درېيمه برخه:
د سياسي تبليغاتو په برخه کې په دا وروستيو کې پرمختګونه او چټک ګامونه د دې سبب شوي چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې، ځېنې د سياسي علومو او ټولنپژندنې عالمان دا د يوې نوې سياسي پدېدې ( پېښې) په توګه وپېژني. تر دې چې شلمه پېړۍ د تبليغاتو پېړۍ ونوموي.
که چېرې سياسي تبليغات د تاريخي سيره وڅېړو؛ نو بايد ياده کړو چې تبليغات د پخوانيو زمانو راهيسې د فرمان ورکوونکو د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي او په بېلا بېلو زمانو کې ترې په ډول ــ ډول بڼو استفاده شوې ده.
دا بايد له نظره ونه غورځوو چې په شلمه پېړۍ کې د عمومي متقداتو په راجلبولو کې د تبليغاتو اغېزې د دويم نړېوال جنګ په دوران کې مخکې له مخکې ښکاره شوې وې او په ځانګړې توګه په اروپايي هېوادونو کې شوروي، په هټلري المان کې د پرمختګ ډېر پړاوونه ووهل او ډېره ګټنه ترې وشوه.
په يادو دوو هېوادونو کې د تبليغاتي تکتيکونو پرمختګ سبب شو چې د زياترو هېوادونو تبليغات د دې هېوادونو د تجربو په ګټې اخيستنې رامنځته شي او نن هم تبليغاتي نظامونه د همدې يادو دوو هېوادونو د تبليغ په پرتلنې مطالعه او تر څېړنې لاندې نيول کېږي.
الف: پخواني او اوسني تبليغات
نوي سياسي تبليغات د هغو سره چې په پخوا وختونو کې موجود وو، په پوره توګه توپير لري په يونان روم او نورو پخوانيو امپراتوريو کې د تبليغاتو بېلا بېل ډولونه معمول او دود وو.
يوناني ويونکو د خپلو خبرو يا وينا په وسيله ډېری وګړي په ځان راټول کړي وو او رومي وياندويانو د عمومي باور په لاس ته راوړلو کې ځانګړی مهارت درلود. رومي مشهور سردار ژول سزار په خپل کتاب ( د ګلونو جګړه ) کې خپل ځان يو لايق او ځواکمن سياستوال پېژندلی او راتلونکو امپراتورانو او رهبرانو ته يې د خپلو کړنو په اړه خبرې کړي.
د روم مشهور خطيب همجايي سيسرون وړانديزونه او ويناوې د تبليغاتو له متنونه ډکې دي. د تبليغ ( پروپاګندا) کلمه په صريحه توګه د رنساس په دور کې د افکارو او قواعدو د روزلو په مانا سره د لغاتونو په فرهنګ کې راننوتې.
د اروپا د زياتو علماوو او فېلسوفانو آثار تبليغاتي جنبه لري. انګليسي عالم جان لاک د ((ټولنيز حکومت )) کتاب کې د مشروطيت انقلاب اصول ( ۱۶۸۹ – ۱۶۸۸ م ) ښه بللي دي. د فرانسې د انقلاب متفکرينو ژان ژاک رو سو او متفکرينو هم د يو بل اړخ له مخې د ازادي غوښتونکو افکارو لارې ته زياته پاملرنه او پالنه کړې.
د فرانسې انقلابي سرودونه د تبليغاتي آثارو په ډله کې شمېرل کېږي، د فرانسې جګړهراوړونکي اوپراخۍ غوښتونکي جنرال ناپيلون بناپارت کولای شود سياسي تبليغاتو د يو متخصص په توګه وپېژنو.
هغه پخپلو بېلابېلو ليکنو او مقالو کې د پروپاګندا ډېر زيات نوي قواعد اصول بيان کړي او د وګړو د باور لاس ته راوړلو لپاره يې ډېرې زياتي لارښونې درلودلې دي.
ددې فرانسوي د قدرت او افکارو په اړه يو جمله چې اوس هم په کتابونو او مقالو کې خپرېږي د يو ضرب المثل بڼه خپله کړې ده.
هغه وايي(( قدرت کولی شوو د تورې د تېرې نوکې په زور لاس ته راوړو، مګر د ساتلو لپاره يې په په تېرې نوکې تکيه نه ده په کار، د قدرت دوام لپاره په عمومي افکارو ساتلو اتکا پکار ده .)) او د همدې عمومي افکارو د راجلبولو لپاره به ناپيلون تبليغاتي هڅې کولې او د فرانسې د خلکو ملاتړ به يې لاسته راوړه.
په نولسمه پيړۍ کې د ازادۍ غوښتنې د افکارو په خپرولو د بېلابېلو ټولنيزو مکتبونو لپاره کار کيدو او تيزو سياسي هلو ځلو سره تبليغاتو پراخي پيدا کړه او مسلکي مطبوعات په دې برخه کې ځانګړی رول ولوبوه. د شلمې پېړۍ په پيل او لومړۍ نړيوالې جګړې په شروع کې سياسي تبليغات د يوې اغېزمنې وسيلې په توګه ځان ښکاره کړ او بېلابېلو دولتونو ترې ګټه واخيسته او ددې لپاره يې نوي ــ نوي پلانونه جوړ کړل. دا چې په بېلابېلو وختونو کې بېلابېلو حکومتونو سياسي تبليغات د فرمان د اجرا وسيله ګرځوله، خو بيا هم تر شلمې پېړۍ هېڅکله پروپاګندا په منظم ډول مخکې نه تله او پوه او متخصص وګړي هغې ته نه و ګمارل شوي.
که څه هم په تېرو پيړيو کې ستاينونکو ليکوالو او شاعرانو د واکدارانو په ستاينې سره د تبليغاتي متخصصانو دندې سرته رسولې او په ۱۷ پېړۍ کې د اروپا ځينو پاچاهانو لکه، د پروس پادشاه فردريک او روسيې مکي کاترين به د سياسي فعاليتونو او ليکوالو د شتون څخه په ځانګړو تبليغاتي موخو لپاره ګټه اخيسته او د هغوی په وسيله به يې په ګڼو محافلو او غونډو کې خپل وعده ورکونکي روشنفکران معرفي کول، که څه هم د هغوی تبليغات د يو معلوم هدف لپاره نه و.
د نولسمې پېړۍ وروسته په اروپايي هېوادونو کې د ټاکنو د کلتور په عامېدو او کلتوري پرمختګ سره سياسي فعاليتونه وغوړېدل دا چې سواد او علم زده کړه عامه بڼه خپله کړه؛ نو د يو شمېر يا، يوې ډلې روشنفکرانو د اعتماد، باور او ډاډ د يوې ځانګړې برنامې لپاره بسنه نه کوله، بلکې ور سره يې د خلکو په يو فکر کولو ته اړتيا پيدا شوه. په شلمه پېړۍ کې د ټولنيزې رواشناسۍ په پرمختګ سره دولتونو هغه لارې چې د صنايعو او اقتصادې موسيسو خاوندانو د سوداګريزو تبليغاتو غوره کړې وې، په سياسي برخه کې ګټه ترې واخيسته. او د منظمو ترتيب شوو تبليغاتو په وسيله يې وکولای شو د افکارو د راګرځولو لپاره سترـــ ستر برياليتوبونه لاس ته راوړي.
ب: اوسني (معاصر) سياسي تبليغات
پرته له کوم شکه، سياسي تبليغات د شلمې پېړۍ يو له هغو پديدو وو چې ډېرې زياتې اغېزې يې درلودې. د زياتره معاصرو متفکرينو له انده د شلمې پېړۍ سترو بدلونونو لکه، د روسيي انقلاب په المان کې د نازييزم او په ايټاليا کې فاشيزم په رامنځته کېدو کې تبليغاتو مهمه ونډه درلوده.
لينن او هيټلر د دوو سترو تبليغاتې څېرو په توګه يادولی شو چې د پروپاګند په نويو اصولو رامنځته کولو کې يې ونډه درلودله، لينن د روسيې د انقلابونو له لورې د وګړو تحريک او تبليغ اساسي دنده پېژندله او همدارنګه لينن په دې باور و، څه ډول يې چې د سياسي تبليغاتو په وسيله توانيدلی په المان کې واک په لاس ولري، که وغواړي په وسيله به يې نړۍ هم ونيسي.
په دې کې شک نشته چې دقدرت او واګو په تر لاسه کولو کې سياسي تبليغات ډېره ونډه لري او که چېرې د ټولنپوهنې له اړخه تبليغات مطالعه کړو، مفاهيم او لارې چارې يې وڅېړو دا موضوع به ښه روښانه شي.
پاتي يې په بله برخه کې