ګل محمد بلوچ

ډاكتر زلمى رسول په افغانستان كې د وروستي جنګي دوران په سياستوالو كې يوه استثنايي څېره ده، ښايي هيڅ يو انسان له هره اړخه په تمامه مانا بشپړ ونه اوسي، ممكن د دنيا په بهترينو انسانانو كې هم خامخا يو (( خو)) موجود وي اما په مقايسوي ډول كېداى شي چې ځېنې انسانان تر ځېنو نورو غوره او پام وړ وي.

د ډاكتر زلمي رسول د هر اړخيز بشپړتابه دعوه هم هيڅوك نه شي كولاى، خو كه يې له معاصرو ژونديوسياستمدارانو، سياسي فعالانو او چارواكو سره د پرتلې اراده لرو، نو په ډاډ ويلاى شو چې د شخصيت د درنښت، سياست د پاكۍ او معقوليت او د كورنۍ په حساب د وياړلي، تاريخي پسمنظر پر اساس تر ډېرو لوړ مقام لري.

راځئ يو څو خصوصيات يې وشمېرو چې نوموړى د سياست په زمينه کې ممتاز ثابتولاى شي:

۱: د افغاني ټولنپوهنې له نظره په افغاني ټولنه كې كورنۍ زيات نقش لري او د درنې كورنۍ غړي د خپلې كورنۍ د درنښت ساتنې په موخه سپك او ناروا كار ته لاس نه اچوي، د همدغه اصل پر بنياد ډاكتر زلمي رسول په يوه مخوره، درنه، روښانه او وطنپاله كورنۍ پورې تړاو لري، چې تر پنځمه پښته د افغانستان واكمنان پاتې شوي دي او په دوى كې داسې څېرې پيدا شوي دي چې د افغانستان د تاريخ نه هېرېدونكي ملي اتلان دي، چې يوه بېلګه يې د ده ماما اعليحضرت امان الله شاه غازي دى چې ياد يې د انسان په زړه كې د وطنپرستۍ، پاكۍ، كار او مبارزې نه تمېدونكي احساسات راپاروي.

۲: د ډاكتر زلمي رسول د ژوند سابقه او د هغه مطالعه خپله يو جالب او د باور وړ مضمون دى، ځكه د هغه ژوند ټول په علمي، سياسي، صحي او ملي خدمت كې تېر شوى، له هغه څخه د ازار، سپكاوي، خيانت او پې پروايي يوه وړه نمونه هم څوك نشي ثابتولاى، چې دا په افغانستان غوندې يوه بحران، دوامداره جنګ او جنايت ځپلې ټولنه كې يوه د توجه وړ ځانګړنه ده.

۳: ډاكتر زلمى رسول د درانه شخصيت، ارام طبيعت، مؤدب كركټر او نورو غوره اخلاقو يوه نمونه ده، د كلام فصاحت او بلاغت يې اوريدونكى ورجذبوي او د خبرو تسلسل او تړاو يې د فكري ثبات او خلوص نمايندګي كوي.

د مسايلو تحليل، راټولول او په يوه لنډ عبارت كې یې حل لاره په نښه كول د خاص سياسي استعداد ښكارندوى دى.

۴: په افغانستان كې د تېرو دوولسو كلنو برياوو كرېډيټ مستقيما ډاكتر زلمي رسول ته ځي، لكه ديموكراسي، لویو جرګو، اساسي قانون، ټولټاكنې، د بيان ازادي، د بشر حقوق په تېره بيا د ښځو د حقونو داعيه، د افغانستان د ملي امنيتي ځواكونو بنسټ ايښوول او پرمختګ او… ځكه چې د دې هر څه طرح اوپلان  په روم كې د باباى ملت د دفتر د رئيس په توګه د ده تر مستقيم نظارت لاندې جوړ شوى و.

۵: د افغانستان د جهاد او بيا راوروسته دورانو كې د هر چا لپاره د شخصي ګټو كولو چانسونه برابر شول، ډېرو د وطن او اسلام په نوم ځانونه د وطن او ملت د بربادۍ په بيه بسيا كړل، دا فرصت ډاكتر زلمي رسول ته هم د هغه د كورني اعتبار او نړيوال شناخت پر اساس په كورنۍ او نړيواله كچه ميسر و، خو ده له خدمت پرته بل انتخاب نه درلود.

۶: دا هم عجيبه ده چې د افغانستان حكومت د نړۍ په كچه په فساد كې اول نمره شو، خو ډاكتر زلمى رسول د فساد له دغه ګردابه سپينه لمن او پاك لاسونه راووت، نه يوازې په افغانستان بلكې د درېيمې نړۍ په هېوادو كې دغه ډول سياسي تقوا په ندرت سره ليدل كېداى شي.

۷: دا او دې ته ورته نورې ځانګړنې ډاكټر زلمى رسول د نړيوال اعتبار او ملي محبوبيت وړ ګرځوي، درېغه چې دا ډول صفات په افغاني جامعه كې تعميم شي او له دې اړخه ډاكتر زلمى رسول د يوې الګو په توګه د تقليد مرجع وګرځي چې په نتيجه كې يې افغانستان، افغانستان شي.

شك نشته چې د المتوكل على الله محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ څلوېښت كلنه دوره د افغانستان د تاريخ تر ټولو سرشاره، مطمئنه، ښېرازه او د امن و ثبات او پر هر اړخيز پرمختګ سمباله دوره وه او تر ده راوروسته دورانونو په واضحه توګه ثابته كړه چې د دوى په نسبت دغه دبېساري نېكمرغيو دوره وه، په دې توګه د ملت بابا د شخصيت محبوبيت د اكثريت افغانانو په څېرو كې ځلېده او د افغان ولس د كلك اعتماد يو نه انكارېدونكى ادرس و، چې د دې ادعا پوخ ثبوت د افغانستان په اوسني اساسي قانون كې ده ته د ملت بابا د لقب تسجيل دى او دا څه وړه خبره نه ده او ډاكتر زلمى رسول چې د ده د دفتر رئيس او هر ځاى يې باوري استازی و، نو دى هم پر دغه بنسټ د افغاني پرګنو د زړونو او ذهنونو ګټونكى دى

———————————

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی

7 thoughts on “د سياسي تقوا يوه استثنايي څېره/ ګل محمدبلوڅ”
  1. ځوانه ته اوخدای که به نور په ستر ګوکې خاوري رامنډي

    اوس نوی دونیاده، نور نو څوک چاته دهغه د ماما، کاکا، بابا په خاطر خپله رایه نه ورکوي
    که دا ستا دستر ګو تور دومره د ماما او بابا په غم کې وای او دومره با استعداده وای، نو دخپل پلار او نیکه ژبه به یې زده کړي وه، داڅنګه وطن برستی ده، چې عربي، فارسي، ایټالیوي، فرانسوي،انګریزي او….یې ټولي زده کړي خو د افغانستان ملي او رسمي ژبي ته یې ملا ماته ده

    زه نور نه داسي امیر منلای سم او نه داسي بابا چې په پښتو زما سره خبري نه سي کولای
    !!دا ګرده ماماګان او بابا ګان دي تاسو ته در مبارک وي

  2. لیکواله! کلیمات او لغاتونه ډېر ښه استعمالوې، خو خلګ اوس اسانه نه خطاوزي. واقعاً د زلمي رسول پورتني صفات د قدر وړ دي، خو یو بل مهم شی دي هېر دی هغه دا چي دی که و ټاکل سي د افغانستان د چارو واګي به د ده په لاس کي نه وي ځکه حامد کرزي کور لا په ارګ کي ور ته جوړيي تر څو زلمی د ده د اجازې پرته حرکت ونه کړي. زلمی دونه غیرتي هم نه دی چي اعلان وکړي چي زه د پخواني جمهور ریس نوی نقاب یم. او د افغانانو نوی جمهور ریس په کار دی نه نقاب یې.
    یو کیسه به درته وکړم، یو وخت د لوی کندهار وکیلان زلمي رسول ته ورغلي ول او د خارجه وزارت اړوند یې ځني شکایتونه ورته وړاندي کړي ول تر څو خارجه وزیر زلمی رسول یې حل کړي. زلمي رسول ورته ویلي ول چي دا زه نه سم حلولای، وکیلانو ورته ویلي ول چي ته خو د دې وزارت لمړنی مسؤل یې څنګه یې نه سې کولای، لیکواله پوهېږې چي زلمي څه ورته ویلي ول!، زلمي ورته ویلي ول چي دا وزارت ما نه دی تنظیم کړی زه پر تنظیم سوي وزارت کښېنول سوم او اوس هیڅ واک پکښي نه لرم. که جمهور ریس سو هم به داسي وي.

  3. بلوڅ ګله
    زه نه پوهیږی چه ته خوارکی دی څو ډالرو ته ولی داسی سر چپه ګډا کوی ؟؟ خدایګو چه خر هم پدی پوهیږي چه زلمی رسول ( زلمی دیوانه ) یو شین لیونی دی چه په څلورو روان دی او یو معیوب نیمګړی انسان دی ! زه نه پوهیږم چه د داسی یو بی خولی ، بی فکره او بی مغزه متذبذب انسان ګټه به افغانستان ته څه وي ؟ زه فکر کوم له داسی ګونګ او بی خولی بی مغزه نه ملاعمر به هم سل چنده ښه وي !! نن سبا د بلوڅ تر نامه لاندی ډیر ی د ارګ مزدوران یوه لیونی ته کمپاین کوي ! مهرباني وکړئ او وویاست چه په څو ډالرو دا مزدوری کوی ؟؟ عمر
    خو دی ډیر خام ښکاري خو مزدوری دي ډیره پخه ده
    دا زلمی دیوانه خدایګو که ته پر موږ ومنی ! هغه حامد دیوانه دی هم خبر کړه . بی غمه اوسئ

  4. سياسي تقوا به لري يا نلري فه هديره كي تول سياسي متقيان دي خو زلمي رسول تر اوسه واده نه دي كري دا جنسي تقوا يي سنكه ده

  5. د زړه سره، تا فرمایلي دي، چې (له هغه څخه د ازار، سپكاوي، خيانت او پې پروايي يوه وړه نمونه هم څوك نشي ثابتولاى) په وزارت خارجه کې یې خپله خدمتګاره دومره ډبولې وه، چې پنځه ورځې په روغتون کې بستري وه، یعنې زلمي رسول ته په ظلم کې همدا برخه ور رسېدلې وه ، که لدې زیات یې لاس ورسیږي، هم صرفه نکوي … ګرانه ټول پوهیږو چې غوا توره شیدې سپینې، سمه ده چې ته خپله دنده اجرا کوې ؛ خو دومره افراطي توصیف ستا شخیت ته زیان رسوي. له بده مرغه دا خطرناکه لوبه له بل پلوه پیل شوېده، تاوان یې موږ او تاسو ته رسیږي او پایله یې ددواړو ناکامي ده، نور مو خوښه .

  6. ارام طبيعت، به یی درسره ومنم خو د كلام فصاحت او بلاغت يې درسره نه منم ګرانه دوسته
    ..

  7. یاره بلوچ خانه ته کله لیکوال شوې؟
    دې ځوان سره تر پرونه ما مرسته کوله خو د یوې خبرې په شل ځل تکرار یې ستړی کړی وم خو ده به ټکی نه شو یادولی خو بیا هم یو څه ښه شو. خو دا چې نن یې تاند ویپاڼه لیکنه د ده په نامه خپروي ښایي دا ورته د پلوچ په ادرس راغلي وي؛ خو دا یې هیڅ وړتیا نه لري او حتی خپله خبره هم نه شي جوړولای، تو هین یې نه ید او نه زه خپل ځان ښیم. خو وایم هغه چا چې دغه لیکنه یې کړې ولې شرمېږي او د پلوچ له ادرسه یې خپروي. دا هغه چا لیکلې چې د پیسو په خاطر یې د زلمي رسول لمن نیولې، ملګري یې چې په حقه دي او نور دوستانو ته د سترګو غړولو به بیا جرائت نه لري نو د بل په نوم یې خپروني خو هغه یو متل دی چې یو یې میچنه سټي بل یې کونه سټي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *