چینایي سړی پاکستانۍ نجلۍ ته ګوتۍ ورپه ګوته کوي

تاند – د پاکستان په لاهور ښار کې یوې پاکستانۍ نجلۍ له یوه چینایي سړي سره واده وکړ چې پاکستانی رسنیو د سي پیک پروژې د لومړي واده په نامه یاد کړی دی.

د دغې جوړې د واده عکسونه په ټولنیزو او رسمي رسنیو په پراخه کچه خپاره شوي دي چې یو شمېر خلکو د شرم وړ ګڼلي دي.

پاکستانیان خپل هېواد د اسلام په نامه جوړ ګڼي په داسې حال کې چې د چین حکومت خواوشا یوه میاشت مخکې په خپل هېواد کې له ګڼ شمېر مسلمانانو نه د قران کریم نسخې ټولې کړې، په ږیرو یې بندیز لګولی او په ډېرو سیمو کې خلک روژې نیولو ته هم نه پرېږدي.

ویل کیږي چې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې د چین حکومت مسلمانان دې ته اړ کړل چې ووایي، خدای روزي نه ورکوي بلکې د چین کمونست حکومت او موجود نظام روزي ورکوي.

دا لا معلومه نه ده چې چینایي سړی مسلمان دی که نه، خو د رسنیو د راپورونو له مخې د چین له خوا په پاکستان کې د تر پلان لاندې پروژې یا سي پیک هرکلی د جماعت اسلامي په شمول د دغه هېواد ټولو مذهبي او سیاسي ګوندونو کړی دی.

کارپوهان وایي، چې جماعت اسلامي او د فضل الرحمان او سمیع الحق په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ډلې د خپلو مدرسو له لارې احساساتي افغان ځوانان په افغانستان کې جنګ ته شکاري او داسې ورته تلقینوي چې د افغان حکومت پر ضد جنګ کول جهاد دی.

ویل کیږي چې خواوشا څلورلسیزې وړاندې چې د افغانستان د وخت حکومتونه له پخواني شوروي اتحاد سره، چې په افغانستان کې یې بېلابېلې پرمختیایي پروژې تمویل او تطبیقولې، نژدې شو، پاکستاني استخباراتي ادارو یو شمېر احساساتي ځوانان ورجلب کړل، روزنه یې ورکړه او مسلح یې کړل چې د افغانستان د هغه وخت د نظامونو پر ضد یې وجنګوي، او دغه سلسله تر هغه روانه وه چې په ۱۹۹۲ کال دغو وسله والو ډلو کابل ونیو، په خپلو کې سره ښکر په ښکر شول او کابل ښار یې په کنډوالو بدل کړ.‌

4 thoughts on “د سي پیک لومړی واده: یوې پاکستانۍ نجلۍ له چینایي سړي سره واده وکړ”
  1. داسى مضامينو ليکل کوم ارزشت نلري ،که تاسو وګورئ واېي چه افغانانو نجونو دداسو خلکو سره وادونه کړي دي چه خوله نه خوريږي.

  2. پاکستان کله یو سوچه اسلامی ملک دی دین، مذهب او ملایان یی ټول دی آی ایس ای اجنټان او هر فتوا چی پنجابی جنرالان ورکوی زموږ د دیورند ها غاړه پښتانه یی ورسره آمین کوی. دا اسلامی ملک دی چی فاحشه خانی، شراب خانی پکی په رسمی توګه فعالی دی. د پاکستان فاحشی په لوڅو فلمونو کښی کار کوی . زموږ د وژلو له پاره جهاد روا کوی او زموږ دا وطن پلورونکی په نامه طالبان یی ورسره آمین کوی . د یوی پروژی له پاره آن خپل (…….) خرڅوی نو د ډالر له پاره به څه کوی

  3. د پاکستان هره ناروا ، روا او جائزه ده او زمونږ هره روا ناجائزه او حرامه ده دا ځکه چې دلته د دین واګی د پاکستان د مزدورانو لاس کې دی او ددوی قبله پاکستان دی . د هغوی په جیره لوی شوی مجاهد ، طالب او ملا ټول د هغوی بدو ته بد نه شي ویلای او فقط ددې لپاره روزل شوي چې په خپل وطن کې د کفر او اسلام په نامه افغان نسل ختم او ودانې ویجاړې کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *