په دې وروستيو کې دFirst In په نوم يو کتاب چې د امريکا د متحده ايالاتو استخباراتي ادارې CIA د يوه پخواني کاکوونکي ګري شرون له لوري ليکل شوی دی؛ په امريکا کې چاپ شو. دې کتاب په امريکا کې ډېر مينه وال موندلي دي او د افغانستان په اړه پکې نوې کيسې بربنډې شوې دي.
ګري شرون په افغانستان او سهيلي آسيا کې د امريکا له پخوانيو او تجربه کارو مامورينو څخه دی چې د خپل پنځه دېرش کلن ماموريت په دوران کې یې په يو ډول نه يو ډول له افغانستان سره تړاو درلودلی دی.
ښاغلي شرون د ثور له کودتا يوازې څو مياشتې وړاندې په اسلام آباد کې د امريکا په سفارت کې په کار پیل وکړ او وروستۍ دنده یې د (زامه ماتوونکي) په نوم د سي آی اې د هغه لومړني اووه کسيز ټيم مخکښتوب وو؛ چې د سپتمبر د يوولسم له پېښې څو ورځې وروسته پنجشېر ته ورسېد. هغه وايي چې د خپلې ټولې دندې پر مهال یې د افغانستان د وروستيو درې لسيزو له مخکښو څېرو سره کتلي دي او احمدشاه مسعود او مسعود خليلي یې خپل نږدې ملګري ګڼلي دي.
د کتاب لومړۍ برخه د ښاغلي شرون د هغو ياداښتونو برخه ده؛ چې د هغه د وروستۍ څلوېښت ورځنۍ دندې پر مهال یې ليکلي دي. دا مهال د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له ۲۶ د همدې کال د نومبر تر څلورمې پورې دی. په امريکا کې د سيا د نورو کارکوونکو له لوري هم ورته کتابونه ليکل شوي دي؛ ولې د دې کتاب ځانګړنه دا ده چې د هغو پيسو يادونه پکې شوې ده؛ کومې چې د سيا له لوري د شمالي ټلوالې رهبرانو او قوماندانانو ته ورکړل شوې دي.
په دې کتاب کې ويل شوي دي چې د څلوېښتو ورځو په ترڅ کې، پنځه ميليونه ډالر د ټلوالې رهبرانو ته ورکړل شوي دي. دا پیسې چې د امريکا له لوري خپلو ګوډاګيانو ته د ورکړل شوو پيسو ډېره وړه برخه جوړوي؛ په دې ډول دي:
انجينير عارف: د پنجشېر په بازارک کې د سپتمبر په شپږويشتمه شپه، پنځه سوه زره ډالر.
قسيم فهيم: د پنجشېر په بازارک کې د سپتمبر په اووه ويشتمه نېټه، يو ميليون ډالر.
استاد سياف: په ګلبهار کې د سپمتبر په نهه ويشتمه نېټه، سل زره ډالر.
استاد سياف ته د پيسو د ورکړې کيسه داسې کوي: کله مې چې د سل ډالري لوټونو يوه بسته چې په يوه رڼه پلاستيک کې پېچل شوې وه، د خونې په منځ کې پر مېز کېښوده؛ د نورو قوماندانانو پر خلاف چې په لومړيو کې هڅه کوي، پيسو ته پاملرنه ونه کړي؛ سياف په يوه ټوپ پیسې ورواخيستې. په رډو سترګو یې هغو ته وکتل او بيا یې لکه ګرم کچالو خپل يوه ملګري ته ور وغورځولې او ويې ويل: لومړی ځل دی چې له چا څخه نغدې پیسې قبلوم…
د سياف دا کړنه د سعودي د استخباراتو د مشر شهزاده ترکي الفیصل د هغې خبرې پخلی کوي چې ويل یې: هر کله چې له سياف يا نورو افغان رهبرانو سره ګورم؛ له خبرو مخکې به مې د بانک کتابچه راکښله.
انجينر عارف: په بازارک کې د اکتوبر په لومړۍ او دوهمه نېټه، ۳۲ زره ډالر.
انجينر عارف: په بازراک کې د اکتوبر په اوومه، دوه سوه پنځوس زره ډالر.
قوماندان عطا نور: د اکتوبر په اوولسمه د فهيم په لاس دوه سوه پنځوس زره ډالر.
ګري شرون قوماندان عطا ته د پيسو د لېږلو لامل له دې کبله د عطا غصه ګڼي چې ګواکي د ستوري په نوم د سي آی اې بل ټيم، د مزار شريف په جنوب کې له دوستم سره يو ځای شوی وو. هغه ليکي: له دوستم سره د عطا نښته، تر هغه مهاله چې د سيا يو ټيم له دوستم سره وو؛ زموږ لپاره د اندېښنې وړ وه. ما وغوښتل چې عطا ته د پيسو په لېږلو د هغوی تر منځ د جګړې مخنيوی وکړم او وښيم چې سيا له ټولو قوماندانو سره په يوه واټن کې قرار لري.
په دې هيله چې يوه ورځ ټولې هغه پيسې چې د سي آی اې له لوري ځان جوړو شوو او باد راوړو رهبرانو ته ورکړل شوې دي، په دې لړ کې زياتې شي؛ تر څو د هېواد د دريو خونړيو لسيزو په تاريخ کې يو کلک سند شي.
اخيستنې:

(1) Schroon, C Gary. First In: an Insider’s Account of How the CIA Spearheaded the war on Terror in Afghanistan. Presidio Press, New York, 2006.

3 thoughts on “د سي آی اې پیسې / نصیر احمد بصیرت”
  1. درنو لیدونکو:
    نوموړی کتاب د لاهور منګل لخوا ژباړل شوی دی او کولی شی چی په لر اوبر او کې او یا هم د هیواد، کابل، خوست، کندهار ، پکتیا او نورو ولایاتو له کتابتونو څخه یی ترلاسه کړی. او لینک یی http://www.larawbar.net/detail.php?id=6333 دا دی

  2. سلام،
    ددې کتاب پښتو ژباړه د لاهور منکل لخوا ترسره شویده او هرڅوک کولی شي د کتاب د ترلاس کولو لپاره له نوموړي سره په [email protected] سره په اړیکه کې شی!

  3. لاهور خانه دا هم ورسره زیاته کړه چې پښتو کې د کتاب نوم دی (سی اې ای په پنجشیر کې)چې ستاسو ژباړلی کتاب ما لوستی ډير د معلوماتو ډک کتاب دی خو په کمو ځایونو کې پيداکیږي لکه په ننګرهار کې ما ډير خلک ولیدل چې راته ېې ویل چې اکثره کتابتونو کې نشته او بله دا چې د شمال د لنډغرو لخوا البته په ننګرهار کې د جمعیت د بې پښتو پښتنو غړو لخوا ټول شوی دی هیله ده چې د خپرولو او دخلکو د خبرتيا لپاره هره ممکنه وسیله وکاروۍ هيله ده چې لاهور منګل ورته پوره پاملرنه وکړي او لیدونکی یی نورو ملګرو ته ووای ما تقریبا څلویشت یا پنځوسو پوري ملګرو ته وویل خو ایله لس یا پنځلس تنو پيدا کړی وو هیله ده چې دا شمال ټلوالی د رازونو افشا کوونکی کتاب پيدا او ولولی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *