تاند- د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې یا سي آی اې د پنجشنبې په ورځ په زغرده وویل چې امریکايي – کاناډايي جوړه ۵ کاله په پاکستان کې یرغمل ساتل شوې وه.

مخکې پاکستان ادعا کړې وه چې دا جوړه یې وروسته له دې وژغورله چې له افغانستانه تازه ورواوښتله او سي آی اې یې په اړه معلومات ورکړل.

د ګلوبل نیوز د راپور له مخې، د سي آی اې ريیس مایک پومپیو په واشنګټن کې د دفاع او دیموکراسیو څېړنیز انستیتوت ته وویل«موږ تېره اوونۍ د څلورو امریکايي اتباعو، چې پنځه کاله په پاکستان کې یرغمل ول، د خلاصون په برخه کې ښه نتیجه ترلاسه کړه.»

دا له کله چې جوشوا بویل او د کورنۍ غړي یې خوشي شوي دي، لومړی ځل دی چې د امریکا یو جګپوړی چارواکی په زغرده اعلانوي چې دې کورنۍ د برمته توب ټوله موده د پاکستان په خاوره کې تېره کړې ده.

تر دې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د بې نومو امریکايي چارواکو په قول ویلي و چې دا کسان په پاکستان کې برمته ساتل شوي وو خو دا نه و ویل شوي چې په پاکستان کې څومره وخت برمته ول.

نیویارک ټایمز ته امریکايي چارواکو ویلي چې د دې کورنۍ د خلاصون لپاره هغه مهال د امریکا په امر پاکستاني پوځ اقدام وکړ چې طالبانو هغه له قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا ایالت د کواټ ښار ته بېوله.

ورځپاڼه وايي، که پاکستان اقدام نه وای کړی او د امریکا کومانډو ځواکونو دا کورنۍ خوشي کړې وای، دا به د پاکستان لپاره په ۲۰۱۱ م کال کې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن له رسوايۍ وروسته یو بل شرم و.

نورو امریکايي رسنیو نن /پنجشنبه/ راپور وکړ چې یو شمېر امریکايي چارواکو پخوا لا ویلي و چې دا جوړه په افغانستان کې نشته.

دوی په ښکاره ویلي وو چې برمته په پاکستان کې ساتل کېږي.

دوی همداراز ویلي چې دا کسان د حقاني شبکې په لاس کې دي چې په پاکستان کې مېشته ده او له هماغه ځایه د حملو لپاره له ډیورنډ کرښې اوړي.

د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي د جمعې په ورځ وویل چې د پاکستان پوځ او استخباراتو د امریکا د استخباراتو د معلوماتو پر اساس هغه موټر ومونده چې له ډیورند کرښې د پاکستان په خاوره کې ۶۰ کیلو متره دننه په کورمه ایجنسۍ کې روان و.

دوی دغه راز ادعا کړې چې برمته ننیونکي یې وژلي دي.

د طالبانو سرچینو هم امریکایانو ته ویلي چې برمته یې له کلونو راهیسې د پاکستان په خاوره کې ساتل.

One thought on “د سي آی اې رييس افشا کړه چې امریکايي – کاناډايي برمته ۵ کاله په پاکستان کې وه”
  1. مطلب دا چې پاکستان بیا وشرمېد. خالق تعالی دې یې تل ټیټې سترګې او په خپل غضب ککړ لري.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *