سیندونه او اندونه د هغې مقالو ټولګه ده، چې د معنا له مخې بهترین نوي موضوعات لري.
په ادبیاتوکې د منظومواو منثورو ویناوو او ژانرونوکې یوه برخه یې د فورم، کالب، جوله او یا ځمکه ده او بله برخه یې محتوا، منځپانګه، معنا او کر ده.
د ادبپوهنې په څېړنېزو مطالعاتوکې فورم او کالب خپل اهمیت لري او منځپانګه خپل خو اکثره پوهان مو په علمي لیکنوکې په معناییزه خوا ډېر تاکېدکوي.
خوکله کله زاړه اصول او کالبونه لکه د زړو تحقیقاتي جوړښتونو پخوانۍ پولې ورانوي او په نوي روح نوي جوړښتونه را مینځته کوي. د ازاد شعر په پیدايښت سره عروضي او مشترک نظمونو زاړه عنعنات مات شول او د خوشحال خان په نظر چې ښه شعرونه بایدعروضي اوپه خاص وزن ویل شوې وي، ویناوو ته یې د پای ټکی کېښود او نن که ازاد شعر ښه منځپانګه ولري او د شعر او هنر مالګه یې برابره وي څو مرتبې د هغه نظم نه بهتره دی چې د وزن او قافیو مراعات پکی شوی وي خو د شعریت او هنریت نه خالي وي.
قدرمن محمد اکبر کرګر داستان لیکونکی، لنډو کیسولیکوال او څېړونکی دی چې زه یې د تحقیقاتو په برخه کې په ځانګړي ډول په خاصو، رسمي، اکاډمیکو او علمي مقالولنډ بحث کوم.
د کرګر دغه اثر(سیندونه او اندونه) د مقالو ټولګه ده. کرګر اکثره مقالې او په خاص ډول ددې اثر مقالې نوې خبرې لري او په نوي فکر د خپلو اکاډمیکو مقالو ځمکوکې قیمتي شیان کري او غواړي چې اینده نسل یې هم د ګټو برخمن شي.
د هرې تحقیقي لیکنې لپاره ذهني طرحه، دموضوع هدف او ارزښت، د موضوع تاریخي شالید، په موضوع کې ځانګړي مېتود تطبیق او یوه نوې فرضیه پیدا کول اساسي اصل دی چې د دغې ټولګې ډېرو مقالوکې نوې ذهني فرضیي زباد ته رسېدلي دي.
موږ ډېر لیکوال لرو خو داسې لیکوال چې زړې خبرې تکرار نه کړي او یا کلیشه یې موضوعات په بار بار ونه لیکي، کم کسان لرو. ډېر لیکوال مو د مقالو په لیکلو کې د یو شاعر د نوم، د پلارنوم، کورنۍ، د ژوند واقعات او داسې نورو خبرو نه خپلې لیکنې پیل کوي او پای ته یې رسوي خو کرګر صاحب په خپلو مقالو کې له نوې دیده اوځانګړې زاویې لیکل کوي او د سیاسي شرایطو اغېزې، د ټولنېزو عواملو تاثیرات، اقتصادي ستونزې، د شاعر او لیکوال اروایي حالات په نظر کې نیولو سره دڅېړنې جاج حاصلوي.
د نړۍ اکثره علوم یو د بل سره اړیکې لري، که د پښتو ادبیاتو محقق پر خوشحال خان خټک باندې د نوي کارکولوهیله او امید ورسره وي نو دی باید د څېړنې او سیاست، څېړنه اوتاریخ، څېړنه او طب، څېړنه او جغرافیه، څېړنه او اقتصاد، څېړنه او ارواپوهنه او د څېړنې او داسې نورو علومو سره یې اړیکوپه هکله پوره معلومات ولري.
خوشحال د خپل وخت په سیاست کې دخیل و، د ده په ویناوو کې داخلي او خارجي شهادتونه یې په مورخ ویلو دلالت کوي، د ده د طب نامې پرتلنه له نوي عصري طبي تحقیقاتو سره دا زباد ته رسوي چې څېړنه له طب سره هم رابطه لري، دستارنامه یې جغرافیوي او اقتصادي بحثونه لري، د خوشحال د زوجیت د ټاکنې نه چې د پلاسنټا پواسطه د الله تعالی په حکمتونو تغذیه کېده او بلاخره د ده د پیدا کېدلو او په ژوند کې د ډول ډول تودو او سړو حالاتو سره مبارزه یې د ارواپوهنې د علم سره اړیکه لري چې په دې برخه کې د خوشحال اخلاقي ایډیال اثر کې د کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي د جان لاک او نورو لویو ارواپوهانو سره د خان بابا ویناوې پرتله کړي دي نو که چېرې یو څېړونکی پرخوشحال دنوي کارکولو اراده ولري نو له دې ټولو علومو مطالعه باید ولري چې خوشبختانه کرګر صاحب د پښتو، فارسي، انګریزي او داسې نورو ژبو باندې د لیکلو او ویلو صلاحیت لري او د همدغو ژبو د مطالعاتو له امله د پشتو ژبې ځینې موارد د فارسي سره او د ځینو نورو ژبو سره مقایسه کوي او د پښتو، فارسي، انګریزي او داسې نورو ژبو کې د ادبیاتو، ارواپوهنې، فلسفې او داسې نورو علومو مطالعه یې د دې لامل شوې ده چې علمي مقالې نوې خبرې او فکر ټولنې ته وړاندې کوي.
روهي صاحب د کرګر په هکله وایي: (دی د زده کړې او نوښت سره مینه لري، یعنې هڅه کوي چې نوي شیان زده کړي او نوي شیان ولیکي. د ده په لیکنو کې د سایکالوجۍ او فلسفې خواته زیات تمایل لیدل کېږي.)
د استاد روهي د خبرې په تاییدکرګر صاحب بکرې فرضیي زباد ته رسوي او د ارواپوهنې اوفلسفې سره یې اړیکې زیاتې دي.
تخصص، مطالعه، او زده کړه په انسان تاثیر لري نو د کوچنیوالي او مکتب له دورې نه ( ابن سینا) له وخته په کتابخانه کې د مهدي شاه، اجمل خټک او داسې نورو لیکوالواوشاعرانو ادبي لیکنولوستل یې د ادبي تحقیقاتو سره مینه پیدا کړه، په مظاهروکې برخه اخیستل یې د سیاسي لیکنولپاره زمینه برابره کړه اود فلسفې لوړې زده کړې او د بهاوالدین مجروح سره ناسته او ملګرتیا یې د فلسفې او ارواپوهنېزو مطالعاتو لپاره ښه زمینه سازي شوه او د وخت او زمان په تېرېدلو بندي کېدل او له وطنه لېرې والی یې د نوستالیژیکولیکنو اساسي لامل شو.
د ویلیم جونز، فروید، جان لاک او داسې نورو روانشناسانو د آثارو مطالعه او افکارو تاثیرات یې په لیکنو او فکر مثبت تاثیرکړی دی او د مجروح صاحب د اروایي ښامار باندې لیکنه یې په دې لالت کوي چې د کرګر صاحب نږدې دوستانو هم د ارواپوهنې مطالعه درلوده. همدارنګه د سارتر، هګل اوکارل گوستاويونگ د آثارو او نظریاتو تاثیرات د ده په ویناوو کې فلسفي بحثونه لا پیاوړې کوي.
د علمي او اکاډمیکو مقالو ليکلولپاره له نورو ماخذونو استفاده او مطالعه ضروري ده خوکله کله ځینې پوهان مو د خپلې خبرې د اثبات لپاره د استناد په ډول له فارسي شعرونو، عربي معقولو او قراني آیتونو او ویناوو نه استفاده کوي، د خوشحال دستارنامه یې یو ښه مثال دی چې خان د خپلو خبرو د اثبات لپاره فارسي شعرونه راوړي خو محمد اکبر کرګر د خپلو رسمي مقالو د فرضیو د ثبوت لپاره کله کله د نړیوالو پوهانو(سارتر، هګل، فروید، کارل گوستاويونگ) ویناوې په مقایسوي ډول د تاکید په شکل راوړي او د خپلو خبرو د پیاوړي کېدو لپاره د هغوی نظریات د ثبوت لپاره ذکرکوي.
په دې مقالوکې یوه برخه یې د عرفان او تصوف ده، کرګر صاحب دنړۍ د نورو دینونو دعرفان او تصوف مطالعه لري او د بایزیدروښان عرفان اوفلسفي څېره چې د روښانیانو او اسماعیلیه افکارو پرتلېزه څېړنه ده د حکیم ناصر خسرو جایزه یې وړې ده او همدارنګه دمیرزا خان انصاري عرفاني او فلسفي نړۍ لید هم زښتې زیاتې نوې فلسفي، عرفاني او تصوفي مسایل لري او همدارنګه په دې مقالوټولګې( سیندونه او اندونه) کې هم په رحمان بابا، روښانیانو او حمزه بابا باندې بکرې تصوفي خبرې کړې دي.
د بایزید روښان عرفاني او فلسفي څېره اثر د کاندید اکاډمیسین روهي د لارښوونې او رهبرۍ لاندې بشپړ شوی دی او په دغې مقالو ټولګه کې د استاد روهي په تحقیقاتي کارونو یوه مقاله هم لیکلې ده او د استاد روهي لارښوونې او هدایات دي چې نن کرګر صاحب یې پیروي کوي او په نقش قدم یې روان دی.
دغه اثر درې لویې برخې لري. لومړۍ برخه یې تولنېزې اوفرهنګي مقالې دي، دویمه برخه یې داستاني ادبي ليکنې دي او درېیمه برخه یې د شعر په هکله ډېرې ښې ویناوې لري او د کتاب د پیل برخه د کرګر صاحب پېژندنې ته ځانګړې شوې ده.
په پای کې خوشحاله یم چې د مستحق لیکوال او عالم کرګر صاحب دغه مقالوټولګه مې ترتیب کړه او د استاد له کومکونو او هدایاتو نه هم مننه کوم.
پوهنیار سیداصغر هاشمي
جلال اباد، ښوونې او روزنې پوهنځی، ۱۳۹۵ کال