خبرتیا

د نوامبر ۲۵ نېټه (د لېندۍ ۴) له ښځو سره د تاوتريخوالي پر وړاندې د مبارزې نړيواله ورځ ده. څرنګه چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو سره لاتراوسه شعاري، تجارتي او سطحي چلند کېږي او لا يې هم په ژوند کې بنسټيز بدلون نه دی راغلی، میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر او د افغان ملي غورځنګ د ښځو څانګه په پام کې لري د دې ورځې په مناسبت د يوې ليکنۍ سيالۍ له لارې د افغان مېرمنو د ژوند رښتينی انځور وړاندې کړي، د دوی بنسټېزې ستونزې راپورته کړي او د حل لپاره يې پر واقعيتونو ولاړې عملي لارې چارې په ګوته کړي.

 په دې سیالۍ کې له محترمو لیکوالو، شاعرانو او مفکرينو څخه غوښتنه کیږي چې د خپلو نثري او شعري طرحو له لارې د افغان مېرمنو د ژوند بېلا بېل اړخونه او ستونزې مطرح کړي او يا هم د ښځو په ژوند کې د رغنده بدلون لپاره خپلې ټولنيزې طرحې وړاندې کړي. هغو دریو ادبي ټوټو او آثارو ته چې په ښکلې سمبولیکه او هنري ژبه بیان شوې وي او  يا هغو رغنیزو فکري طرحو ته چې د ښځو په ژوندانه کې مثبت بدلون راوستلای شي، د يوه باصلاحيته کتنپلاوي لخوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې جایزې ورکول کېږي. په سیالۍ کې د ټولو لیکوالو او شاعرانو (نارینه او میرمنو) اثار منل کیږي.

په سیالۍ کې د ګډون لپاره وخت لږ دی، نو هیله کوو چې خپل اثر د نوامبر د میاشتې تر شلمې نیټې ( د لړم نهه ویشتمه) پورې په لاندې پته راولېږئ:

/[email protected] [email protected]

په ډېر درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *