تاند- د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي آی اې) ريیس جان برنن د دې ادارې د مامورینو له لوري د پوښتنو- ګروېږنو په ترڅ کې د بندیانو د ربړولو په باب د امریکا د مشرانو جرګې د راپور جوړولو پر بهیر د نیوکې ترڅنګ وویل چې په دغه راپور کې ځیني اخیستل شوې پایلې د سي آی اې له تحقیقاتو سره سر خوري.
ښاغلي برنن دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان، ملګروملتو او د جرمني په شان د امریکا د ځینو نژدې دوستانو په ګډون یو شمېر هیوادونو د سي آی اې له لوري د بندیانو ربړول غندلي او هغه یې د بشري حقونو سرغړاوی بللی دی.
ایران، شمالي کوریا او چین، چې تل پرې امریکا د بشري حقونو د سرغړونو تورونه لګولي، د دې راپور په خاطر امریکا ته پېغور ورکړ.
د سي آی اې مشر وویل، پر تېروتنو اعتراف د دوی د ماموریت د بري لپاره ضروري دی.
ده همداراز وویل:«زموږ مامورینو د نیونو او تحقیق د پروګرام د لومړنیو فعالیتونو د څارلو په برخه کې کفایت نه دی ښودلی.»
ده همداراز وویل چې د سي آی اې مامورینو له غفلته کار اخیستی او رسمي مقررات یې په موقع نه دي اجرا کړي او همدا علت دی چې د استنطاق په وخت د سي آی اې مامورینو په یو شمېر مواردو کې له داسي شېوو او تاکتیکونو کار اخیستی دی چې اجازه یې نه شته.
ښاغلی برنن د جورج ډبلیو بوش د حکومت په مهال په سي آی اې کې درېم جګپوړی چارواکی و.
د امریکا د مشرانو جرګې د استخباراتي کمېټې راپور د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ د سي آی اې د مامورینو له لوري د بندیانو د تعذیب په اړه دی. دا هغه وخت و چې جورج ډبلیو بوش د امریکا ولسمشر و.
د جورج ډبلیو بوش مرستیال ډیک چیني د سي آی اې له لوري د بندیانو د ځورولو په باب د امریکا د مشرانو جرګې راپور رد کړ.