به څه ښاخ و ثمر کړې

مګر زموږ ځوان سیاسي نسل باید خامخا په دغه رمز ځان پوه کړي چې څنګه زموږ د ورزشکارانو غوندې، پرته له دې چې درواغجن شعارونه ور کړي، په خپلو نه ستړې کېدونکو هلو- ځلو او خولو تویولو سره د افغانستان ودانولو لپاره د خلکو ویاړلې لښکرې را وخوځوي.

بدلون اوونيزه/ دوهم کال/ دولسمه/ پرلپسي ۶۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ سلواغه/۱۴/ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *