د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز[1]
تېره اوونۍ په مسکو کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د روسیې-چین-پاکستان درېاړخیزه ناسته وشوه. سره له دې چې دغه ناسته د افغانستان په تړاو وه؛ خو نه د افغان حکومت په مشوره جوړه شوې وه او نه هم ورته د افغان حکومت کوم پلاوی وربلل شوی و.
دغې درېاړخیزې ناستې په هېواد کې دننه تاوده غبرګونونه هم وپارول. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند دغه ناسته د اندېښنې وړ او پوښتنهپاروونکې وبلله او ولسي جرګې بیا د افغانستان له ګډون پرته د دغه هېواد د سولې په نوم یا د هېواد پر وضعیت هر ډول غونډه د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې په معنا وبلله. په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال نېکولسن هم د روسیې پر دغه چلند سخته نیوکه وکړه او له طالبانو سره د روسیې نږدېوالی یې مرستندوی ونه باله.
که څه هم روسیې-چین-پاکستان له دغې درېاړخیزې ناستې وروسته ویلي، چې دغې پروسې ته به نور هېوادونه، په تېره بیا ایران او افغانستان هم راوبولي؛ خو په ځانګړي ډول به د افغان ولسمشر لپاره هېښوونکې دا وي، چې دا درې واړه هېوادونه (روسيه، چين او پاکستان) په غونډه کې پر دې همغږي شوي، چې یو شمېر طالبان د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه وباسي.
دا چې په سیمه کې وروستی جیو-پولیټیک وضعیت څرنګه دی؟ آیا سیمه بیا په دوو بلاکونو کې وېشل کېږي؟ او په ځانګړي ډول د روسیې-چین-پاکستان دا درېاړخیزه ناسته به پر هېواد څه اغېزې وکړي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته تحليل شوې دي.
د سیمې بدلېدونکې سېناریو
سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او منځنی ختیځ له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ژورو بدلونونو په لور روانې سیمې دي او دا درېواړه سیمې بیا په مستقیم او یا غیرمستقیم ډول د افغانستان پر پېښو اغېزې ښندي.
په منځني ختیځ کې د عربو پسرلی په خزان بدل شو، په سوریه کې له پاڅونونو وروسته کورنۍ جګړه پيل شوه او اوس د نړۍ د پاملرنې تر ټولو مهمه سیمه ګرځېدلې. په مصر کې پر دېموکراتیک نظام کودتا وشوه، له عراقه د امریکایانو له وتلو وروسته اسلامي دولت ډله رامنځته شوه او ان افغانستان ته یې هم ریښې راوکړې. په ایران کې منځلاري روحاني ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او په پای کې یې له امریکا سره د اتومي پروګرام پر سر تړون هم لاسلیک کړ، چې له کبله یې ایران له نړیوالو بندیزونو راووت.
په سوېلي اسیا کې هم وضعیت د افغانستان-هند-پاکستان ترمنځ پېچلی دی او په وروستیو دوو کلونو کې د دغه مثلث ترمنځ د اړیکو لوړې او ژورې ولیدل شوې. په هند کې د نارېندرا مودي له راتګ سره د هند بهرنی سیاست فعال شو او تګلاره یې تر ډېره د پاکستان منزوي کول او له امریکا سره نږدې کېدل وه. په بل اړخ کې د پاکستان پوځ د پاکستان ضد وسلهوالو پرضد د ضرب عضب عملیات پيل کړل او د پاکستان پوځ د تېر پر څېر تر ډېره د افغانستان او هند چارې په خپلو لاسونو کې واخیستې. د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ هم اختلافات موجود وو.
له افغانستانه د امریکایانو د پوځيانو وتل پيل شول، چې اوسمهال یې شمېره تقریباً د رسمي ارقامو له مخې ۱۰ زرو ته راښکته شوې ده. د حامد کرزي-امریکا له اختلافاتو وروسته، نوي افغان حکومت له امریکا سره د نږدې اړیکو تکل وکړ او له سیمهییزو هېوادونو سره یې هم د اړیکو ښه کولو هڅه وکړه.
په چین کې د شي جین پینګ له راتګ سره بیجینګ د لوېدیځ په لور پاملرنه زیاته کړه او په همدې موخه یې د ورېښمو نوې لارې، چې دوی یې د “یوه سړک او یوې کرښې” په نامه یادوي، د ایستلو هڅه وکړه. په پاکستان کې یې د “چین-پاکستان اقتصادي حوزې” تر نامه لاندې د ۴۶ ملیارده ډالرو پانګونې تکل هم وکړ؛ خو دغه مهال یې له امریکا سره اړیکې د چین د سوېلي سمندرګي په قضیه کې هم خرابې شوې.
په سیمه کې د دوو بلاکونو ترمنځ روانه نوې لوبه
که چېرې د سیمې د وروستیو دوو کلونو جیوپولیټیکي وضعیت ته ځېر شو، نو څرګندېږي چې زموږ سیمه د سړې جګړې په څېر بیا په دوو بلاکونو کې وېشل کېږي؛ خو دا ځل یې توپير دا دی، چې د دغو بلاکونو د جوړښت تر شا د ایډيالوژۍ پر ځای د سیمې روان حالات او بدلېدونکې ګټې دي.
لومړی بلاک: هند-افغانستان-امریکا:
په لومړي بلاک کې هند، افغانستان او امریکا راځي. د ملي یووالي حکومت له راتګ سره د افغان حکومت او امریکا اړیکې د حامد کرزي د دویمې دورې په پرتله نږدې شوې. د امنیتي تړون له لاسلیک کولو سره په افغانستان کې د امریکا راتلونکی روښانه شو. افغان حکومت امریکایانو ته د شپنیو عملیاتو اجازه ورکړه او د امریکايي سرتېرو لخوا د ملکیانو پر وژنه یې هم چوپتیا غوره کړه. په بدل کې امریکا له افغان حکومت سره د بروکسل او وارسا کنفرانسونو کې د مرستو ژمنه وکړه. په بل اړخ کې د ملي يووالي حکومت د جوړېدو پر لومړي کال له هند سره اړیکې نږدې نه وې؛ خو کله چې کابل له اسلامآباد څخه ناهیلی شو، نو له ډهلي سره یې اړیکې نږدې کړې.
هند له افغانستان سره د جنګي چورلکو مرستې وکړې او دغه راز له افغانستان سره یې د یو ملیارد ډالرو نورو مرستو ژمنه هم وکړه. افغان حکومت هم له هند څخه د درنو وسلو د رانیولو پرېکړه وکړه، چې د هند لخوا هم ورته شين څراخ ورکړل شو.
په بل اړخ کې د نارېندرا مودي له واک ته رسېدو سره د هند او امریکا ترمنځ اړیکې د تېر په پرتله نږدې شوې. نارېندرا مودي تر اوسه څلور ځله امریکا ته سفر کړی، بارک اوباما هم په ۲۰۱۶ کال کې هند ته سفر وکړ او په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا او د هند د دفاع وزیرانو ترمنځ شپږ کتنې وشوې، د دغو کتنو پرمهال د نظامي-لوجستیکي هوکړهلیک لاسلیک کول د یادونې وړ دي، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د یو بل له هوايي ډګرونو څخه د اړتیا په وخت کې ګټه واخلي.
دویم بلاک: روسیه-چین-پاکستان:
په دویم بلاک کې روسیه، چین او پاکستان شامل دي. د پاکستان او چین اړیکې تل ښې وې؛ خو په ۲۰۱۵ کال کې پاکستان ته د چین د ولسمشر سفر او د چین-پاکستان اقتصادي حوزې (سيپېک) پرانیستنه هغه څه شول، چې دواړه هېوادونه یې نور هم سره غوټه کړل. دغه راز په دې وروستیو کې د روسیې او پاکستان ترمنځ هم اړيکې مخ په پراخېدو دي. ښايي روسیه د پاکستان شمال-جنوب د غازو نللیکه کې تر ۲ ملیارد ډالرو پورې پانګونه وکړي، سيپېک کې شامله شي او له پاکستان سره یې نظامي تمرینات هم پيل کړي. د دې ترڅنګ چین او روسیه د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته ستراتيژيک ملګري دي او اوسمهال یې په نړۍ کې له یو بل سره ګټې د امریکا په پرتله همغږې دي. د بېلګې په ډول يادولی شو، چې سوریه او منځني ختیځ کې يې ګټې او په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور پر وړاندې دریځ او داسې نور.
د سیمې د دوو بلاکونو ارزونه
که چېرې د دغو دوو بلاکونو ارزونه وکړو، نو له چین او پاکستان سره د هند اړیکې کړکېچنې دي. مودي د سوېلي اسیا مشران ډهلي ته د خپلې لوړې مراسمو ته راوبلل، چې په دوی کې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او افغان ولسمشر حامد کرزی هم شامل وو؛ خو تر اوسه د مودي په دغه دوره کې د کشمیر او تروریزم له کبله له پاکستان سره د هند اړیکې ډېرې خړې پړې دي. د پټهانکوټ او اوړي له بریدونو وروسته هند د پاکستان د منزوي کولو تګلاره پرمخ کړه او ترڅنګ یې له چین سره هم اړیکې د اتوم تامینوونکو هېوادونو ډله کې د هند د غړیتوب پرخلاف د چین دریځ او د جیش محمد له مشر مسعود اظهر څخه د چین د دفاع له کبله خرابې شوې او بیا یې هند ته د تبت مذهبي مشران راوغوښتل، چې چین دغه کړنه بیا په سختو ټکو وغندله.
په بل اړخ کې له چین او روسیې سره د امریکا اړیکې هم د ترینګلتیا او کړکېچ په لوري روانې دي. د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ په برخه په تېره بیا د “ایوان” د ارزښت په تړاو اختلافات شته دي، امریکا د چین په سویل سمندرګي کې د بیجینګ د دریځ مخالف نظر لري او په سیمه کې یې د چین له مخالفو سوېلي اسیا، جاپان، ویتنام، تایوان او نورو سره ژورې اړیکې دي. له روسیې سره د امریکا اړیکې هم د ۲۰۰۱-۲۰۰۹ کلونو په پرتله ډېرې خرابې دي. دواړه هېوادونه په سوریه، یوکراین او اوس په افغانستان کې د یو بل پرضد په یوه نااعلان شوې سړه جګړه کې ښکېل دي.
دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې روسیه او ایران له هند لاره بېلوي. له دې وړاندې دغو درې واړو هېوادونو په افغانستان کې تقریباً ورته تګلاره درلودله؛ خو له طالبانو سره د روسیې او ایران نږدې اړیکو دې چلند ته د پای ټکی کېښود.
سیمه د همدغو دوو بلاکونو ترمنځ د وېشل کېدو په لور روانه ده؛ خو د (افغانستان-چین)، (روسیې-هند) او (امریکا-پاکستان) اړیکې هغه څه دي، چې شاید د دغو دوو بلاکونو په پرمختیا کې خنډ پېښ کړي او که چیرې د افغانستان-چین ښې اړیکې خرابې، د روسیې-هند نسبتاً سړې اړیکې د تربګنۍ خوا ته او د امریکا-پاکستان اړیکې نورې هم ترېینګلې شي، نو د دغو بلاکونو برخلیک به وټاکي.
د روسیې-چین-پاکستان ناسته او پر افغانستان یې اغېزې
که څه هم د روسیې-چین-پاکستان درېاړخیزه ناسته نوې نه ده، بلکې دوی له دې وړاندې هم دوه ناستې کړې دي؛ خو دا ځل یې ډېره پاملرنه د افغانستان وضعیت ته اړولې وه. په دغه ناسته کې درې واړو هېوادونو په افغانستان کې د داعش له نفوذ څخه اندېښنه څرګنده کړه او په دې هم همغږي شول، چې د طالبانو یو شمېر غړي د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه وباسي، ترڅو دا د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي. خو د دغو دریو هېوادونو دا پریکړه د افغان ولسمشر له هغو څرګندونو سره په واضع ډول په ټکر کې دخ، چې دوه میاشتې وړاندې یې له ملګرو ملتونو غوښتي وو، څو د طالبانو مشر ملا هبة الله په تور لیست کې شامل کړي.
د افغانستان په تړاو دا ډول غونډې کول، چې د افغانستان په مشوره نه وي جوړه شوې او نه یې هم استازو ګډون پکې کړی وي، د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسوهنې معنا ورکوي. دغه راز له تور لېست څخه د طالبانو د لرې کولو غوښتنه به افغان طالبان سیمهییزو هېوادونو ته نور هم نږدې کړي.
دا چې افغانستان ولې له یوه داسې وضعیت سره مخ شو، چې روسیه-چین-پاکستان د افغانستان د وضعیت په تړاو او بیا د چین او روسیې په څېر هېوادونه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د ویټو ځواک لري، له تور لېست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه همغږي وښيي، لاندې عوامل لري:
- د سیمې جیو-پولیټیک وضعیت؛ د سیمې د روان جیو-پولیټیکي وضعیت، چې پورته ورته اشاره وشوه، دغه درې هېوادونه یوځای سره راټول کړل.
- د افغان حکومت ناسمه تګلاره؛ د دغه روان وضعیت تر شا یو لامل په خپله د افغان حکومت ناسمه تګلاره وه، چې له یوې خوا یې د سیمهییزو سیالو هېوادونو ترمنځ انډول ونه شو ساتلای او له بلې خوا یې له طالبانو سره د مخامخ خبرو په پيلولو کې هم کوم ابتکار په لاس کې وانه خیست.
- د طالبانو فعاله ډيپلوماسي؛ د طالبانو فعاله ډيپلوماسي، چې چین، روسیې او ایران په څېر هېوادونو ته یې په دې قناعت ورکړ، چې د طالبانو نظریه یوازې د افغانستان تر پولو پورې منحصره ده. دغه راز د داعش پرضد دوی د افغان حکومت په پرتله غوره اېتلاف کېدلای شي.
خو افغان حکومت د ناپېیلتوب او له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو اترو له لارې کولای شي، چې په افغانستان کې د دویم بلاک د ډېری لاسوهنو مخه ونیسي، که نه، دا روان حالات به د افغانستان جګړه نوره هم پیچلې، اوږده او خونړۍ کړي.
[1] د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، [email protected]، وېبپاڼه: www.csrskabul.com