تاند- د سي آی اې مشر وايي چې د امریکا متحد ایالتونه له قطر سره په خبرو بوخت دي څو د هغو پنځو طالبانو راتلونکی وضعیت معلوم کړي چې یو کال وړاندې د یوه امریکايي سرتېري د خلاصون په بدل کې د ګوانتنامو له محبسه خوشي شول او قطر ته ولېږل شول.

د سي آی اې یا د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې رييس جان برنان د یکشنبې په ورځ سي بي ایس تلویزیون ته وویل :«غواړم چې دا ډاډ ترلاسه کړم چې دا کسان بېرته جګړې ته نه ځي.»

دا پنځه پخواني طالب چارواکي د تېر کال د مې په یودېرشمه د ګوانتنامو له محبسه خوشي او قطر ته وسپارل شول څو د یوه کال په مخه یې په خپل هیواد کې وساتي او څارنه پرې وکړي.

په دې موده کې د هغوی پر سفر بندیز و خو اوس چې د بندیز موده پوره شوې سي آی اې د هغوی د راتلونکو اقداماتو په اړه اندېښنه لري.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو پخواني قومندان متقاعد جنرال مک کریسټل سي این این تلویزیون ته وویل:«غالباً به دوی بېرته د جګړې میدان ته لاړ شي. خو د دوی ستنېدا به کوم بدلون رانه ولي.»

د سي آی اې مشر ښاغلی برنان وايي چې په خپله د دغو پنځو تنو په باب له افغان او قطري چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *