تاند- لاکهید مارتین کمپنۍ د سپوږمۍ لپاره د یوې اوږدې ستوربېړۍ لومړنۍ طرحه وړاندې کړه.
دا لنډر یا پر سپوږمۍ کښېناستونکې ستوربېړۍ، چې ۱۴ متره اوږدوالی لري، د ناسا د ټکنالوژۍ په مرسته جوړېږي او د ۱۴ ورځو لپاره ۴ تنه ستورمزلي سپوږمۍ ته وړي.
لنډر ستوربېړۍ به د جوړېدو په صورت کې د ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتي مرکز له تمځي (Deep Space Gateway) څخه د مرکز په توګه کار واخلي او ستورمزلي به له هماغه ځایه سپوږمۍ ته یوسي.
دا ستوربېړۍ سپوږمۍ ته له تلو وروسته د سونګ د اخیستلو لپاره بېرته مځکې ته راګرځي او بله پېره سپوږمۍ ته رسوي.