سيکولر او سيکولريزم خالص مغربي اصطلاوې دي . په لاتيني ژبه کي د سيکولم Seculum لغوي معنا دنيا ده . په منځنيو پېړيو کي رومن کاتوليک پادريان پر دوو برخو ويشل سوي وو ، يو هغه چي د کليسا تر قواعدو لاندي به په خانقاوو کي اوسېدل او دويم هغه چي د عامو ښاريانو په توګه به يې ژوند کاوی . د کليسا په اصطلاح دې دويمې ډلې ته سيکولر پادري ويل کېدل . هغه ټولي ادارې هم سيکولر بلل کېدې چي د کليسا تر کنټرول لاندي به نه وې .

اوس مهال له کليسا يا دين څخه ازاد دولت سيکولريزم دی … ( انسايکلوپيډيا برټانيکا )

انسايکلوپيډيا امريکانا کي د سيکولريزم زياته تشريح سوې : سيکولريزم يو اخلاقي نظام دی چي د طبعي اخلاقو پر بنسټ ولاړ دی او له الهامي مذهبونو يا ما بعد الطبعياتو جلا دی . لومړی اصل يې د فکر ازادي ده يعني هر څوک د ځان لپاره د يو فکر حق لري . ۲ ) د ټولو فکري امورو په اړه د اختلاف حق . ۳ ) پر ټولو بنيادي مسايلو لکه د خدای او روح پر شتون او نه شتون د بحث کولو حق . سيکولريزم دا نه وايي چي د دې ژوند له ښېګڼو پرته نوري ښېګڼې نه سته . هدف يې دادی چي داسي مادي حالات را منځ ته کړي چي د انسان افلاس او محروميت پکي له منځه ولاړ سي . ( انسايکلوپيډيا برټينيکا )

د ډاکټر مولوي عبد الحق له انګلش – اردو ډکشنري سره سم سيکولريزم هغه ټولنيز او ښوونيز نظام دی چي د مذهب پر ځای يې ساينس بنسټ وي او په دولتي چارو کي يې مذهب يا دين داخل نه وي .

سيکولر افکار ډېر پخواني دي خو د سيکولريزم اصطلاح په ۱۸۴۰ کي يوه روڼ اندي انګريز جارج جيک هولي اوک George J. Holyoake را منځ ته کړه . دی د برمنګم په ميلنکس انسټي ټيوټ کي استاد وو. دی د روڼ اندۍ مبلغ وو، په دې اړه به يې ويناوې او ليکنې کولې . په ۱۸۵۱ کي يې په لندن کي د سينټرل سيکولر سوسايټي په نوم يوه ټولنه را منځ ته کړه . د هولي اوک دريځ دا وو :

۱ ) د انسان رښتنی لارښود ساينس دی .

۲ ) اخلاق له مذهبه جلا او لرغونی حقيقت دی .

۳ ) د علم او ادراک يوازينی معيار او سند عقل دی .

۴ ) هر فرد بايد د وينا او فکر ازادي ولري .

۵ ) موږ بايد د دې نړۍ د لا ښه کولو هڅه وکړو .

د سيکولريزم بنسټيزه ادعا داده چي د فکر او رايې ازادي د انسان فطري او طبعي حق دی ، ځکه نو بايد هر سړی په بشپړه توګه دا حق ولري او کولای شي په خپله د رښتيا لټه وکړي او د ژوند په هر ډګر سياست ، اقتصاد ، مذهب ، اخلاق ، فلسفه ، ادب او هنر کي بايد خپل خيالات له وېري او ډار پرته بيان کړای سي .

دا چي سيکولريزم څه ګټې لري ؟ له پورتنيو کرښو يې ګټه په واضح ډول څرګندېږي خو بيا هم بايد ووايم چي په سيکولر نظام کي هر څوک له خپل فکر او غوښتنو سره سم ازادي لاس ته راوړلای شي ، په هيڅ ډګر کي د هيچا تر جبر او زور لاندي نه وي او دې ته ازاد وي چي له خپلې خوښې او خپل فکر سره سم ژوند وکړي . له خپلې خوښې سره سم ژوند د انسان تر ټولو لومړنۍ هيله ده ، دا هيله فطري او طبعي ده . سيکولريزم د انسان د همدې فطري غوښتنې ځواب دی .

سيکولريزم خو په مجموع کي هيڅ زيان نه لري ، انسانانو چي کله دولت جوړولو ته مخه کړې نو د دولتونو په تاريخ کي سيکولر دولتونه تر ټولو بريالي او دوامدار دولتونه دي او د سيکولر دولتونو په مټ انسان وکړای سول چي د نن پرمختياوې لاس ته راوړي . دا نن چي موږ څه وينو او کوم څه لرو دا ټول د سيکولريزم برکت دی چي بشر ته يې ازادي ورکړه او بشر له دې ازادي په ګټې اخيستلو د ننني پرمختګ بنسټ کېښود ، وده يې ورکړه او لا هم د نور پرمختګ پر لور ګړندی روان دی .

ځيني سيکولريزم له دين يا اسلام سره ټکر ګڼي ، خو خبره داسي نه ده . اسلام په خپله سيکولريزم ته ژمن دی او ان کولای سم ووايم چي محمد صلی الله عليه وسلم په خپله واکمني کي سيکولريزم منلی وو . په څه ډول ؟ ده اجازه ورکړې وه چي هر څوک ديني ازادي لري لکه چي وايي لکم دينکم ولی دين يعني تاسو خپل دين کوئ او زه خپل ، هغوی خپل ديني مراسم ترسره کول او ده خپل ، هغوی په خپلو کتابونو خپلې قضاياوې حل کولې او ده په خپل کتاب، هغوی خپل کولتور او دين چلاوی او ده په خپل په داسي حال کي چي سره ګاونډيان وو . يعني يهودان د ده څنګ ته پراته وو خو ده هر ډول ازادي ورکړې وه . همدې فکري ازادۍ ته سيکولريزم ويل کېږي .

مولانا وحيد الدين خان هم د دې خبرې سخت پلوی دی او په دې اړه يې ګڼې پاڼې توري کړې دي ، ان دومره جرأت يې کړی او ويلي يې دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړنی سيکولر وو . بيا يې په دې اړه د يوه غربي عالم يوه اوږده ليکنه هم نقل کړې .

په خپله د مسلمانانو په واکمنيو کي هم سيکولريزم اوږده مخينه لري ، د عباسيان دوره يا د هارن الرشيد مهال يې يوه ښه بېلګه ده . په پخوانيو مسلمانو علماوو کي ابن رشد کلک سيکولر افکار درلودل او هغه به دا خبره په ډاګه کوله چي خدای زموږ په دنيوي چارو کي لاس وهنه نه کوي .

9 thoughts on “د سيکولريزم په اړه يوه توضيح/ وصيل پېروز”
  1. والله تاسو هم ړیر جرأت کړی

    دسیکولرزم اواسلام تر مابین ړیر زیات واټن دی
    …..په سیکولرزم کې زنا. لواطت همجنس بازي. شراب

    او نور روا دي له انسان نه یې بې مهاره اوښ جوړ کړی

    خو اسلام انسان کنترول کړی او اصل مقصد یې دآخرت فکر او له ګناهونو ځان ساتل دي
    او نور ړیر توپیرونه نو چې ستا ولي ورباندي سترګي ړندي شوي او تر هرڅه دي ګامونه اړولي دخیټي او خټې توپیر نشي کولی. اوکه اوس دسلفیت په ځای ددیموکراسۍ ړالرو سوړه درکړي

    عبدالوکیل شاجوی

  2. ډېره اوچته لیکنه ده. ډېر خلک د داسي لیکنو جرات نه شي کولی او حقایق د ریا په خاطر پتوي. هیله لرم چې د مخالف نظر خاوندان به منطقي ځواب ووايي

  3. نه ، پیروز جانه!
    ،هیڅکله هم انسان پخپل سر او بی هدفه مخلوق ندی، داسی نده لکه چه ته وایی.
    اسلام یا د ژوند مکمل نظام او قانون کی عقیده او ایمان دا وایی چه الله جل جلاله یواځینی خالق یا رب العالمین دی ، هغه مالک الملک دی ، دده په مخلوقاتو کی انسان اشرف مخلوقات دی، د انسان د هدایت او لارښوونی لپاره یی پیغامبران او کتابونه را استولی چه وروستنی او اکمل دین ، اسلام دی چه کتاب یی قرآنکریم نومیږی او د حضرت محمد صلی الله علیه و سلم په واسطه رالیږل شوی ، امت ته رسیدلی ، اسلامی ټولنه او حکومت یی جوړ کړی ، په بیړیو چلیدلی ، نورو تری تهذیب او تمدن زده کړی چه د انسانیت په تاریخ کی مثال نلری .اوسنی حالت د مسلمانانو د امراء او علماوو د غفلت زیږنده ده نه د اسلام.
    راځم ستا خبری ته، ساینسی لار ښوونو نه قرآنکریم ډک دی ، د یو زر ۱۰۰۰ آیاتونو شاوخوا قرآنکریم کی ساینسی یا ( الآیات الکونیه) شتون لری ، ډیر مغلق رازونه د خلقت او مخلوقاتو ته ورکی اشاره شوی چه ځینو ته یی لا هم ساینس رسیدلی ندی ، ځکه چه خالق د مخلوقاتو تر تولو اعلم او کامل علم لری نو همدا دلیل دی چه ساینس ته لا ډیر څه پاتی دی چه ور ورسیږی .
    اوس دی لنډی تبصری کی ټولی خبری او دلایل نشی راتلی خو ویلی شو چه یواځی ساینس د انسان ټولو غوښتنو ته ځواب نشی ورکولای ، بهتره به دا وی چه د اصلی کتلاک د خالق یا صانع مخلوقات نه استفاده وشی .
    که ځیر شو اوسنی تباهی او شر چه نړی کی طوفانی دی دا د هغه ساینسی پرمختګونو زیږنده ده چه فاقد د انسانی اخلاقو ده او د هر څه د استفادی صحیح لار یواځی اسلام ښودلی شی ورنه ظلم ،فسق او کفر به پراختیا مومی او د بشریت آرام او سکون به د ساینس د مخکښانو، بیدینی یی تباه کوی
    یوه خبره د آیت الله محسنی تکراروم چه وایی ( حمالان و جوالی های ما بدیګران می پیوندند در حالیکه دانشمندان و پروفیسران دیګران در نتیجه تحقیق به اسلام رو می آورند )

  4. ۱-۱ علمانيت په لغت کي:

    د علمانيت لفظ اصلا په انګريزي ژبه کي د (Secularism) او په فرانسوي ژبه کي د (Secularite) د کلمې غلطه ترجمه ده، کومه چي په عربي محاورې کي له خپلي معنی څخه په اووښتي بڼه د لادينيت او يا بې دينۍ په معنی سره کارول کېږي. د علمانيت کلمه د ځينو په اند د علم (د عين په زير) څخه او يا هم د عالم (د عين په زور) څخه اخيستل سوېده ده. (۱)
    http://www.taand.com/archives/141872

  5. سلام
    په لنډه کې
    دخدای (ج) حخه د خان پېژندن مشکله ده / انسان غریب به د تش به نوم سیکولریزم چې یوازې سیاسی بنه لری کوم شی به راټینګ کړی
    که سیانس لارښود شی کوم سیانس، دالبرت این شتاین په فورمو ل سیانس بیاچېری ځی او چیرې اتکا لری؟

    حقیقت بیا څه دی اخلاق یی بولې او که مذهب ؟ او چا پورې اړه لری ؟ عبادت اومعرفت لازم او ملزوم دی . اوبه یو پولر مالیکیول دی چا د هایدروجن او اکسیجن په نومم نه دی جلا کړی بنا ء اخلاق او مذهب یو دبل سره جګړه نه لری ابوبکر صدیق ( رض) وایی : لوړوالی به تقوی کې دولت به توکل کې اوعظمت په تواضع کې
    سیکولریزم اودانور بد وبلا …… دعلم او ادراک عدل او انصاف مساوات او برابری له محراق نه ډیر لیرې واټن کې موقعیت لری
    هو! موږ باید هڅه وکړو او تر څوموچې له توانه پوره د خبلې تولنې پرمختګ او بیاوړتیا ته ترجیح ورکړو دخپلې بړستنې سره پښې اوږدې کړو
    دخپل ایین او فرهنګ په رنا کې تاریخی مسولیت ترسره کړو موږ سترکتاب لرونکی یو چې نورو ادیانو له هغه نه ګتې پورته کړی دی خوار سیکولریزم به دلته څه وکړی !!! هغه چې د تش په نوم اذادۍ سره په نړۍ کې څه نه دی کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *