څلورمه برخه

ژباړن: ذبيح الله رحيمزی

د سياسي تبليغاتي تکتيکونو او وسايلو څخه د ګټنې، څنګه چې وويل شول د وګړو په افکارو او عقايدو، د باورونو په راجلبولو او  مرستې او همغږۍ موخه عمومي ده.

د تبلغياتو پايلې او د موخو د تامين څرنګوالي په اړه ډول ـــ ډول نظريات شتون لري. ځېنې په دې باور دي چې د سياسي تبليغاتو په مټ کولی شو په عمومي افکارو کې نفوذ وارد کړو او هغې ته لارښودنه وکړو او نور بيا په دې باور دي چې د سياسي تبليغاتو په وسيله نه يوازې دا چې په عمومي افکارو اغېز لري او لارښودنې کوي، بلکې کولی شي هغه رامنځته هم کړي.

د دې لپاره چې د تبليغاتو رېښتيني پايلې معلومې او روښانه شي، بايد دهغې اثار په سمه توګه وڅېړو او  حدود يې معلوم کړو.

الف. د تبليغاتو اثار (پايلې)

په بېلا بېلو حالتونو او رژيمونو کې د سياسي تبليغاتو پايلې متفاوتې وي. تجربو ثابته کړې چې د لويديځو هېوادونو په سياسي هلو ځلو کې تبليغاتو کې مهم  رول لوبولی دی او زياتره ګوندونه، يوازې د ماهرانه تبليغاتو په وسيله کولي شي په ټاکنو کې بريا ترلاسه او د حکومت واګي په لاس کې واخلي، مګر همدا ګوندونه په هغه صورت کې چې خپل پخوانيو تبليغاتو ته عملي بڼه ورنکړي او په خپلو ژمنو وفا ونکړي، ډېر ژربه  خپل اعتبار له لاسه ورکړي. په دې طريقې سره تبليغات پرېکنده او دوامداره (تلپاتې) آثار(پايلې) منځ ته نه راوړي.

د سياسي قدرت لاس ته راوړلو لپاره، يوازې له تبليغاتو ګټنه بسنه نه کوي، که څه هم د يو شمېر معاصرآمرانه او ديکتاتور سياسي رژيمونو کې تبليغات ډېر رواج لري، خو دا بايد هېر نه کړو چې   د دې په خوا کې له قهري توکو او وسايلو هم ګټه اخستل کېږي. که چېرې د هيټلر حکومت د وېرې، زور او تهديد وسيله نه درلودای، هېڅکله به يې تبليغات دومره اغېزمن واقع شوی نه وای.

 د وګړو ټولنيز حالت، سياست سره لېوالتيا او د لېوالتيا نشتوالى  ملي او مذهبي دودونو ته په کتو سره د تبليغاتو اغېز توپير کوي. په ټولو هېوادونو کې د يو سياسي فکر، يا ځانګړي سياست پلي کول په نبست امکان نه لري. څنګه چې په سوداګريزو تبليغاتو کې د هر توکي پلورل امکان نه لري او ځانته شرايط او ځانګړتياوې غواړي، همداسې د يو سياسي فکر عام او رواجول په هرځای کې ګټور نه وي. مذهب ضد تبليغات په يوه اسلامي ټولنه  او د درواغو اوازې خپرول په يوه خپلواکه او باخبره ټولنه کې له ماتې سره مخ کېږي. په هغو ټولنو کې چې سالم عقل په احساساتو برلاس وي او وګړي يې هر څه په اړه د امکاناتو په درک او عملي تجربو په اساس غور کوي، پرې ګمرا کوونکې کلمې او جملې ډېره اغېزه نه پرېباسي..

ټولنيزو نابرابريو ته ګوته نيونه او خلک خپلو بدبختيو او بې وزليو ته متوجې کول يو ساده(اسانه) کار دی. ځکه بې وزلي او ولږه په زياتره وروسته پاتې هېوادونو کې واقعيتونه دي. برعکس خلک په دې باور کول چې ستاسې ژوند له نورو ښه دي او په ځانګړې توګه د ستونزو د د مثبتو حل لارو وړاندې کول يو ډېر ستونزمن امر دی، نو د همدې امله په زياترو تبليغاتي مواردو کې منفياتو ته غاړه کېښودل کېږي.

په اوسني وخت  کې د ټولنيزو ډلو د ژوند د ځانګړو شرايطو په علت، د حکومتي مسئولينو او عامو وګړو ترمنځ اړيکې او تړلتيا شتون نه لري، نو تبليغاتو لپاره  د رواني نفوذ زمينه برابره ده، خو پام مو وي چې نشو کولی په تبليغاتو سره وګړو په خوله کې خاورې واچوو. دا سمه چې د يو څه وخت لپاره يې په غولونکو شعارونو وغولوو، مګر په دايمي ډول يې نشو کولی هغوی په يو معلوم لوري له ځانه سره وساتو، ځکه د وخت او ځاي شرايط ډېر ژر د عمومي افکارو د ګرځونې سبب ګرځي.

که څه هم څو کلونه وړاندې لويديځو دولتونو کولی شول خپل مستعمره شوي وګړي د يو ښه تمدن، دتبعيض خلاصې ټولنې کې د  يو بل منلو په نوم ولوبوي، مګر نن د استعماري نظامونو په منځه تللو سره، نشي کولی دا ډول تبليغاتو ته دوام ورکړي. اوس يې په بدل کې نوي شعارونه لکه((اقتصادي پرختيا سره مرستې)) ((نړيواله همکاري)) او نور مطرح کوي.

ب: د تبليغاتو حدود

په ټوله کې د تبليغاتو د پايلو په اړه بايد داګومان ونکړو چې د دې تبليغاتو په وسيله کولی شوو هر فکر او هر ډول حکومت د مخالفو شرايطو په شتون کې په يوه ټولنه تحميل کړو. سياسي تبليغات دا ډول حدود لري چې په لنډه توګه څېړل کېدای شي.

لومړی:  تبليغات او حقيقت

د سوداګريزو تبليغاتو متخصيصن په دې باور دي چې په دا دومره وخت کې يوازې حقيقتونه اخيستونکي لري او هېڅ ډول تبليغ نه شي کولای چې د مصرف کوونکو په زړه دې نه وي او  د ډېر وخت لپاره دې په هغوی ومنل شي.

مګر بايد پوه شوو چې وګړي د سوداګريزو توکو په شان په سوداګريزو تبليغاتو کې د ټاکلو او پرتلنې واک او امکانات نه لري او دا د هغوی لپاره ډېره ستونزمنه ده چې وکولی شي د يو ښه سياست پايلې چې معمولاً يو څه موده وروسته راښکاره کېږي په اړه يې وړاندوينه وکړي او  يوه سمه لار وټاکي. په همدې حال کې که چېرې سياست رېښتنی نه وي، تبليغ نه شي کولی د يوې اوږدې مودې لپاره وګړي د حکومت سره يو ځای، يا وساتي او د هغوي باورونه په يو حالت کې وساتي.

په  دې بايد سر خلاص کړو چې د تبليغاتو ستر دښمن، درواغ او په درواغو کې ډېر افراط دی او نه يوازې دا چې وګړي په تبليغاتو شکمن او  ترې په وېره کې کېږي، بلکې په عمومي توګه ډېره بې باوري رامنځته کوي چې بيا يې پايله دا ګرځي، څو د تبليغاتو په سمو او رېښتينو اړخونو  هم باور ونه شي.

د حقيقتونو په پټولو او په اړينو وختونو کې  د اړينو خبرونو او اطلاعاتو د خپرولو څخه ډډه کول، هغه موارد دي چې روحي آرامتيا له منځه وړي، د وېرې او ګواښ فضاء رامنځته کوي او په ټوله کې د تبليغاتو اغېزې  له منځه وړي.

دوهم: تبليغ او د کلتور کچه

په دې شک نه شته چې تبليغات په بې سواده او  ناخبرو وګړو ښه اغېز کوي، مګر کله چې د خلکو د کلتور کچه لوړېږي د تبليغاتو اغېزې هم راکمېږي.

د دې سربېره د يوې اوږدې مودې لپاره د يو ډول تبليغ دوام اغېزه کمه او  بيا له منځه تلونکې وي، ځکه چې تکرار وګړي ستړي کوي او په پايله کې د تکراري مطالبو اورېدل يا ليدل د هغوی باورونو د ماتېدو لامل ګرځي.

د يادونې وړ ده چې د وګړو سياسې او ټولنيزه روزنه د فني پرمختګ په پرتله  ژر ترسره کېږي او د خبري وسايلو په وسيله، لکه مطبوعات، راډيو، ټلوېزيون او سينما د دې لامل ګرځي، څو د نيوکو د روح د پراختيا پر ځای د ژرباوري کېدو حس په هغوی کې راوستل شي، نو همدا علت دی چې په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم دا ډول تبليغاتو خپل ارزښت او قدرت ساتلی دی.

پاملرنه بايد وکړو چې په ډيموکراتيکو رژيمونو او د مطبوعاتو د ازادۍ په پېر کې که څه هم د سياسي تبليغاتو اغېزې د آمرانه رژيمونو په پرتله محدود دي، مګر په مقابل کې بيا اغېزې پرېکنده وي. په دې ډول مملکتونو کې  که چېرې تبليغات د عمومي افکارو په ايجاد کې رول ونه شي لوبوي، تر يو حده په کې نفوذ کوي او د جرياناتو د چټک کېدو او پراخېدو سبب ګرځي.

اوس چې د تبليغاتو نښې او حدود وڅېړل شول، اړينه ده چې يادونه وشي، تبليغات هغه وخت په يوه ټولنه کې ګټورې پايلې لرلی شي چې د يوې معلومې برنامې او عمومي موخو په پام کې نيول سره سرته ورسېږي. تبليغات هغه وخت کولی شي، د خلکو او ديموکراسۍ  د خدمت لپاره په رېښتيني توګه ګامونه واخلي چې وګړي په ټوله کې ښکلي او پاک ژوند اوسېدو کې پاتې کړي،ځکه ديموکراسي د خبرونو، اطلاعاتو او عمومي معلوماتو ته په پراخه توګه لاس رسي په شېبو کې سرته نه شي رسېدای.

په زياتره هېوادونو کې حکومتونه معمولاً  خلک له دولتي کارونو لرې ساتي، ځکه د فرانسوي مشهور فېلسوف پل والري له انده هغوی فکر کوي(( دخپلو چارو څخه د خلکو لرې ساتل د سياست يو ستر هنر دی.)) د دې ډول سياستونو نامساعيدې اغېزې د خلکو بې پروايۍ او بد بينۍ د هېوادونو پر وړاندې دي، يا زېږيږي په داسې حال کې چې د هر تبليغ موخه بايد د عمومي باور او افکارو ترلاسه کول دي.

په ټولييزه توګه يو روغ سياسي فکر د دې ايجاب کوي چې ټولنيز بنسټونه په عمومي توګه پرانېستي وي او د ژوند عمومي مسايل په پوره خپلواکۍ، بې غرضۍاو   بې پلوۍ سره هغوی ته تشريح او روښانه کړي. د ورځپاڼو، مجلو، کتابونو، راډيوګانو، ټلوېزيونونو او سېنماګانو په وسيله سياسي، اقتصادي او ټولنيزو جريانونو په بېړني او رېښتني توګه خپرول د يو نظام د تبليغاتو بنسټ ګڼل کېږي. په هر هېواد کې چې دا ډول نظامونه واک په لاس کې واخلي او امر ورکوونکو او امر مننونکو ترمنځ مستقيمه او متقابله اړيکه رامنځته شي، ګونګسې او درواغ جوړول له منځه ځي او وګړي د دولت د پرېکړو، برنامو او ټولنيزو موخو په خبرېدنې سره د خپل راتلونکي سره ډېره علاقه پيدا کوي او په پايله کې په رېښتني توګه ديموکراسي د عمومي افکارو په ګډون او ډاډ سره رامنځ ته کېږي او په دې طريقې سره تبليغ کولی شي په وګړو کې د حکومتي موخو پر وړاندې پرېکنده باور را پيدا کړي او هغوی راتلونکي ته هيله مند کړي. هغه تبليغ چې د حکومت او ملت ترمنځ رېښتينې همغږي پيدا کړي، د ديموکراسۍ ځواکمنه وسيله(سلاح) ده. (۴)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *