سپوږمۍ راډیو د کتابونو د چاپ په لړ کې دا ځل « د سي آی اې پټې جګړې» کتاب چاپ کړی. 
کتاب امریکايي ژورنالېست او لیکوال «پیټرهارکلیرود» لیکلی او محمد زبیر شفیقي پښتو ته ژباړلی دی. 
سره له دې چې کتاب نور فصلونه هم لري؛ خو پښتو ته یې یوازې وروستي دوه فصلونه چې په وېتنام، کمبودیا، لاووس او افغانستان کې د سی آی اې جګړې یې انځور کړې ژباړل شوي دي.
کتاب په سپین کاغذ په ښه کیفیت په ۲۰۸ پاڼو کې چاپ شوی دی. سپوږمۍ راډیو تر دې وړاندې هم ۱۱ کتابونه چاپ کړي چې ډېره برخه یې سیاسي او د ژونالېزم اړوند کتابونه دي.
مینوال کولای شي نوموړی کتاب له اکسوس کتاب پلورنځي څخه په یو سل اویا افغانۍ تر لاسه کړي . 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *