څيړنه اوله انگريزي متن څخه ژباړنه

يادونه :

دسيزيپوس افسانه يوه مشهوره  يوناني اسطوره ده چې  مشهور  فرانسوي ليکوال البر کامو  دکيسې په توگه کښلې ده ٠ زيات څيړونکي اوادبپوهان په دى باور دي چې دسيزيپوس افسانه کومه چې البرت کامو کښلې ده دکامو دفلسفي ليدتوگې بيانوونکې ده ٠ همدغه کيسه يو بل مشهور فيلسوف ا-ط هم کښلې ده٠ اودکيسي په پيل کې دالبرت کامو  يادونه هم کوي ٠موږ په دې ليکنه کى لومړى دايراني فيلسوف دنظر اوکښلې کيسې څو ټکي اوبيا دکامو موخه اودهغه دکيسې دانگريزي متن پښتو ژباړه رااخلو ٠ ايراني فېلسوف  ليکى :

(( دسزيپوس  افسانه دپرومته له افسانې  څخه وروسته يوه ډيره ژوره اوډيره انساني اساطيري يوناني افسانه ده ٠ فرانسوي فقيد ليکوال البرت کامو له دغه افسانې يو روايت ورکړى چې دهغه له نړۍ ليد سره ورته والی لري ٠ يعنې دانسان داسې غوښتي دي چې ددې افسانې په وسيله ښودل كيږي چې ژوند څومره بې گټې اوبې ارزښته متاع ده ·دهغه په نظر سيزيپوس ژوند په دوزخ کې  تيريږي او دهغه نتيجه ناپايه او وروستۍ  شکنجه ده ٠ خو پخپله دکامو دسيزيپوس  افسانه په بشپړه توگه دليكوال دتفكر ( دالبرت کامو)پر  عکس تعبيروي  ٠ ))

دكامو دباور خلاف فيلسوف په خپله افسانه کى دزيوس له خولې  ليکى :

(( اى انسانانو خوشحالي وکړۍٔ که داوار زما پنجه ستاسې پر ستوني خښه شوه داسې عذاب اوشکنجه درکړم چې نړيوال شهرت پيداکړي ٠ زه چې دخدايانو جلاد يم په دې  بيوزلي اوبلا چاره زمانه  کې چې دبيکارۍ له عذابه او ددي ژوري څاه له کړاو نه ډير دردوونکي دى رنځ ووينم ٠ اوکه يووار بيا زما لاس بر شي دهغه دجبران له پاره به انساني نسل دځمکې له مخه ورک کړم ٠ ))

اوبيا همدارنگه د سيزيپوس  له خولې ليکي چې :

(( اي مهربانې ميرمنې د خدايانو له ستم څخه د خپل ميړه په مرگ مه ژاړه ٠ زما د جسد د تدفين پر مهال دمراسمو پر وخت مخ واړوه ٠ نه قرباني، نه نذر اونه هم خيرات ورکړې ٠ پريږده چې حريص خدايان دقهر له شدته وچوي اوپه دې پوه شي چې تور مرگ هم مالاري ته نه شي راوستلاى ٠ ))

دغه فلسفي ددې داستان  پاى په دې ډول انځوروي :

کلونه دي چې هغه اړ دى چې يو ه ډبره په  يوه مخ ځوړ باندي دغونډۍ سرته وخيژوي ٠ خولې يې لکه ږلۍ پر مخ راماتې دي ٠ پښې يې سستي کوي ٠ زړه يي درزيږي ٠ سترگې يې له کولکو څخه رابهر شوي دي ٠ هو دغره څوکه نږدې ده اودکړاو پاې ليري نه ده  خو دخدايانو په امر ډبره بيا رارغړي ٠ په ډير شور اوزوږ سره ددرې بيخ ته راپريووزي ،له گردونو وريځ راپورته کيږي ٠ سيزيپوس يو وار بيا دغه سرتمبه ډبر ې ته ورغاړې ووځي ٠ اوبيا يې دغونډۍ تر څوکې خيژوي ٠ خو بيا هم ډبره دهغه له منگولو را خلاصيږي اودسيزيپوس په زړه دبري داغ پاتې کيږي ٠ هو! خدايانو هغه ته له رنځ اوکړاو نه ډک  اوبې گټې  کارد سيزيپوس په برخه کړ چې له ژونده سره يې بې ساري اوناپايه مينه درلوده ٠

خو دا سيزيپوس چې سترگې يي له اوښکو ډکې اولاسونه يي په وينو ککړ اوسوي ټټر يې لوگى کوي٠  پوه شه چې د((زيوسانو)) او((اييدانو)) سره سره به انسان بيا هم بريالي شي ٠ دپرومته ځنځيرونه به مات شي ٠ دخدايانوالمپ  به له منځه و لاړ اونسکور شي اوانساني دوران به راورسيږي ٠

اوس راځو د کامو انگيرنې ته :

سره له دې چې دالبرت کامو د داستان تفسير اوتعبير مالوم دى خو پخپله کامو د دې افسانې  په باب چې پخپله يي کښلې ده وايي :

((دبي ماناوالې يا (عبث) گړنې ډير ناوړه برخليک پيداکړى دى ٠ اوبايد اعتراف وکړم چې ما زيات ناآرامه کوي ٠

کله چې ما دسيزيپوس اسطوره ))   کې دبي مانا والي احساس تجزيه اوتحليل کاوه ٠ زه هغه مهال دروش يا تگ لارې په لټه کې ووم نه دفلسفي ليدتوگې ٠ په واقعيت کې ما فلسفي شک ازمويلو ٠ ما غوښتل چې ټول ذهني سوابق اووړاند ويينې پري مينځم اوداسې څه پيدا کړم چې وکړاي شم دهغه پر بنسټ يو ه ودانۍ جوړه کړم ٠

کامو وايي چې که ووايم چې هيڅ شى مانا نه لري نو بايد داسې نتيجه واخلو چې نړۍ بې مانا اوبې گټې ده ٠ اوايا هيڅ شى مانا نه لري ؟   نو زه هيڅ کله په دې عقيده نه ووم ٠ چې بايد په دې حالت کې پاتي شم ٠  کامو زياتوي کله چې ما دسيزيپوس افسانه ليکله اصلا ما  دسرغړاوي په نوم دکتاب کښلو تکل درلود ٠دغه کتاب بيا   ما  وروسته وليکه ٠ په هغه کې ما هڅه وکړه چې دبي مانا والي داحساس بيلابيلو اړخونو دتشريح نه وروسته دسرغړوونکي انسان بيلابيل اړخونه تشريح کړم. زما وروستى کتاب بيا دسر غړوونکي انسان نوم غوره کړ ٠( دکامو تعهد ١٩٠ مخ )٠٠٠٠

خو دا کيسه  چې وروسته يي لولۍ  دلته ژباړل شويده دکامو له انترنيتي سايت دانگريزي متن څخه اخيستل شويده ٠ دا پخپله دالبرت کامو کتاب چې  په فارسي هم ژباړل شوي اوڅو کاله دمخه ما لوستي ووڅخه نه ده اخيستل شوې ٠ دا ډير زوړ متن اوپه ډيره زړه انگليسي کښل شوى او له هغه څخه په پښتوژباړل شويدى٠ اړه ده چې په دې اړه دښاغلي محک اوښاغلي نجيب منلي له ښو مشورو څخه يادونه وکړم٠

د سيزيپوس افسانه

دآلبر کامو ليکنه

خدايانو سيزيپوس (١) په ابدي توگه محکوم کړچې ډبره دغره ترڅوکې وخيژوي اوهماغه ډبره له هغه ځايه بيرته په خپل وزن راورغړي ۰دوې په حقه  فکر کړى و چې هغه ته له دې وحشت ناک اونامينده کوونکي کار څخه  پرته بله ستره بې گټې سزا نشته ۰

که د٬٬هومر٬٬ خبره ومنو نو په فاني موجوداتو کې سيزيپوس تر ټولو هوښيار اوځيرک انسان وو ٠خو ديوه بل روايت له مخې هغه ته غلا کول اولاره وهل ورپه برخه شول ۰په دې کې هيڅ تناقض نشته ٠داخبره چې هغه ولې دارواحو په نړۍ کې يو بې گټې کارگر شو،بيلابيل دلايل اوعقايد موجود دي ۰ يو دادى چې نوموړى په دې تورن شو چې له خدايانو سره يې په بې عقلۍ چلند وکړ ۰هغه دخدايانو رازونه غلا کړه ۰ ((ايگينيا))(٢ )دايزوپوس لور د (( ژوپيتر))٣ له خوا وتښتول شوه ۰ پلار يې دهغي په لادرکۍ ټکان وخوړ اوسيزيپوس ته يې شکايت وکړ ۰ خو څرنگه چې نوموړى له دغه تښتونې څخه خبر وو ، وي ويل چې په يو شرط به ورته راز ووايي چې ايزوپوس دکورينت ( ٤)کلا ته اوبه ورکړي۰

داسماني تالندې اوبرښنا دغونډونکي پر ځاى يي داوبو ښيگڼه غوره وبلله اونوموړي ته له دې  امله دارواحو په نړۍ کي سزا ورکړل شوه ۰

هومر موږ ته داهم وايي چې: همدا راز سيزيپوس مرگ په ځنځيرونوباندې  تړلي و. پلوتو  ( ٥ ) دخپلې تشې اوخاموشې امپراتورۍ صحنه نه شوه زغملاى٫ نوموړي دجگړې خداى واستاوه چې دهغه دمرگ دښكارچي له لاسه  وژغوري۰  ويل کيږي کله چې سيزيپوس مرگ ته نژدې کيږي په بيړه يې غوښتل  دخپلې ميرمنې مينه وازمايي ۰ خپلې ميرمنې ته امر کوي چې دهغه ناښخ شوى جسد په يوه عام ډگر کې کيږدي ۰سيزيپوس دارواحو په نړۍ کې راويښيږي ۰ هلته ددومره اطاعت له امله چې دانساني مينې خلاف وو، ورنځيد۰ له پلوتو څخه يي اجازه تر لاسه کړه چې دخپلې ميرمنې دسزا له پاره بيرته ځمکې ته راشي ۰ نو کله چې نوموړى يو وار بيا ددې نړۍ مخ وليده له اوبو،لمر اوتودو ډبرو اوسمندرونو څخه يې خوند واخيست۰ نه يې غوښتل چې بيا هغه دوزخي تورتم ته ولاړ شي ۰ دقهر اوغضب نښو ،گواښونو،بيا رابلنو گټه ونه کړه ۰ نور ډير کلونه يي دسمندرونو اودځمکې له موسکاوو سره ژوند وکړ ۰ دخدايانو فرمان ورته اړين و ۰ ميرکوري (   ٦) ورته ورغې اودغه بې شرمه يې په بې باکۍ سره له ستوني ونيوه ، له خپلو خوښيو يې گوښې کړ ·په زور يې بيرته دارواحو نړۍ ته چې هلته ورته ډبره تياره وه بوتللو ۰

لکه څنگه چې تاسې تر مخه په دې پوه وۍ چې سيزيپوس يو بې مانا قهرمان دى نوموړى٫ په ټول عشق سره سره په خپل رنځ گاللو کى هم اتل وو ۰ دخدايانو سپکاوى، له مرگ څخه کرکې اوله ژوندانه سره مينې  هغه ته داسې له تصوره پرته سزا ورپه برخه کړه چې ټوله هستي يې د نشتوالې  دبشپړتيا له پاره کاريږي ۰ اوس داددې نړۍ سره دمينې بيه ده چې بايد ورکړه شي ۰

دارواحو په نړۍ کي دسيزيپوس په اړه موږ ته څه ونه ويل شول ۰ اسطورې ددې له پاره جوړې شوې چې تصور په دوې کې دژوند ساه پوه کړي ٠ خو تر کومه ځايه چې ددې اسطورې په باب خبره ده نو سړى په کې ديوه وجود ټوله خواري گوري چې په دې پورې مښتې دی چې يوه ډبره له سلگونو وارو څخه زياته پورته اوپه سلگونه واري ىې راورغړوي ) په سلگونه واره يې ټيل وهي ٫گوري چې مخ يي دزوركارولو له لاسه تک سور دي ·اننگي يي چې له ډبري سره جوخت ورغلي دي·اوږي يي چې له خټو ککړې اوډبره يي ټينگه کړې ده پښه يي چې تر ې لاندې اړم ده ، په وازو يا خلاصو  لاسونو دا کار بيا پيل کوي · گوري چې  يوازې دده په خاورو ککړ لاسونوکي  بشري امنيت دى اودده دبې پايه ،بې ځايه اودعبث هڅه موخې ته رسيږي·

خو سيزيپوس گوري چې ډبره په څو شيبو کې بيا دغه ټيټي نړۍ ته چې له هغه ځايه بايد له سره دغونډۍ سرته ټيل وهل شي ، بيرته اواري ته راتوليږي ۰

ددغه ستنيدنې اوددغه ځنډ دمهال سيزيپوس ماته په زړه پورې دى ۰ هغه څيره چې

ډبرې ته نږدې اودډبرې په څير خواري گالي په خپله تر مخه لا هم ډبره شويده که دا اسطوره تراژيدي ده سبب يې دادي چي دهغې اتل پخپله شعور دي ۰

زه دغه سړى وينم چې په درنو اوشميرلو گامونو سره دهغه عذاب اورنځ پسې چې په پاي يې هيڅ ونه پوهيږي روان دی ·دداسې گړۍ چې يوې وچې شيبې ته ورته ده او په باور سره چې دهغه درنځ په څير بيرته گرځيدونکې ده، همدغه شېبه دپوهې  شيبه ده ۰سيزيپوس دخدايانو خواري کښ بې وسه خو ياغي اوله خپل حالت څخه خبردى ٠ ددغه شيبو په هر بوي کې  کله چې هغه دلوړو څخه را كښته كيږي اوورووروبيرته دخدايانو پټو ځايونو ته ورکوزيږي، نو له خپل برخليک څخه لوړ دى، په خپل برخليک برلاسى دى ۰ هغه له ډبرې څخه ځواکمن دى ٠ که دده هر گام ده ته دبرې پيغام راوړلې نو دده رنځ به چيري واي ؟ ٫

ايا دنن ورځې دکارونو مزدور په خپل ژوند کې هره ورځ په ورته دنده کارکوي اودهغه برخليک له دې څخه لږ بې مانا نه دى؟خو دايوازې کله کله د ناوړه شرايطو په ټولو اړخونو (ابعادو ) پوهه لري ۰ داهغه څه دي چې دکوزيدو پر مهال کې فکر کوي۰

دغه روښانتيا اودپوهيدو وړتيا چې دده رنځ تري جوړيده پخپله دده دبري تاج و ۰ داسې برخليک نشته چې په بابيزه ګڼلو يې پرې برى ترلاسه نه شي ۰

که چيرې سقوط په دې ډول ځينې وخت په غم کې ترسره کيږي نو په خوښۍ کې هم ترسره کيږي ۰ داډيره غټه خبره نه ده بيا هم زه هغه مهال خوښوم چې کله سيزيپوس دډبرې پسې راستنيږي ، غم دکار په پيل کې و ۰کله چې دځمکې انځورونه له ياد سره کلک نښلي اوکله چې دخوشاليو ياد پرله پسې کيږي، نو دانسان په زړه کې ژور خپگان پيدا کيږي : دادډبرې برى دى اوداپخپله ډبره ده ۰

ناپايه غم ډير دروند دى چې وزغمل شي ۰ دازموږ دستر عذاب او رنځ ) جسيمان (۷ ) شپې دي ، خو رنځوونکي حقايق دهغو په منلو نارنځه کيږي ۰ په دې ډول ٬٬اوديپ٬٬ په لومړي سرکې پرته له دې چې وپوهيږي دبرخليک اطاعت کوي : له هغه شيبې چې وپوهيږي دهغه تراژيدي پيل کيږي ۰ خو په هماغه شيبه کې ړوند اووارخطاوي ۰ نوموړى پوهيږي چې يواځينى مزى چى له نړۍ سره دهغه اړيکي ټينگوي ديوې ځوانې پيغلې تنکى لاس دى ۰ په دغه مهال کې نو بيا د هغه دا خبره انگازې کوي : (( پر ډيرو عذابونو سربيره زما دعمر پوخوالي اوزما ساهو ( شريف ) روح مادې نتيجې ته رسوي چې هر څه ښه دي ۰ ))

دسوفوکول اوديپوس لکه دداستايفسکي کيريلوف په دې ډول موږ ته دبې مانا بري نسخه راکوي ۰ په دي ډول گورو چې لرغونى پوهه  ( منطق ) معاصره اتلولي تاييدوي۰هيڅوک هم دخوشالۍ دلارښوونكي دليکنې له هڅونو پرته په بې ماناوالې٨  absurd نه پوهيږي۰

((څه شي ؟ له داسي تنگو لارو ؟۰۰۰۰)) خو نړۍ يوه ده ۰ خوشحالې اوبي ماناوالې ديوي نړۍ يا ځمکې دوه بچيان دي ۰ دوى سره نه جلا کيدونکي دي ۰ دابه ناسمه وي که وويل شي چې خوشحالي به گوندې په ضروري توگه له سقوط اوبې مفهوم والې څخه راولاړيږي۰

کله  داسې هم پيښيږي ۰چې دبي ماناوالي احساس له خوشحالۍ څخه راولاړيږي ۰ اوديپ يا اوديپوس وويل : ((ماداسې نتيجه تر لاسه کړه چې هر څه ښه دي ۰ )) کيداي شي داسې وويل شي چې هر څه له لاسه نه دې تللي ۰ داسپيڅلي خبره ده ۰ دادانسان په وحشي اومحدوده نړۍ کي ازانگه کوي اودا رازده کوي چې داټول پاي ته رسيدونکي  نه دي اونه وو ۰ يو خداى چې دې نړۍ ته له نارضايتۍ سره راغلى و اوپر ځاى يي بې پايلې رنځ غوره کړ له دې نړۍ څخه يې ليري شړي ۰ داخبره له برخليک څخه انساني خبره جوړوي چې ښايي دانسانانو په منځ کي روغې جوړې ته ورسيږي ۰ دسيزيپوس دټولې چوپتيا خوند په خپله دهغه دبرخليک پوري اړه لري ۰

دهغه ډبره هم دې ته ورته څيز دى لکه يو ( پوچ ) بي مانا سهار چې کله په خپل رنځ فکر کوي دخدايانو ټول انځورونه غلي کؤۍ (چوپوې ) ·په کايناتو کې چې ناڅاپه چوپتيا ورگرځيدلي ده بې شميره ځمکني پوښتونکي ۰۰۰۰  غږونه را پورته کوي۰

لمر بې سيوري نشته اودا ډيره اړينه ده چې په شپه پوه شو ۰ غير معقول ( پوچ ) سړي وايي چې هو اودهغه هڅې به په دې اساس په پرله پسي توگه جاري وي ·که شخصي برخليک وجود لري نو عالي برخليک نشته ·خو يو برخليك ارومرو شته ( دده په نظر کې ) دکرکې وړ دى اوترې تيښته نشته ٠ له دې پرته هغه  پوهيږي چې دخپل ژوند واکمن پخپله دى۰په دغه کوچنۍ شيبه کې چې کله سړي يو وار شاته گوري اوټولي ماضي ته پام اړوي ۰ سيزيپوس بيرته خپلي ډبري ته راستنيږي په همدغه شيبه کي په خپلو يو لړ ناتړلو کړنو باندې فکر کوي چي دده برخليک تري جوړ دى، چې ده هست کړى دى ۰ دده اويا دده دسترگو په وړاندي سره يو له بله نښلي اومرگ ډير ژر پري خپله ټاپه لگوي ۰ په دې ډول داټول هغه څه چې انساني دي په انساني مبدا باندي په باوري کيدو سره يو ړوند انسان چې ليوال دى ويني يې ۰ څوک پوهيږي چي شپه پاى نه لري خو تراوسه هم پر مخ روان دي ۰ ډبره تراوسه هم توليږي ۰

زه سيزيپوس دغونډۍپه لمن کې پريږدم ۰ يو سړی خپل بار بيا مومي خو سيزيپوس دوفادارۍ ( ښايي خپلو اصولو ته ) عالي درس ورکوي چې په خدايانو سترگې پټوي اوډبره په لوړه خيژوي ۰ هغه هم داپايله اخلي چي هر څه ښه دي نو ځکه خو ده ته بې مالکه کاينات شنډ نه ښکاري او بې مانا هم نه۰

دهغې ډبرې هره ذره دهغه شپې پوښلې غره هره دانه ( لکه دواوري ذره  )په خپله يوه نړۍ جوړوي ۰ دلوړو په لور هڅه په خپله بس ده چې دانسان زړه ډک کړي ۰ انسان ته ښايي چې سيزيپوس نيکمرغه تصور کړي۰

پاى

———————————–

يادښتونه

Sisyphus—1

په يوناني اساطيرو کې دکورينت دښار ډير ظالم پادشاه چي زيوس ته يې نافرماني وکړه اوتر ابده ديوي ډبري په خيژولو اوراتولولو په عبث کار محکوم شو ٠

Egina— 2

دايزوپوس لور چي  چې دژوپيتر له خوا تښتول کيږي ـ

Jupiter—3

ديوناني اسطوره يي  خداي زيوس سره سيال دي ٠ دي ډير باقدرته خداي دجنو ميړه اوورور پيژندل شوي دي ٠

Corinth—4

په لرغوني يونان کې په شپږمه اواومه ميلاد څخه دمخه پيړي کي ډير مشهور اوبډاي ښار و ٠

Pluto–5

درومن په اساطيرو کى دمرگ خداي  اوداخرت حاکم ديونان دحادس سره په پرتله کي ٠

Mercury–6

دروم په اساطيرو کى چې دېونان  له خداي هرمس سره يو شان دي ٠ دنورو خدايانو له پاره يي دپيغمبرۍ دنده درلوده ٠ دسوداگري اوسفرونو خداي هم باله کيده ٠

Gethsemane—7

دسخت عذاب اوکړاو ځاي ٫ شکنجه ځاي ٠  ديوروشليم څخه بهر ديوه باغ نوم هم دي چي دعيسي مسيح دبندي کيدو ځاي دي ٫

Absurd–8

مهال ٫نامعقول  باطل ٫ بي مانا اوعبث

———————————————–

په تاند کې د ښاغلي کرګر ځیني نورې لیکنې:

خوشحال او نوستالژیا ، لایق او د څاڅکو بلور، د یادونو پر بستر، د داستاني ادب ښوونیز رسالت ،  فرانتز قانون او ….، پښتو شعر او نوستالژیا ، هجري او نوستالژیا،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *