فرهاد داوري

د سياسي تحليل پړاوونه:

د سياسي تحليل د پېل او تر پايه پوري ځيني پړاوونه او اصول شتون لري چي هغه بايد په پام کي ونيول سي، دا پړاوونه زموږ سره د سياسي تحليل په سرته رسيدو کي مرسته کوي، په ټوليز ډول لاندي پړاوونه د پوهانو لخوا وړاندي سوي دي:

۱. د موضوع ټاکنه:

په سياسي تحليل کي لومړی ګام د داسي موضوع ټاکنه ده چي د تحليل وړ وي او تحليل کوونکی وکولای سي چي نوموړې موضوع د خپلي پوهي، تخصص او هغو حقايقو پر بنسټ وسپړې چي دده په لاس کي دي. د موضوع ټاکنه بايد پوره پاملرني سره وسي، که موضوع ګونګه وي او يا هم د مسلک او تخصص څخه د باندي وي، بيا نو د هغې په اړه سم تحليل ناشونی دی.

۲. د معلوماتو راټولونه:

د تحليل د موضوع تر ټاکني وروسته د هغې په اړه د معلوماتو او اطلاعاتو راټولول اړين دي. دا څرګنده خبره ده چي پوخ او سم تحليل يوازي د پخو موادو او کره معلوماتو پر بنسټ ترسره کېدای سي، خام مواد د پوخ او سم تحليل لپاره په کار نه راځي. له همدې امله تر تحليل دمخه بايد د معلوماتو په راټولونه کي هڅه وکړل سي. اوس پوښتنه پيداکېږي چي موږ څنګه د معلوماتو په کره والي او پوخوالي باندي پوهېدلای سو؟ د دې پوښتني په ځواب کي بايد ووايو چي لومړی بايد د معلوماتو سرچينه وکتل سي، که د نوموړو معلوماتو د خپريدو سرچينه د اعتبار وړ وه او په رسمي يا نا رسمي توګه نشر سوي وه، تر ډېره بريده په تحليل کي تکيه ورباندي کېدای سي. دوهم د معلوماتو او اطلاعاتو ليکوال، ترتيب کوونکي او يا څېړونکی، بايد وکتل سي، که د باوري ليکوال او څېړونکي لخوا نشر سوي وه، هغه هم د ارزښت وړ مواد ګڼل کېدای سي او بل مهم ټکی دادی چي که په نوموړو معلوماتو کي د قوي دلايلو پر مټ مسئله روښانه سوې وه او د تحليل لپاره يې دلايل منطقي او ځواکمن وه، کېدای سي چي په تحليل کي تکيه ورباندي وسي.

۳. د اړيکو پيداکول:

له هغو سرچينو سره پټي يا ښکاره اړيکي پيداکول چي د مسئلې سره اړيکه ولري، تر څو د نوموړي مسئلې په اړه حقايق او رازونه کشف کړل سي. تحليل کوونکی بايد هڅه وکړي چي هغو معلوماتو او موادو ته لاسرسۍ پيداکړي چي د عادي افرادو لاسرسۍ ورته ستونزمن يا هم ناشونی وي.

لکه څرنګه چي موږ مخکي هم وويل تحليل يوازي د مسئلې حل کول نه دي، بلکي د مسئلې په اړه د حقايقو او رازونو کشفول هم دي، له همدې امله په زياترو تحليلونو کي رازونه او حقايق ويل کېږي. کله نا کله داسي هم کېږي چي تحليل کوونکي ته ځيني غلط معلومات د حقايقو او رازونو په توګه ويل کېږي، پدې وخت کي تحليل کوونکی بايد دومره معلومات او تحليل ولري چي د نوموړو معلوماتو کره والی او غلط والی معلوم کړي، که تحليل کوونکی په تحليل کي غلط معلومات د رازونو په توګه وکاروي، بيا نو تحليل هم غلطيږي او اصلي لاره ورکېږي.

۴. د مسئلې تجزيه کول:

د مسئلې جزئيات، اصلي او فرعي لوبغاړي بايد وپېژندل سي، همدارنګه د لوبغاړو موخي او په مسئلې کي کارول سوي وسايل هم بايد څرګند سي، وروسته په جزئياتو باندي مسئله تجزيه او تحليل کړل سي.

په سياسي مسايلو کي کله ناکله زيات لوبغاړي ښکېل وي، ځيني يې د اصلي لوبغاړو په توګه او ځيني يې بيا د فرعي لوبغاړو په توګه دنده لري، د تحليل پر مهال ټول لوبغاړي بايد وپېژندل سي او د هر ډول لوبغاړي مسؤليت او دندي هم په ګوته سي. همدارنګه په نوموړې مسئله کي کارول سوي تکتيکونه، وسايل او لاري چاري هم روښانه کړل سي. کله چي تحليل پر جزئياتو باندي ترسره کېږي، بايد ټول اړخونه يې په جزوي او کُلي ډول روښانه وي.

۵. د فرصتونو او تهديدونو پېژندنه:

د يوې مسئلې د تحليل پر مهال بايد د نوموړي مسئلې د پيل، جريان او پايته رسيدو پر مهال فرصتونه او تهديدونه روښانه کړل سي. دا فرصتونه او تهديدونه بايد يا د ژوري مطالعې پر بنسټ او يا هم د کشف سوو حقايقو پر بنسټ روښانه کړل سي.

۶. د بنسټيزو پوښتنو لپاره د ځوابونو لټول:

د هري سياسي موضوع د تحليل لپاره اړينه برېښي چي لومړی د هغې موضوع اړوند بنسټيزي پوښتني مطرح کړل سي او بيا د احتمالاتو او فرضيو په چوکاټ کي د نوموړو پوښتنو لپاره مناسب ځوابونه په ګوته کړل سي. دا ځوابونه د احتمالاتو او فرضيو په شکل د تحليل کوونکي په مغز کي را ګرځي او د تحليل د بنسټونو د موندنو لپاره يوه کُلي طرحه وړاندي کوي او بيا يې تر مخاطبانو پوري رسوي.

۷. د استدلال لپاره سمه تګلاره ټاکل:

تحليل کوونکی د تحليل پر مهال د يوې مسئلې د رد يا تائيد لپاره د استدلال داسي تګلاره ټاکي، چي پر منطق او سياسي دلايلو ولاړه وي او په پای کي يو مناسب تحليل وړاندي کړل سي. تحليل کوونکی د سياسي موضوع د تحليل پر مهال هڅه کوي چي هغه عوامل او دلايل ولټوي چي د نوموړي موضوع تحليل ورڅخه په لاس راځي، پدې برخه کي تحليل کوونکی زياتره ټينګار پر عواملو او دلايلو باندي کوي. هر څومره چي د يوې موضوع دلايل او عوامل په سمه توګه په ګوته کړل سي، په همغه اندازه تحليل دقيق او پر ځای ګڼل کېږي، که چيري د رد يا تائيد لپاره نوموړي دلايل بسنه وکړي، تحليل ورڅخه په لاس راځي، خو که چيري د رد يا تائيد لپاره بسنه ونکړي، بيا نو شونې ده چي تحليل کوونکی دقيق اسناد، آمار او يا نوري معتبري سرچيني ولټوي، تر څو دقيق تحليل ورڅخه په لاس راوړي.

دا جوته خبره ده چي هره مسئله د يو شمېر اصلي او فرعي سياسي لوبغاړو لخوا پيلېږي او بيا پاېته رسيږي، د تحليل پر مهال د نوموړو لوبغاړو يادونه، وړو لوبغاړو يادونه، د دوئ ګټي او د دوئ په مخکي پراته خنډونه هم يادول کېږي، تر څو د تحليل لپاره د موضوع ژورو ته ننوځي.

۸. د تحليل لپاره د نقشې ټاکل:

تحليل کوونکی د خپل تحليل لپاره داسي نقشه او لاره انځوروي، چي تحليل کوونکی وغواړي چي مخاطب همغه ځای ته ورسيږي، ياني تحليل کوونکی د خپل تحليل پر بنسټ مخاطب يوې پايلي ته رسوي. هر تحليل کوونکی د خپل تحليل پر مهال پدې پوهيږي، چي زما د تحليل په پايله کي مخاطبينو ته څه پيغام رسيږي، زه له کوم ځايه موضوع پيلوم او پر کوم ټکي يې پايته رسوم، د دې ټولو اړخونو نقشه يوازي د تحليل کوونکي سره ده، که چيري دا نقشه دقيقه او پر ځای وي، بيا شونې ده چي مناسبه او پر ځای پايله ورڅخه واخيستل سي.

۹. د راتلونکو تحولاتو او موضوعاتو په پام کي نيول:

که څه هم د سياست د علم يوه ستونزه داده چي د راتلونکي په اړه دقيق اټکل نسي کولای، خو بيا هم شونې ده چي تحليل کوونکی د خپل تحليل پر مهال راتلونکي سناريوګاني او پېښېدونکي حالاتو مخکي له مخکي اټکل کړي.

۱۰. د پايلي چمتو کول:

د سياسي تحليل په پايله کي بايد د هغي موضوع په اړه چي بحث ورباندي وسو، پايله او جمعبندي وړاندي سي، د نوموړي سياسي تحليل پايله بايد په لنډو ټکو کي روښانه سي او تر مخاطبينو پوري خپل د تحليل عموميات په څرګندو ټکو کي ورسيږي.

۱۱. سياسي هدايت:

د سياسي تحليل په پايله کي تحليل کوونکی هڅه کوي چي مخاطبين پر يوې مناسبې سياسي لاري هدايت کړي، د دوئ لپاره داسي سياسي لاره په ګوته کړي چي د ملي ګټو او موخو سره همږغې وي، د دې لار ټاکل او بيا د مخاطبينو لپاره د منلو دلايل وړاندي کول د تحليل کوونکي په ليدلوري پوري اړه لري، لکه څرنګه چي هر تحليل کوونکی ځانته ځانګړی ليدلوری لري، له همدې امله هڅه کوي چي د خپل ليدلوري سره سم مخاطبين پر يوه سياسي لاره هدايت کړي. نوربيا…

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۲۰) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱۵\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *